د داعش جنګیالي له خولې یې واورئ…!!

مرکه کونکی: منصور الهام

د طالبانو لخوا د داعش یو غړی نیول شوی او ورسره مرکه شوې، تاسو هیوادوالو ته مو یو څو مهمې نقطې دلته نشر کړې دي.

سوال: تاسو چې کله تش په نوم خلافت سره بیعت کولو، ولې شرعا کوم جواز مو لرلو؟ تاسو خو یو برحال امارت اسلامي سره په بیعت جهاد کولو مصروف وئ ولې مو جدایي اختیار کړه؟

جواب:

وروره ډیر ښایسته سوال مو کړی، د جواب درکولو صلاحیت یې نلرم؛ خو د خپل زړه حال به درته ووایم. هغه داسي:

چی کله تش په نوم خلافت راغی مونږ ته خپل دلگی مشر امر وکړ چې مامند ته راشئ، مونږ لس ملگري ورغللو، هلته ډیر خلک ناست ول، یو مو هم پکې نه پیژندلو ټول نالیدلي او ډیر وحشت ناکه معلومیدل. ډیره کرکه مې وشوه ما ویل چې حتما یو موضوع شته خو وخت په تیریدو و. مازیگر ناوخته شو هغه ناستو خلکو خو د ماسپښین لمونځ هم ونکړ، د مازیگر د جمعې احوال مو ورته ورولیږئ، جواب یی راکړو، زمونږ شوی.

مونږ فکر کاوه دوئ به هملته کړی وی خو خبره بدله وه، زمونږ دلگۍ مشر را ته وویل چې تاسو خپل لمونځ وکړئ دوی یې وروسته کوي، مونږ خپل لمونځ وکړو او ناست وو. ماښام هم راغی د معمول مطابق لمونځ مو وکړو هغه ناستو خلکو بیا لمونځ ونکړ.

ماښام ناوخته یې زمونږ له ملگرو یو یو کس وغوښت، زه په قیصه ناخبره وم، چې زما نوبت راورسید، ورننوتلم یو غټ وحشي راباندې لاس واچاوه او راته یې کړه چې هغه د لمونځ کولو ترغیب تا مونږ ته راکولو؟ مال هو. ویل یی مونږ یې سهار کوو ټول په یو ځای بیا بیا کول مو له وسي نه کیږي.

نابلده وم خبری مې نه زیاتولې. زمونږ دلگۍ مشر ور معرفي کړم بل شخص ته او ورته یې ویل دا فلانی نومیږي او د فلانکي ولایت او ولسوالي دی. نو ورغبرگه یې کړه چې زه قسم مو درست شو بهرني مجاهد هم راسره بیعت وکړ.

زه حیران شوم پوښتنه مې وکړه څنګه بهرنی؟ چا سره بیعت؟ او د کوم مقصد لپاره؟

د هغوئ مطلب د بهرني نه دا و چې بیعت مو ننگرهار کې وکړ او زه خو اصلآ د بل ولایت وم، دوئ د یوه بهرني سره مشابه کړم. نو خبره د بیعت راغله، راته یې ویل دا لس زره کلدارې واخله ستا لپاره هره ماهانه لس زره کلدارې به د خپل دلگۍ مشر نه اخلې!! ډیر خوشحاله شوم چې شاید د اسلامی امارت لخوا وي ځکه مونږ خو کله هم ماهانه نه وه اخیستې او نه مو پیژندله.

شکر مې وویست مال زه د کور خرچه او د پلار جان د تداوي روپۍ خو وشوې. یو زوړ موټرسایکل راسره و سوچ مې وکړ درې میاشتی بعد به دا هم نوی کړم تر څو وکولای شم چریکي بریدونو ته ادامه ورکړم او دا د امریکې غلامان ریز مریز کړم په خپلو بریدونو. دا مې خیالی سوچونه ول.

د بیعت والا راباندې یو ناڅاپه غږ وکړ،سنگه چورت کې لاړې؟ مجلس ختموو لاس دې راکړه چې بیعت سره وکړو! ډیر په نه زړه یو ځل بیا سوچ یوړم چې دا بیعت د څه لپاره؟ مونږ خو په بیعت کې یو، نو مات کړی خو مې نه دی.

لاس مې ورکړ، راته یې ویل تکړه شه د قوم سپین ږیري وژنه، مخور او پوه خلک مه پریږده، مکتبونه سوزوه او شفاخانې خپل مرکزونه کړئ. نورې هم ډیرې خبرې وشوې خو دا یې د سر سر خبرې وې. چې بهر را وتلم مخه ښه ورسره مې وکړه. ملگری مو ناست ول نیمه شپه وه دلگۍ مشر راته ویل ځو به له خیره خپل ځای ته مال صحیح ده امیر صیب.

له دی ځایه مو د حرکت حال و چې دوه څرخکې طیارې راغلی او زمونږ د ملاقات خونې سره یې ناسته وکړه، زمونږ ملگري سره تقسیم شول تر څو محاصره یې کړو او خپل ځانونه ترې خلاص کړو، ټول ملگري گوته په ماشه وو د امیر امر ته مو انتظار و، چې دلگۍ مشر مو راغبرگه کړه، ولې ځوانانو پاسئ! حرکت وکړئ چې پخیر کلې ته ورسو، مال وه امیر صیب! طیارې کیناستې اوس گوره جگړه شروع کیږي، سنگه به ځ،.

دلگۍ مشر مو ډیر اسویلي له خولې وایستل او غږ یې وکړ چې نور بې غمه شئ زمونږ او ستاسو د ملگرو وژل له دوئ خلاص شول، اوس زمونږ او ستاسو په لاسو د هغو خلکو وژل او مرگونه شروع شول کومو چې د پلانکي او پلانکي سره بچیان جهاد کوی او د امارت اسلامي سره په صف کی ودریږي.

ما ورغبرگه کړه امیر صیب ولې مونږ هم د اسلامی امارت سره یو کنه!، امیر صیب مو مسکی شو او ویې ویل: پام اوس هغه نوم لاړو ختم شو له مونږه، او اوس راته دا نوم اخیستل کیږي ځانونه خبر کړئ، مونږ چې کومو مشرانو سره اوس ملاقات وکړ، دوی وویل چې امارت اسلامي خو که کامیاب شو بیا به جنگونه نه وي، اختطاف به نه وي، خپل د خوښې حکومت به نه وي، زمونږ بدمعاشي به ختمه شي.

زه څه خبر وم چې زمونږ دلگۍ مشر به پوخ ډاکو او غل وي، زما خو ټولې دوه میاشتې تیرې وې هغه هم مسافر وم. دلگۍ مشر به مو بل کلی کې و د نورو ملگرو سره، زه دلته نوی راغلی وم زیات ملگری مې په تعرض او شپنیو حملو بلد کړل او ډیرې پوستې مو ونیولې، نو دلگۍ مشر مې ویل که غواړئ چې خپل حکومت مو وي د پوښتنې والا مو څوک نه وي، خپل سری کارونه کوئ، نو ما سره د پخوا په شان ودریږئ او کنه همدا مو د اجل ځای دی. ټولو ورغږ کړ، باقیه باقیه!!

لږ څه وخت وروسته طیارې جیگې شوې، امیر صیب ته یې زمونږ په مخابره کې غږ وکړ چې ستاسو د ملاقات والا ولاړل تاسو هم ورځئ خپل ځای ته او په خپلو درکول شویو کارونو شروع وکړئ.

  ادامه لري …
ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version