د خیبر د غزا په زړه پورې تصویرونه

لیکوال: عبدالحمید جوده السحار
ژباړن: شرر ساپی

نبي _صلی الله عليه وسلم_ محمد بن مسلمه ته وويل:

– سبا به بېرغ داسې چاته ورکوم چې الله او د هغه رسول سره مينه لري او الله او د هغه رسول ورسره مينه لري، ماتې به نه خوري د هغه په لاس به الله خيبر فتح کړي او ستا د ورور قاتل به ووژني.

په دغه وخت کې هر هغه صحابي چې د رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ سره يې ځانګړی مقام لره هيله وکړه چې دغه بېرغ وروسپاري. عمربن الخطاب هيله څرګنده کړه چې کاش دغه سړی دا وي هغه مشري يواځې د دغې ورځې لپاره غوره کړه، خلک ويده شول ټوله شپه يې فکر کاوه چې چاته به بېرغ ورکوي، کله چې سهار شو ټول رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ته راټول شول هر يو هيله لرله چې بېرغ ورکړي، نبي _صلی الله عليه وسلم_ وويل:

– علي بن ابي طالب چېرته دی؟

– ای د الله رسوله هغه له سترګو په عذاب دی.

– څوک به يې راولي؟

سلمه بن الاکوع ورپسې ورغی راويې غوښت، په خپل اوښ راغی له اوښ نه کوز شو د هغه سترګې خوږيږدې سترګې يې په يوه ټوټه تړلې وې، سلمه د لاسه نېولی و رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ته يې روان کړ، نبي _صلی الله عليه وسلم_ ورته وويل:

– ولې؟

– سترګې مې خوږې شوي.

– ماته رانژدې شه.

خپل سر يې د نبي _صلی الله عليه وسلم_ په غېږه کې کېښود سترګې يې ورخلاصې کړې ويې سولولې داسې روغ شو چې ته واه هيڅ ناروغي يې نه لرله، نبي _صلی الله عليه وسلم_ ورته خپله زغره ور واغوسته خپله توره ذوالفقار يې تر شا ور وتړله، بېرغ يې ورکړ او ورته يې وويل:

– روان شه او شاته مه ګوره.

لږ چې مخکې لاړ ودريد خو شاته يې مخ راونه ګرځاوه، بيا يې چېغه کړه :

– ای د الله رسوله دې خلکو سره په څه جګړه وکړم؟

– تر هغې ورسره جګړه وکړه څو چې په دې ګواهي ورکړي چې له يوه الله پرته بل څوک د عبادت وړ نه دی او محمد د الله رسول دی، که يې داسې وکړل نو بيا يې وينې او مال ته په ناحقه ګوتې مه وروړه او د هغوی حساب په الله تعالی دی: او په دې يې پوه کړه چې د الله حق وپيژني په الله سوګند که يو تن ته الله ستا په لاس هدايت وکړي نو ستا لپاره د سرو اوښانو نه هم غوره دی.

علي بېرغ واخيست سره ارغواني چپن پرې پرته وه منډې يې وهلې د کلا لاندې يې ولګاوه،د کلا له سره يو تن يهودي راښکارشو او ويې ويل:

– ته څوک يې ؟

– علي بن ابي طالب يم.

د کلا جنګيالي ورته راووتل په دوی کې د مرحب ورور حارث هم و، په زړورتيا او قوت مشهور و، دواړه خواوې سره مخ شوې سخته جګړه ونخښته سړي سړو ته ورلاندې وتل، خو مسلمانان په شا شول او علي کرم الله وجهه په خپل ځای لکه د غره ولاړ دی، په حارث يې بريد وکړه په يوه شېبه کې يې وواژ، کله چې مسلمانانو د علي ميړانه او مقاومت ولېده نو په دښمنانو لکه بازان راغوټه شول. د يهودانو زړونه د حارث په مرګ وښويدل، مات شول او خپلو کلاګانو ته په شا شول او د مسلمانانو غږونو خيبر خوځاوه:

– يا منصور امت .. يا منصور امت.

د کلا څښتن مرحب راووت اوسپنيز خول يې په سر کړی و، د خول د پاسه يې ډبره پرته وه او دغه بيتونه يې زمزمه کول:
خيبر پوهيږي

چې زه مرحب يم

وسله پرغاړه

ښه مجرب يم

چې جګړه راشې

لکه د اور شم

نيزې منډمه

تورې وهمه

زما ناموس

لکه سور اور دی

ورلنډېدلی

ورته څوک نه شي

علي يې مبارزې ته ورووت او دغه بيتونه يې زمزمه کول.

زه هغه څوک يم

چې نوم مې ايښی

مور ازمری دی

د ځنګلونو

په څېر زمری يم

په خپله توره

به مو تلمه

مرحب ورباندې بريد وکړ علي کرم الله وجهه په ډال واخيست، بيا پرې علي ګزار وکړ په سر يې ډبره ورماته کړه او اوسپنيز خول يې ورڅېرې کړل سر يې دوه ځايه شو او غاښونو ته يې توره ورسېدله .

عامربن الاکوع غوښتل چې يهودي په پښه باندې په توره ووهي هغه خطا شو د تورې څوکه راغله او په خپل زنګون يې ولګېد په خپلو وينو کې راوغورځيد، مسلمانانو د رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ عسکر کوټ ته انتقال کړ.

له مرحب وروسته د هغه ورور ياسر راووت او دغه بيتونه يې زمزمه کول:

خيبرپوهيږي

چې زه ياسر يم

وسله پرغاړه

تورزن باتور يم

چې مخامخ شي

زمري جګړې ته

زما ناموس کې

مرګي حاضر وي

بيا يې غږ کړې:

ـ څوک جنګيالی شته؟

زبير بن العوام ورووت مور يې صفيه بنت عبد المطلب د رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ترور ورته ګوري سختې وېرې راخيستې هغه پوهيږي چې ياسر د يهودانو له زړورو اسپورانو او اتلانو څخه دی، نه يې شو کولی چې په خلاصو سترګو وروګوري وراخطا شوه نو ويې ويل:

– ای د الله رسوله دا خو مې زوی وژني.

– بلکې ستا زوی به يې وژني انشاء الله.

زبير له ځان سره دغه بيتونه زمزمه کول :

خيبر خبر دی

چې زه زمری يم

مشر د مشرو

يم، توريالی يم

کمزوری نه يم

ها د وياړنو

ساتونکي څه شول؟

هغه په دوی کې

مننونکي څه شول؟

ياسره پام چې

ته غره نه شي

په دې کافرو

راټوليدنه د دوی ده

داسې

لکه سراب چې

سترګې تېر باسي

زبير او ياسر سره يو پر بل د تورو ګزارونه کوي خو زبير پرې داسې ګزار وکړ چې ځاي پرځای يې کړ، مسلمانانو د تکبير چېغه پورته کړه د صفيې په شونډو د ډاډ مسکا خپره شوه که څه هم سترګې يې له اوښکو ډکې شوې، رسول الله _صلی الله عليه وسلم_ ورته وويل:

– کاکا او ماما دې درنه قربان شه،هرنبي مرستندويان لري او زما مرستندوی زبير دی.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version