د خپل فکر په کپسول کې بندو خوارجو ته!

محمود محفوظ

 

داعش په نوې النباء مجله کې له نړیوالو سره د اسلامي امارت پر اړیکو باندې اعتراضونه کړي دي.

دوی ویلي؛ چې طالبان له صلیبي کفارو سره د اړیکو جوړولو هیله لري، ځکه چې د اسلامي امارت د نړیوال مشروعیت په مخ کې امریکا خنډ ده نو ځکه باید دوی له صلیبیانو سره اړیکي جوړې کړي.

دوی دا هم ویلي، چې طالبان د امریکا له نا رضایتۍ سر ټکوي او په ترڅ کې یې دوی د امریکا له مخالفینو لکه چین، روس او ایران سره چې د اسلام دُښمنان دي هم اړیکې جوړوي. په پای کې یې له خپلو جنګیالیو غوښتي چې د اسلامي امارت په شمول د ترکیې او قطر د حکومتونو مشران ووژني، ځکه چې دوی له یهودو او امریکایانو سره اړیکې جوړوي او عادي کوي او د اقصی مسجد ته د رسېدو او د هغه د دفاع په لاره کې خنډ دي.

زه به دغه د خپل فکر په کپسول کې بندو خوارجو ته په لنډو ټکو کې داسې ووایم.

چېرته چې اسلام د يو سياسي نظام په حیث راڅرګندېږي، هغه نظام به په خپل تشکيل کې امير لري وزیر، سفیر، والي او ولسوال به لري قاضي او محکمه به لري، سياست او حکومت به کوي، د يو ملت اداره به په لاس کې اخلي، اقتصادي وده او پرمختګ به کوي اولسونو ته به د هوسا ژوند زمينه برابروي، تعليم او تربيې ته به وده ورکوي او د نوي نسل روزنه به کوي، دا او دې ته ورته نور ټول هغه مسائل چې په يو ملت پورې اړه ولري، ټول به دغه نظام ته ور تر غاړه وي او نظام به ټولو مسائلو او اړتياوو ته رسيدګي کوي، همدارنګه چې د يو نظام اتباعو ته دومره مسوليت ورترغاړه کېږي، نو معلومه خبره ده چې هغه به له نورو نظامونو او حکومتونو سره اقتصادي، سیاسي، تعليمي او د ژوند په بېلابېلو مسائلو کې بېلابېل راکړه ورکړه کوي، هغه به د خپل فکر په کپسول کې بند نه پاتې کېږي، که چېرته اسلامي نظام انزوا اختيار کړي، آيا خپل ملت به قناعت ورسره وکړي؟

آيا خلک به د نظام له کړنو او اتباعو څخه کرکه او نفرت نه کوي؟

آيا دغه انزوا به د اسلام د سیاسي ماتې لامل نه شي؟

دا خو خيالي خلافت نه دی چې سیمه د بل چا په واکمنۍ کې وي او والي ته ورته ټاکې، دا خو د اسرئیلو د د دولت ساتنې پروژه(داعش) نه دی چې د اسرائيلو د ساتنې لپاره به د اسلام تر نامه لاندې کار کوي، په کومو هېوادونو کې چې د یهودو خلاف اشخاص راپیدا شي دوی يې هدف ګرځوي، له کوم محراب او ممبر څخه چې د يهودو خلاف خبره کېږي له هغه محراب، ممبر او مسجد سره په ښکاره ډول دُښمني اعلانوي، پورتني مملکتونه چې دوی يې خپل هدف ګرځوي، تاسې يې وګورئ، زه به صرف د افغانستان خبره وکړم، زموږ هېواد او د هېواد اتباع له يهودو سره د هر ډول دُښمنۍ اعلان کوي او د بيت المقدس د آزادۍ هيله او آرمان لري. په هغه دوه نورو هېوادونو تاسې تبصره وکړئ. آيا په دنيا کې نور هېوادونه نه وه چې دوی دغه هېوادونه ياد کړل؟

د دوی له دغه نظر څخه په ښکاره ډول مالومېږي چې دوی د اسرائیلو د دولت ساتونکي دي.

په دې ناسنجول شوي فکر سره دوی خپلو خالي ذهنه کشرانو ته نا سنجول شوې فتوا صادروي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version