د خوارجو نښانې

لیکوال: مفتې ابوالحسن
د خوارجو علایم

1- د خلکو تکفیر:
یعني په خورا آساني د يوې ګناه په ارتکاب سره  مسلمانانو ته د کفر او شرک د اتهام نسبت کوی.
«کان إبن عمررضي الله عنهما يراهم(أي الخوارج) شرار خلق الله،وقال :إنطلقوا إلي آيات نزلت في الكفار فجعلوها علي المؤمنين ) »
روايت بخاري
حضرت عبدالله بن عمررضی الله عنهما خوارج بدترین د خلکو ګڼل او فرمایل به یې: دوی (خوارج) د کفارو په شأن کې راغلی آیاتونه پر مؤمنانو باندې اطلاق وي.
د خوارجو د همدغه زشت او قبیح صفت په خاطر، رسول الله ﷺ  وفرمایل:«هم شرالخلق والخلیقة» روایت مسلم .
خوارج بدترینه د خلق دی (یعنې له ټولو انسانانو او حیواناتو څخه بدتره دی) .وګوری: «إرشادالساري في شرح صحيح البخاري ، ج10، ص84»
2 ) هميشه د ځوان نسل په ګمراه کولو کې هڅاند دي: په ځانګړی توګه هغه ځوانان چې علمی کچه یې کمه وي او د ژوندانه تجربیات یې کم وي…له سلفو څخه د پیروی او له بدعت څخه د لریوالی تر شعار لاندې، ځوانان له مسلمانانو سره دښمني ته را بولی.
3 ډیر زیات درواغ وایی: په درواغو سره د  مسلمانو  ترمنځ د« القرآن والسنه » شعار ورکوی، او په دغو په ظاهره که ښایسته او با طين کې  په زهرو لړلیو شعارونو سره ځوانانو ته داسې ور تفهیم وي چې یواځې همدوي (خوارج) په قرآن او حدیثو باندې عامل دي او د هغه مطابق رفتار کوی او بس نور ټول خلک ګمراه دي.

رسول الله ﷺ  د خوارجو د دغو علامو په اړه فرمایی:سيخرج في آخر الزمان قوم أحداث الأسنان سفهاء الاحلام يقولون من خير قول البرية يقرون القرآن لايجاوزحناجرهم يمرقون من الدين كما يمرق السهم من الرمية فاذا لقيتموهم فاقتلوهم فإن في قتلهم أجرا لمن قتلهم عندالله يوم القيامة)) «روایت بخاری ومسلم»
«په آخره زمانه کې به داسې یوه ډله را پیدا شی چې تنکی ځوانان به وی، کم عقله او کم فهمه او بی حکمته به وي، ښې خبرې به کوي؛ او قرآن به لولی خو له مری به یې کښته نه ځي، په دین کې د سخت ګیری او تند روی له امله له دین څخه خارجیږی، لکه څنګه چې غشی له لیندي څخه خارجیږی هر کله چې له داسې افرادو سره مخ شوی؛ هغوي ووژني ځکه چې د دوي وژل په قیامت کې د الهی اجر موجب ګرځی.» وګوري :(شرح مسلم 29/5).ای

مسلمانه ځوانه،ته ښه پوهیږې چې د
  (( القرآن والسنه)) مقدس شعار د دغو افرادو (خوارجو) ډیر ښایسته او ښکلی شعار دی، خو دغه افراد په درواغو سره دا شعار پورته کوي؛ لکه د خپلو اسلافو په څیر یې چې مشهور شعار یې (( لاحکم الاالله )) د حضرت علی رض په مقابل کې پورته کړي ؤ .
خو حضرت علی رَضِیَ اللهُ عَنهُ  په ځواب کې ورته وويل: «کلمة حق أريد بها باطل»
(( روايت مسلم)).

یعنی دغه عبارت ډیر ښایسته او رسا دی، ځکه چې حکم او فرمانروايي یواځې د اللهﷻ  ګڼي
خو هدف یې له دې جملې څخه د مسلمانانو د متحد صف ماتول دي، چې دا یو ناروا امر دی.
نو بنا پر دې که د عصر خوارج دا ادعا لری باید مذکوره شعار مخامخ د کفارو په مقابل کې وړاندې کړی، نه د هغو مسلمانانو په مقابل کې چې پر اللهﷻ  او رسول الله ﷺ  باندې ایمان لری او د الله او رسول الله په مقابل کې خاضع دی.
4 ) د قرانکریم لمانځه، روژې حفظ او اهتمام ته ډیر اهمیت ورکوي: لمونځ یې د خلکو له طریقې څخه په جلا طریقه ادا کوي، له صغیره ګناهونو څخه پرهيز کوي خو د کبیره ګناهونو ارتکاب ورته لکه د ابو د څښلو غوندې دي رسول الله ﷺ  د دوي په اړه وایی:« يخرج قوم من أمتي يقرؤون القرآن ليس قرائتكم إلي قرأتهم بشيءيقرؤون القرآن يحسبون أنه لهم وهوعليهم »روايت مسلم

ترجمه: زما په أمت کې به یوه ډله را پیدا کیږی
له جماعت څخه فاصله اخلی؛ قرآن لولی، د تاسو قرآن لوستل به د هغوی د تلاوت پر وړاندې او لمونځ او روژه د تاسو به د هغوي په مقابل کې ناچیزه او بی ارزښته وي . قرآن لولی او ګومان کوي چې په ګټه یې دی په واقعیت کې قرآن د هغوي ضد دی.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version