د خوارجو پېژندنه

لیکوال: مفتي حماس
څلورمه برخه!

زه تاسو ته د الله تعالیٰ قسم درکوم او در څخه پوښتم آيا د انسانانو تحکيم د يوه خرګوش په قتل او د يوې ښځې په معامله کې افضل دی، که د مسلمانانو تر مينځ د معاملاتو په درستوالي او د هغوی تر مينځ د خونريزي په بندولو کې افضل دی؟

خوارج: بلکه همدغه افضل دی.

ابن عباس: دا خبره ختمه شوه؟

خوارج: هو! ختمه شوه.

ابن عباس: تر کومه ځايه چې تاسو دا ويل دي، چې هغه جنګ وکړ او مخالفين يې بنديان نه کړل او نه يې د غنيمت په مال باندې قبضه وکړه، نو تاسو ما ته دا وواياست! آيا تاسو د خپلې مور ام المؤمنين عائشة رضي الله عنها بندي کولو ته تيار ياست؟ په الله تعالی قسم! که چيرته تاسو دا وواياست، چې هغه زمونږ مور نه ده، نو تاسو له اسلام څخه وځئ او که چيرته تاسو دا وواياست، چې هو! مونږ د هغې بندي کولو ته او له هغې سره د مريې په څير سلوک کولو ته تيار يو، نو بيا هم تاسو له اسلام څخه خارجيږئ، تاسې په دواړو صورتونو کې د ګمراهي ښکار کيږئ، ځکه چې د الله تعالیٰ فرمان دی:

[ اَلنَّبِیُّ اَوۡلٰی بِالۡمُؤۡمِنِیۡنَ مِنۡ اَنۡفُسِہِمۡ وَ اَزۡوَاجُہٗۤ اُمَّہٰتُہُمۡ ؕ] .
ژباړه: نبي ډير وړ دی له مؤمنانو سره له نفسونو د دوی (د احکامو په انجام) او ښځې د دغه (نبي الله) ميندې د دوی دي (تعظيماً او تحريماً)

ابن عباس: څنګه دا خبره تاسو منئ؟

خوارج: هو! منو يې.
ابن عباس: تر کومه ځايه چې ستاسو د هغې خبرې تعلق دی چې حضرت علي رضي الله عنه له خپل نامه څخه د اميرالمومنين لفظ ړنګ کړ، نو تاسو ښه پوهيږئ، چې د الله تعالی رسول صلی الله عليه وسلم چې د حديبيه په ورځ د مشرکينو له نماينده ګانو ابوسفيان بن حرب او سهيل بن عمرو سره صلح نامه ليکله، نو نبي کريم صلی الله عليه وسلم حضرت علي رضی الله عنه ته حکم وکړ، چې هغه د صلح شرائط وليکي، حضرت علي رضی الله عنه وليکل! د دغه تحرير له مخې محمد رسول الله د مکې له قريشو سره صلح وکړه، مشرکینو وویل: په الله قسم! مونږ نه يو پوهيدلي، چې ته د الله رسول يې، که چيرته مونږ پوهيدلي وای، چې ته د الله رسول يې، نو هيڅکله به مو جنګ نه ؤ کړی، بيا نبي کريم صلی الله عليه وسلم وويل: اې الله! ته ښه پوهيږې، چې زه رسول الله يم، اې علي! دا ړنګ کړه او داسې وليکه دا هغه معاهده ده د کومې مطابق چې محمد بن عبد الله صلح کړې، په الله قسم! رسول الله صلی الله عليه وسلم له حضرت علي رضي الله عنه څخه ډير زيات افضل او بهتر دی او که چيرته هغه د صلح په خاطر له خپل نام څخه رسول الله ړنګ کړی وي، نو د حضرت علي رضي الله عنه لپاره د داسې کار کول بيا څنګه ناجائز کيدلای شي؟ د حضرت عبد الله ابن عباس رضي الله عنهما له دلايلو څخه لا ځواب شول، دوه زره توبه کونکي شول او باقي نور ټول د جنګ کولو لپاره ووتل، مګر ټول قتل کړی شول.

ددغه بحث او مناظرې په نتيجه کې ځينو خوارجو د خليفة المسلمين حضرت علي رضی الله عنه اطاعت دوباره قبول کړ او ځينې نور په خپله ګمراهي باندې قايم پاتې شول، حضرت علي رضي الله عنه د کوفې په مسجد کې هغوی ته خطاب کاوه، نو هغوی د مسجد له دربچو څخه ويل (لاحکم الا لله) هغوی دا هم ويل: ته د شرک مرتکب شوی يې، ځکه چې تا خلک حکم جوړ کړي، مګر کتاب دې حکم نه دی جوړ کړی.

سيدنا علي رضي الله عنه د هغوی په ځواب کې وويل: زه له تاسو سره د دريو خبرو وعده کؤم.
۱- زه تاسو مسجدونو ته له راتلو نه منع کوم.
۲- زه د فی په مال کې د ستاسو برخه نه ورکوم.
۳- زه له تاسو سره د جنګ په کولو کې لومړيتوب نه کوم، په دې شرط چې تاسو په خپله شر فساد شروع نه کړی.

له دې وروسته هغوی په يوه ځای کې کمين ګاه جوړه کړه او چې کله به هم کوم مسلمان دوی ته نږدې تيريده، نو هغه به يې ونيو او قتل به يې کړ، د دوی دغه لاس اوږدونه دې حد ته را ورسيده چې دوی جليل القدر صحابي حضرت عبد الله بن حباب بن ارت رضي الله عنه هم شهید کړ او د هغه داهليه محترمې خيټه يې ور څيرې کړه،
حضرت علي رضي الله عنه هغوی ته پيغام ور وليږه، تر څو هغوی ورته ووايي چې دا چا قتل کړل؟ په ځواب کې خوارجو وويل: مونږ ټولو هغه قتل کړ، حضرت علي رضي الله عنه د جنګ لپاره تياري وکړه او د نهروان په مقام کې يې د يوه سخت جنګ په نتيجه کې هغوی ته يو په څلوره بدترين شکست ورکړ.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version