د خوارجو په اړه د رسولﷲ ﷺ وړاندوينه

( صحيح بخاري: د بدء الخلق کتاب په اسلام کې د نبوت د نښو باب) په خپل سند له حضرت ابي سعيد خدري رضي الله عنه روايت کوي، چې وايي:
يوه ورځ د ﷲ تعالیٰ له استازي سره وو، چې بېت المال يې ويشه، د بني تميم د ټبر ذوالخويصره راغى او ويې ويل: رسولﷲ ﷺ عدالت کوه! رسولﷲ ﷺ ورته وويل: (( پر ځان ووېرېږه! که عدالت ونه کړم، نو خائب او خاسر به شم.

حضرت عمر بن خطاب وويل:
رسولﷲ ﷺ اجازه راکړئ ورمېږ ترې غوڅ کړم.
رسولﷲ ﷺ وویل: پرېږ يې؛ ځکه هغه به داسې ملګري پېدا کړي، چې ستا لمونځونه او روژې به د هغوى د لمونځونو او روژو پر وړاندې ډېر ناڅيزه وي، قرآن به وايي، خو له مريو به يې لاندې نه ځي او د خداى جل جلاله دين به داسې ټوټه-ټوټه کړي، چې د خپلو غشيو موخه به يې کړي، تردې چې وايي:

يو تور مخى سړى به يې مشري کوي، چې يو لاس به يې د ښځې د تي په څېر وي او د خلکو له تر ټولو غوره ډلو به راپاڅي.)) حضرت ابو سعيد رضي الله عنه قسم خوري، چې دا حديث يې له رسول الله اورېدلى و او حاضر وم چې له حضرت علي بن ابي طالب رضي الله عنه سره خوارجو جګړه وکړه او ټول يې وځپل او بيا يې حکم وکړ، چې د هغه سړي مړى يې ورته راووړ او ومو ليدل، چې لاس يې د ښځې د تي په څېر دى.

دا روايت ( نسائي. خصايص. ٤٣ او ٤٤ مخونه ) ( مسلم؛ صحيح : د زکاة کتاب ) ، ( ابن اثير جرزي؛ اسدالغابه: دويم ټوک،١٤٠ مخ د ذي الخويصره په ژباړه کې له حضرت ابي سعيد خدري رضي الله عنه؛ په دې روايت کې راغلي، چې د حنين د جګړې غنيمت ويشل کېده )، ( ابن جرير طبري؛ تفسير: لسم ټوک،١٠٩ مخ ) ، ( احمد بن حنبل؛مسند :درېم ټوک،٥٦ او ٦٥ مخونه ) ، (هيثمي؛مجمع : شپږم ټوک،٢٣٤ مخ ) په دې اړه روايتونه نقل کړي چې په وروستي کې يې راغلي، چې حضرت علي رضي الله عنه ته يې د نوموړي کس مړى راووړ؛ نو خلک يې وپوښتل: څوک دا سړى پېژني؟
ورته وويل شول:
موږ يې پېژنو او نوم يې حرقوس دى او مور يې دلته ده.
حضرت علي وويل: ولاړ شئ او مور يې راولئ.
مور يې چې راغله؛ نو وپوښتل شوه:
دا څوک دى؟
ويې ويل:
نه پوهېږم، چې د چا زوى دى؛ ددې لپاره چې په جاهليت کې ما په ربذه کې ګډې سرولې نو د ظلمت په څېر يو څه راباندې راپرېوتل او دا ماشوم مې پر ګېډه شو.

( ذهبي؛ ميزان الاعتدال : دويم ټوک،٢٦٣ مخ ) ، ( صحيح مسلم : کتاب صلوة : باب تحريص خوارج) ، (ابن ماجه؛صحيح : باب ذکر خوارج ) ، ( ابوداود؛ صحيح : دېرشم ټوک، باب قتال خوارج ) ، ( احمد بن حنبل؛مسند : لومړى ټوک،٧٨ مخ ) ، (صحيح مسلم : کتاب زکاة: د خوارجو د وژلو د تحريص باب ) په دې باب روايتونه راوړي چې په وروستي کې يې زيد بن وهب جهني وايي: يو سرتېري (چې له خوارجو سره په جګړه کې له حضرت علي رضي الله عنه سره و) وويل: يوه ورځ حضرت علي رضي الله عنه وويل: ايهاالناس! ما د خداى جل جلاله له استازي اورېدلي وو: ((ډېر ژر به مې له اُمته يو ډله راپاڅي، چې د قرآن لوست به يې ستاسې د قرآن له لوست سره هېڅ اړه نه لري او لمونځ او روژه يې ستاسې له لمونځ او روژې سره هېڅ اړه نه لري؛خو قرآن لولي او داسې ګومان کوي چې ته وا قرآن يې ملګرى دى؛ خو قرآن يې دښمن دى او لمونځونه يې له مريو نه تېرېږي او له اسلامه به داسې په ځغاسته وځي؛ لکه غشى له ليندۍ))
او هغه لښکر چې له دوى سره جنګېږي؛ نو پوه دې شي چې د رسولﷲ ﷺ پر ژبه د دوى لپاره څه برخليک تقدير شوى دى، نو نور به لاس له عمله وانخلي او ددې خلکو نښه داده چې يو داسې سړى پکې دى بې مړونده مټ لري او د مټ په پاى، يعنې پر اوږه يې د ښځو د تي په څېر يو شى دى، چې سپين ويښتان پرې راختلي تر دې چې وايي: نو يو بل به ووژني او په خلکو کې به يواځې دوه کسان مړه شي. تر جګړې وروسته حضرت علي رضي الله عنه وويل:
ولاړ شئ او هغه مجدع _ هغه چې لاس يې نيمګړى وي _ پېدا کړئ.
اصحاب ولاړل؛ خو مړى يې و نه موند.
پخپله حضرت علي رضي الله عنه په مړيو کې لټه پيل کړه، چې ويې موند، په مړيو کې پړمخ پروت دى.

امام تکبير ووايه او و يې ويل:صدق رسول الله.
په اصحابو کې عبيده سلماني رضي الله عنه پاڅېد او ویې پوښتل: اميرالمؤمنينه!
ستا دې قسم پر هغه خداى وي،چې بې له هغه معبود نشته، آيا دا هر څه دې د خداى جل جلاله له استازي اورېدلي وو؟
امام وويل:
هو! قسم پر هغه خداى جل جلاله چې بې له هغه بل معبود نشته.
سلماني رضي الله عنه درې ځلې قسم ورکړ او حضرت علي رضي الله عنه هم درې ځل قسم وخوړ، چې دا وړاندوينه رسولﷲ ﷺ کړې وه.

دا روايت ( ابوداود؛ صحيح : دېرشم ټوک، باب قتال خوارج )، ( احمد بن حنبل؛مسند: لومړى ټوک،٩١ مخ ) او ( بيهقي؛سنن : اتم ټوک،١٧٠ مخ ) او د حديث نورو امامانو هم روایت کړى دى.

( مستدرک الصحيحين : دويم ټوک،١٤٥،١٤٧،١٤٨،١٥٤ مخونه ) په دې اړه روايتونه نقل کړي، چې په وروستي کې يې راغلي: وروسته له دې، چې رسول اکرم غنيمت وويشه؛ نو سړى رامخکې شو، چې پر تندي يې د سجدې ټاپه وه او ويې ويل:

نن دې د غنيمت په ويش کې هېڅ عدالت پلي نه کړ.
رسولﷲ ﷺ له خفګانه خپل لاسونه پر يو بل وموږل او ويې ويل: ((که زه عدالت پلي نه کړم؛ نو تر ما وروسته به څوک عدالت پلي کوي؟
پوه شه چې ډېر ژر به له يوې ډلې سره له دينه ووځې، لکه څنګه چې غشى پر نښه ولګيږي او ښوی ترې ووځي او بيا به دين ته راستانه نشئ؛ هغه ډله چې قرآن به لولي خو له مريو به مو لاندې نه ځي؛ خبرې به يې ښې، خو کړنې به يې ناوړه وي؛ نو که هر چا دا ډله وليده ورسره ودې جنګېږي او هر چاچې دا ډله ووژله نو تر ټولو غوره ثواب به لري او که څوک د دوى له لارې ووژل شول نو د شهادت مقام ته رسېدلي، دوى د خداى تر ټولو ناوړه مخلوقات دي؛ خداى ترې بېزاره دى او ددې ډلې وژونکي هغه دي چې تر ټولوراته نږدې دي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version