د خوارجو ډلې اوولسمه برخه!

لیکوال: مفتي حماس

د خوارجو لويې ډلې اته دې
اَلمُحَکِّمة، الأَزَارِقَة، النَّجَدات، البَيهَسِيّة، العَجَارِدَة، الثَّعَالِبَة، الإِبَاضِيَّة او الصُّفرِيَّة، دغه ډلې هره يوه مختلف عقايد لري او هر يوه واړه واړه ښاخونه لري، په دې ليکنه کې د هرې يوې ډلې يو څه وضاحت ورکوو:

اوله ډله:
اَلمُحَکِّمة:
دا هغه خوارج دې کومو چې د علي رضي الله عنه په خلاف دا غږونه اوچت کړل: (إنِ الحُکمُ إلا ِلله ) دا هغه وخت ؤ کله چې علي او معاويه رضي الله عنهما د خپل منځي منازعاتو د حل په خاطر ابو موسی اشعري او عمرو بن العاص رضی الله عنهما حَکم وټاکل شو، لدينه وروسته دولس زره کسان له کوفي نه ووتل او د حَرُوراء په ښاريه کې ميشت شول.

اَلمُحَکِّمۀو بدعات:
اول:
د‌ دوی په نزد امير ته ضرورت نشته او که حاجت راغی نو حتمي نده چې قريشي او حُر به وي، بلکې غلام او عجمي هم اميرالمؤمنين کيدای شي.

دوهم:
دوی وايي: انسان حَکَم (دريم ګړی) نشي کيدای او علي رضي الله عنه د تحکيم (مرکې) په مسئله کې خطاء شوی ځکه هغه سړو ته فيصله ورسپارله، سره له دې چې چې فيصله يوازي الله تعالی لره ده.
د‌ دوی دا خبره به صريح آيت څخه خلاف ده.
الله تعالی فرمايي:
﴿ وَإِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَيْنِهِمَا فَابْعَثُوا حَكَمًا مِنْ أَهْلِهِ وَحَكَمًا مِنْ أَهْلِهَا إِنْ يُرِيدَا إِصْلَاحًا يُوَفِّقِ اللَّهُ بَيْنَهُمَا إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا خَبِيرًا ﴾.
النساء (35).

ژباړه:
او که د ښځې او خاوند تر مینځ د بيلتون ويره درسره وه نو د خاوند له کوره يو دريمګړی او د ښځې له کوره يو دريمګړی واستوی، که دوی اصلاح وغواړي نو الله تعالی به يې سره جوړ کړې، يقيناً الله تعالی ښه عالم او خبردار دی.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version