د خوارجو پېژندنه

لیکوال: مولوي ابو حامد

دا چې د خوارجو په اړه ډیر احادیث او وعیدونه راغلي، او نن سبا ځیني کسان د خوارجو په څیر تشدد کوي ، نو دا مو مناسبه وبلله چې د خوارجو څه نا څه پېژندنه او صفات ذکر کړو ؛ تر څو مخلص مجاهدین له دغه رنګ صفاتو او اعمالو څخه ځان وساتي.
د خوارجو لغوي تعریف :
خوارج د خارج جمع ده له خروج نه مشتق ده او خروج وتلو ته وایې، او خارج په لغت کې وتونکی ته وایې ،لکه له کوره وتلی ، او خوارج ډیر وتلي کسان .
د خوارجو اصطلاحي تعریف :
شهرستاني د خوارجو تعریف کې لیکي :
كل من خرج عن الامام الحق الذي اتفقت الجماعة عليه يسمى خارجيا ,سواء كان الخروج في ايام الصحابة على الائمة الراشدين , او كان بعدهم على التابعين باحسان , والائمة في كل زمان . الملل واالنحل
ژباړه :هر څوک چې د حق امام کوم چې د مسلمانانو پري اتفاق راغلی وی له اطاعت څخه ووځي هغه خارجي بلل کیږي ، که د صحابه وو په وخت کې وي د خلفاء راشدینو مقابل کې وي ، او یا له هغې وروسته د تابعینو او د نورو امیرانو مقابل کې وي

د خوارجو اول ظهور :
خوارج اول ځل د علي رضی الله عنه خلافت کې په کال 🙁 37ه) کې ښکاره شول ، کله چې علي او معاویه رضی الله عنهما د خپل منځي شخړو د حل او فصل په خاطر ابو موسی او عمرو بن العاص رضی الله عنهما حکم وټاکل دغه مهال یوه ډله د علي رضی الله عنه له لښکرو د هغه په خلاف راپورته شوه ، او داسې آوازونه به یې کول :(ان الحکم الا لله)له الله پرته بل چاته فیصله نشته . علی رضی الله عنه په جواب کې وویل :(کلمة حق اريد بها الباطل )د حق په خبره ناروا غوښتل کیږي.
د خوارجو مقصد دا وو چې علي رضی الله عنه پدغه حکم (ثالث بالخیر )ټاکلو سره کافر شو؛ ځکه چې حکم کول تر الله تعالی پوري خاص دي ، او علي رضی الله عنه په انسانانو فیصله وکړه .او علي رضی الله عنه د جواب مطلب داده:چې دغه ستاسو خبره روغه ده ، لکن ستاسو غرض جې زما تکفیر دی صحیح نه ده .
خوارج په ابتداء کې یوه ډله وه خو د ځینو اعتقادي بدعاتو له وجې یوه مبتدعه مذهبي ډله جوړه شوه ، دغه عقاید او بدعات چې هر چا کې راشي علماء ورته خوارج وایې ، که له اسلامي نظام سره سیاسي مخالفت لري یایې نه لري

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version