د خوارجو په اړه د رسول اکرم (ص) وړاندوينه

لیکوال: مولوي احمد غزالي

( صحيح بخاري : د بدء الخلق کتاب : په اسلام کې د نبوت د نښو باب) په خپل سند له حضرت ابي سعيد خدري روايتوي، چې وايي : يوه ورځ د خداى له استازي سره وو،چې بېت المال يې ويشه، چې د بني تميم د ټبر ذوالخويصره راغى او ويې ويل : رسول الله ! عدالت کوه. رسول اکرم (ص) ورته وويل : (( پر ځان ووېرېږه ! که عدالت و نه کړم؛نو خائب او خاسر به شم .حضرت عمر بن خطاب وويل : رسول الله اجازه راکړئ ورمېږ ترې غوڅ کړم . پېغمبر اکرم وویل: پرېږ يې ده؛ ځکه هغه به داسې ملګري پېدا کړي،چې ستا لمونځونه او روژې به د هغوى د لمونځونو او روژو پر وړاندې ډېر ناڅيزه وي؛قرآن به وايي؛خو له مريو به يې لاندې نه ځي او د خداى دين به داسې ټوټه ټوټه کړي،چې د خپلو غشيو موخه به يې کړي،تردې چې وايي : يو تور مخى سړى _ به يې مشري کوي _ به وي، چې يو لاس به يې د ښځې د تي په څېر وي او د خلکو له تر ټولو غوره ډلو به راپاڅي.)) حضرت ابو سعيد قسم خوري،چې دا حديث يې له رسول الله اورېدلى و، او حاضر وم چې له حضرت علي بن ابيطالب سره خوارجو جګړه وکړه او ټول يې وځپل او بيا يې حکم وکړ،چې د هغه سړي مړى يې ورته راووړ او ومو ليدل،چې لاس يې د ښځې د تي په څېر دى .

دا روايت ( نسائي : خصايص : ٤٣ او ٤٤ مخونه ) ، ( مسلم؛ صحيح : د زکاة کتاب ) ، ( ابن اثير جرزي؛ اسدالغابه : دويم ټوک،١٤٠ مخ د ذي الخويصره په ژباړه کې له حضرت ابي سعيد خدري؛ په دې روايت کې راغلي،چې د حنين د جګړې غنيمت ويشل کېده ) ، ( ابن جرير طبري؛ تفسير: لسم ټوک،١٠٩ مخ ) ، ( احمد بن حنبل؛مسند :درېم ټوک،٥٦ او ٦٥ مخونه ) ، (هيثمي؛مجمع : شپږم ټوک،٢٣٤ مخ ) په دې اړه روايتونه نقل کړي،چې په وروستي کې يې راغلي : چې حضرت علي ته يې د نوموړي کس مړى راووړ؛نو خلک يې وپوښتل : څوک دا سړى پېژني؟ورته وويل شول : موږ يې پېژنو او نوم يې حرقوس دى او مور يې دلته ده . حضرت علي وويل : ولاړ شئ او مور يې راولئ . مور يې چې راغله؛نو وپوښتل شوه : دا څوک دى؟ ويې ويل :نه پوهېږم،چې د چا زوى دى؛ ددې لپاره،چې په جاهليت کې ما په ربذه کې ګډې سرولې؛نو د ظلمت په څېر يو څه راباندې راپرېوتل او دا ماشوم مې پر ګېډه شو .

( ذهبي؛ ميزان الاعتدال : دويم ټوک،٢٦٣ مخ ) ، ( صحيح مسلم : کتاب صلوة : باب تحريص خوارج) ، (ابن ماجه؛صحيح : باب ذکر خوارج ) ، ( ابوداود؛ صحيح : دېرشم ټوک، باب قتال خوارج ) ، ( احمد بن حنبل؛مسند : لومړى ټوک،٧٨ مخ ) ، (صحيح مسلم : کتاب زکاة : د خوارجو د وژلو د تحريص باب ) په دې باب روايتونه راوړي،چې په وروستي کې يې زيد بن وهب جهني وايي : يو سرتېري (چې له خوارجو سره په جګړه کې له حضرت علي سره و) وويل : يوه ورځ حضرت علي وويل : ايهاالناس ! ما د خداى له استازي اورېدلي وو : ((ډېر ژر به مې له امته يو ډله راپاڅي،چې د قرآن لوست به يې ستاسې د قرآن له لوست سره هېڅ اړه نه لري او لمونځ او روژه يې ستاسې له لمونځ او روژې سره هېڅ اړه نه لري؛خو قرآن وايي او داسې ګومان کوي،چې ته وا قرآن يې ملګرى دى؛ خو قرآن يې دښمن دى او لمونځونه يې له مريو نه تېرېږي او له اسلامه به داسې په ځغاسته وځي؛لکه غشى له ليندۍ )) او هغه لښکر چې له دوى سره جنګېږي؛ نو پوه دې شي،چې د پېغمبر اکرم پر ژبه د دوى لپاره څه برخليک تقدير شوى دى؛نو نور به لاس له عمله وانخلي او ددې خلکو نښه داده،چې يو داسې سړى پکې دى،بې مړونده مټ لري او د مټ په پاى ؛يعنې پر اوږه يې د ښځو د تي په څېر يو شى دى،چې سپين ويښتان پرې راختلي _ تر دې چې وايي : نو يو بل به ووژني او په خلکو کې به يوازې دوه کسان مړه شي . تر جګړې وروسته حضرت علي وويل : ولاړ شئ او هغه مجدع _ هغه چې لاس يې نيمګړى وي _ پېدا کړئ . اصحاب ولاړل؛ خو مړى يې و نه موند. پخپله حضرت علي په مړيو کې لټه پيل کړه، چې و يې موند،چې په مړيو کې پړمخ پروت دى. امام تکبير ووايه او و يې ويل : صدق رسول الله . په اصحابو کې عبيده سلماني (رض) پاڅېد او ویې پوښتل : اميرالمؤمنينه ! ستا دې قسم پر هغه خداى وي،چې بې له هغه معبود نشته، آيا دا هر څه دې د خداى له استازي اورېدلي وو؟امام وويل : هو! قسم پر هغه خداى،چې بې له هغه بل معبود نشته.سلماني درې ځلې قسم ورکړ او حضرت علي هم درې ځل قسم وخوړ، چې دا وړاندوينه رسول اکرم کړې وه .

دا روايت ( ابوداود؛ صحيح : دېرشم ټوک، باب قتال خوارج ) ، ( احمد بن حنبل؛مسند: لومړى ټوک،٩١ مخ ) او ( بيهقي؛سنن : اتم ټوک،١٧٠ مخ ) او د حديث نورو امامانو هم روایت کړى دى

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version