د داعش خراسان څانګې 90 سلنه رهبري لمنځه تللې

بسم الله الرحمن الرحیم

لیکوال : نعمان هروي

څرنګه چې داعش یوه تکفیري اجیره فتنګره او فسادپاله ډله ده، له همدې امله یې تل د حق د لښکرو پر وړاندې ماته خوړلې ده. واک ته د اسلامي امارت له رسېدو دمخه یې د اسلامي امارت د مجاهدینو پر وړاندې په زابل، فراه، غور، جوزجان، ننګرهار او کنړ کې سخته ماته وخوړه او د تمکین ټول مراکز یې له لاسه ورکړل او دا په داسې حال کې چې اشغالګرو او د دوی غلامانو به په غیرمستقیمه توګه حمایه هم ترې کوله او کله به چې د دوی پر وړاندې سپېڅلې غزاوې ترسره کېدلې، اشغالګرو به له هوا نه مجاهدین بمبارول؛ او غلامانو به یې د دوی نجات لپاره خپل ځمکني او هوایي ځواکونه ور استول. واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته د هغو بریمنو عملیاتو په پایله کې چې د دوی پر وړاندې سرته رسېدلي، داعش خراسان څانګې د خپلې رهبرۍ ۹۰ سلنه له لاسه ورکړې او افرادي ځواک یې هم په زیاته کچه له منځه تللی. د داعش خراسان څانګې ځینې هغه مهم مشران او قوماندانان چې په تیرو دوه نیمو کلونو کې له منځه تللي، په لاندې توګه یادولای شو:
1. شیخ ضیاءالحق ضیاء :چې په (شیخ ابوعمر خراساني) مشهور وو. د داعش خراسان څانګې مخکینی والي او د مکتب الصدیق یا د هستو د مدیریت مسئول چې د فتحې په ورځ ووژل شو.

2. اسلم فاروقي: د داعش خراسان څانګې مخکینی والي چې د بلخ په ولایت کې ووژل شو.
3. مولوي ضیاءالدین (محمد): د داعش خراسان څانګې مخکینی والي او د داعش خراسان څانګې اوسنی د قضاء او دعوت ادارې مسئول چې د بلخ په ولایت کې ووژل شو.

4. انجینر عمر (حیدر) د داعش خراسان څانګې مخکینی د مرکزي زون مسئول او اوسنی مرستیال چې په کابل ښار کې ووژل شو.

5. قاري فاتح: د داعش د خراسان څانګې مرستیال او د عملیاتي ادارې مسئول چې په کابل ښار کې ووژل شو.

6. ډاکټر حسین: د داعش خراسان څانګې د جنوب او جنوب غرب زون مسئول او د ځان وژونکو بریدونو ستر تنظیموونکی چې په هرات ښار کې ووژل شو.

7. احسان الله: چې په (عمر فاروق) مشهور وو، د شمال شرق او شمال غرب زونونو مسئول او په تاجکستان او ازبکستان د راکېټي بریدونو تنظیموونکی چې په کندز ښار کې ووژل شو.

8. یونس ازبک: د تخار مسئول چې په تخار ولایت په مرکز کې ووژل شو.

9. قاري سلیم: د تخار مسئول چې د تخار ولایت اړوند د تاجکستان سرحد ته نږدې ووژل شو.

10. مصطفی درویش زاده: د هرات مسئول چې په هرات ولایت کې ووژل شو.

11. فیروز د لغمان مسئول چې په لغمان ولایت کې ووژل شو.

12. یوسف تاجک: د اعلام د ادارې یو مهم مسئول چې د کابل ښار اړوند خیرخانه سیمه کې ووژل شو.

13. یحیی تاجک: د دعوت د ادارې یو مهم مسئول چې د کابل ښار اړوند خیرخان سیمه کې ووژل شو.

سربېره پردې یې ګڼ شمیر نور د مهمو ادارو مسئولین او عملیاتي قوماندانان ژوندي نیول شوي او سلګونه افراد یې هم یا وژل شوي او یا ګرفتار شوي دي. په وژل شوو کې د تاجکستان هیواد ۳۷ اتباع، د پاکستان هیواد ۲۵ اتباع او د یو شمیر نورو هیوادونو اتباع هم شامل دي. په نیول شوو کې د تاجکستان هیواد دوه درجنه اتباع، د پاکستان هیواد څلورنیم درجنه اتباع او د یو شمیر نورو هیوادونو اتباع هم پکې شامل دي.
د استخباراتي سرچینو د معلوماتو له مخې د داعش د خراسان څانګې ځینې مشران چې تر اوسه نه دي نیول شوي یا وژل شوي، له افغانستانه بهر په ګاوندیو هیوادونو کې پټ دي:
1. ثناءالله غفاري چې په شهاب المهاجر مشهور دی، د داعش د خراسان څانګې تش په نامه والي دی.

2. صلاح الدین: چې د داعشیانو په تشکیلاتو کې د مکتب الصدیق یا د هستو د مدیریت مسئول دی او په اصل کې د داعشیانو په تشکیلاتو کې د یو غربي استخباراتي سازمان د یوې نفوذي هستې مشري کوي.

3. قاري معاویه: چې د داعشیانو په تشکیلاتو کې د تیر نظام د ملي امنیت د ادارې یو نفوذي او لوړ رتبه جاسوس وو.

4. سلطان عزیز عزام: جې د داعشي خوارجو په تشکیلاتو کې د یوه ګاونډي هیواد یو نفوذي جاسوس او سرسخت تکفیری دی او اوس د داعشیانو تبلیغاتي چارې پر مخ وړي.
د اوس لپاره داعشیان په افغانستان کې ځپل شوي دي. په ۱۴۴۴ ه. ق. کال کې د داعشیانو بریدونه له ۷۵ څخه تر ۹۰ سلنه پورې را کم شوي وو او د روان ۱۴۴۵ ه.ق. کال په لومړیو میاشتو کې د داعشیانو بریدونه ۹۵ سلنه راکم شوي دي. ښه بیلګه یې داده چې داعشیانو د ۲۰۲۴ نوي میلادي کال له پیله کوم عملیات په ټوله نړۍ کې اعلان کړي او تر اوسه یې ۱۰۲ بریدونه سرته رسولي، په دې کې یې یوازې دوه کوچني بریدونه په افغانستان کې په ملکي وګړو سرته رسولي دي. (المرصاد) ته چې له استخباراتي سرچینو څخه کوم معلومات لاسته رسېدلي، ددې بریدونو عاملین هم نیول شوي دي.
نو ویلای شو چې په افغانستان کې د داعشیانو ۹۰ سلنه رهبري له منځه تللې، افرادي ځواک یې له لاسه ورکړی. اوس د داعشیانو د خراسان څانګې مرکزیت له افغانستانه بهر دی او څرنګه چې په افغانستان کې یې د بریدونو ظرفیت له لاسه ورکړی، له همدې امله یې ډیر تمرکز په نوره نړۍ باندې دی.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version