د خوارجو نښي نښاني د اوسني عصر خلافت په مدعيانو کي !

لیکوال : نصیر نیازی

خوارج داسلامي ډلو له مينځ څخه نهايت او زښت تند لاره او سخت دريځه ډله ده چې د خپلې ډلې د پيروانو څخه پرته د نورو اسلامي ډلو پيروان مسلمانان نه ګڼي. په اسلامي تاريخ او د خوارجو په پېژندګلۍ کې په څېړنې سره دا خبره څرګنديږي چې هغوي له تنګ نظرۍ نه ډک افکار لرل او له اسلام، قران او الهي خلافت څخه يې غلط مطلب اخېسته او د اسلام له مبارک دين څخه د ناسمي پوهي په ناروغي اخته ٶ، د خوارجو په ژوند کي تر ټولو کمزورى ټکى دا دى چي د هغه مسلمانانو سره يي د حربى کافرو سلوک او چلند کولو چي د دوى د باطل او غلط عقائدو پيروي به يي نه کوله، او د خپل جهالت، ناپوهۍ او بي عقلي په وجه يي مسلمانان تکفيرول، د هغوي وينه، مال او ناموس يي مباح ګڼه.
د خوارجو ډله د افراط او تفريط په سبب ګمراه شوه او د حق له مسيره منحرف شوي، هغوي تکفيري عقائد درلودل د هر چا په مقابل کي يي په پټو سترګو د تکفير حربه کاروله، د چا په مرګ کي يي له احتياط څخه کار نه اخسته فتوى ورکول او په چا د کفر او شرک ټاپه لګول د هغوي د چپ لاس لوبه بلل کيده. خوارجو به هغه مبارک ايتونه چې د کارفرانو او مشرکانو په حقله نازل شوي دي په مسلمانانو او مومنانو باندې حمل کول. ابن عمر په دې حقله وائي: ( خوارجو به هغو ايتونو ته مراجعه کوله چې د کافرانو په حقله وو او بيا به يې هغه په مسلمانانو باندې تطبيق کول، ابن عباس وائي چې د خوارجو په شان مه کېږئ چې هغوي به د قران شريف ايتونه د قبلې په خاوندانو باندې تطبيق کول په داسې حال کښې چې هغه د اهل کتابو او مشرکانو په باره کې نازل شوي وو خو هغوي د ايتونو د مفادو په حقله جاهلان وو.
نو بس د دغو غلطو او جاهلانه مطلب اخېستنو په نتيجه کې به وينې بهېدلې او د مسلمانانو مالونه به يې لوټل. نو بيا چي د داعشو طريقو، د هغوي فتوو، او هغه سياستونو ته کتنه وشي چي د مسلمان امت په وړاندي غوره کړې دي نو پدي پوهيږو چي د دوي روش او طريقه هم هغه د خوارجو د طريقي روش او دوام دى.
داعش هم چې څوک يې د عقائدو مخالف وي نو د هغه د مشرک والي حکم ورکوي او د هغه وينه، مال او ناموس مباح ګڼي، دوي تل د هغو کسانو د تکفيرولو په لټه کې دی چې د دوي عقائد نه قبلوي. دوي دارلاسلام دارالحرب او ځانونه دارالايمان ګڼي چې پکار دي د دوي ښار ته هجرت وشي، په داسې حال کې چې د دين ضرورت دا دى چې هر چا په ژبه باندې شهادتين جاري کړ نو وينه وژغورلې شوه. د داعش په قاموس کې مسلمان یوازې هغه دی چې له بغدادي سره یې بیعت کړی نور ټول مرتدین دي ولو که ټول عمر یې جهاد او د اسلام خدمتونه کړي وي. داعش دخلافت څخه دعربي طرز شاهي دیکتاتوري جوړول غواړي چې هیڅ جهادي ډله نه مني، داعش غواړي چې په هر هیواد کې لویې او سیاسي جهادي ډلې له منځه یوسي، داعشیانو له ځان پرته نور ټول جهادي تنظيمونه خپل دښمنان او د جنګ هدف ګرځولې.
د داعشو باطله مبارزه تر همغه سیمو پورې محدوده ده چې د مجاهدينو تسلط ورباندې وې، د زیاتو جهادي تنظيمونو د سپيڅلې مبارزې مخه ډب کړه. داعش د مسلمه امت حساس پړاو ته رسيدلې برحقې مبارزې دبدنامولو هڅه وکړه، دوي د مسلمانانو څو کلن راټوکیدلی وحدت له منځه یوړو . داعش د کفارو په ضد دجهاد عظيمه پریضه معطل کړه او مسلمانان یې له مرکزي قیادت څخه بې برخې کړل، دوي د کفر لمن یو ځل بیا په اسلامي هیوادونو کې پراخه کړه او د مسلمانانو اصلي هدف چې ټولیز وحدت ده له منځه یوړو. د داعش فتنې سره کفر ته هغه څه په لاس ورغلل چې کفارو په ډیر سختو تکلیفونو او بې حده مصارفو هم نه شو ترلاسه کولای، دوي هغه کړني تر سره کړې چې کفري نړۍ ورته ګوته په غاښ ده. داعش د بې شمیره مجاهدو مشرانو دشخصيت وژنې هڅه وکړه، دوي د زرهاوو شهيدانو شهادت باندې تور داغ پورې کړ، او دزرهاوو مجاهدينو قربانيو ته يي په سپکه سترګه وکتل.
د داعش لیکو ته جلب شوي مجاهدین کم فهمه د زړه په مرض اخته جذباتیان دي او دخلافت باقیه باقیه رنګینو شعارونو غولولي دي. مونږ پوهیږو چې داعش فتواګانې د خپل پیل کړي رواني جنګ د ابزارو په حیث کاروي، دوی خپل مقابل خلک ویروي چې که ورسره ملګري نه شي نو کافر به شي، کله وایي که څوک له بغدادي سره بیعت ونه کړي نو مات میتة جاهلیة … یعني هغه به په جاهلیت مړ شي، دغسې فتواوې دوی یوازې د مسلمانانو د ویرولو او تر اغیز لاندې راوستلو لپاره کاروي. مسلمانان باید د داعش له سختو او غلیظو فتواګانونه ونه ویریږي داعش د برحق امام له اطاعت او مننې څخه وتلى اهل بداعت ،ګمراه او تکفيري ډله ده چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د دي فتني د راتلو څخه له وړاندې یادونه کړې وه چې یقتلون اهل الاسلام و یدعون اهل الاوثان . دوی به مسلمانان قتلوي خوپه بت پرستو یعني کفارو به کار نلري او پریږدي به یې، که ما د دوی د راوتلو زمانه بیامونده د عادیانو په شان به یې اووژنم (یعنې بیخ اوبنیاد به ختم کړم)

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version