د خوارجو لخوا د اعلان شوي (جعلي خلافت) هدف او حکم

محب الرحمن مخلص

په اسلامي خلافت کې مسلمانان آزاد وي، د آمن او خپلواکي تر سيوري لاندې خپل ژوند تیروي، د مسلمانانو معزز خلک (جهادي مشران، علماء کرام، محدثين، مدرسين، واعظين) او د مسلمانانو مالونه، اولادونه، ښارونه عبادت ګاوې (مساجد، مدارس) يې خوندي وي، يو مسلمان د بل مسلمان نه مال غصب کولای شي او نه ورته ضرر رسولی شي، د اسلامي خلافت هدف دا وي، چې ټولې کړنې به يې د مسلمانانو په ګټه او د کفارو په نقص کې وي؛ مګر دلته د مستعار خلافت دعوه داران (داعشيان) په خپله د دې ذکر شويو کړنو خلاف کارونه کوي.

عجیبه خبره دا ده، یو چېرته چې ستاسو (داعشیانو) د حکومت اثر هم نه وي، د خلکو منځ کې يوه فيصله نه شي کولای، يو سرحد نه شي ساتلای، د يو مظلوم آواز نشي اوريدلاى، د يوې لارې أمن نشي خوندي کولای، يو غل او ډاکو نشي نیولای، هلته خلک ستاسو په نه اطاعت او نه بیعت مرتد كيږي، او نه مو د حکومت وجود شته نو خلک

به ستاسو لپاره د چا سره بیعت او د چا اطاعت به کوي؟

 

دا کوم قسم كُفر او ارتداد ده؟ چېرته په شریعت کې مثال لري؟

او بل ستاسو دا خلافت ستاسو په ګمان اسلامي خلافت ده، خو په اسلامي نړۍ کې چې چېرته مخکښه جهادي ډله ده، تاسو اول له هغې سره جنګ شروع کړی او د هغې پر خلاف تاسو په خپل په ناقص ګومان جهاد اعلان کړی، خلافت خو د مسلمانانو د شان و شوکت ساتلو، د مسلمانانو د وينو، عزتونو، مالونو او ناموسونو د ساتلو لپاره وي او جوړ شوي سلطنت ته ویل کيږي، نه هغه ته چې دُښمني يې له مومنانو سره وي.

لاندې حديث ته پام وکړئ.

فعَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، عَنِ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ قَالَ: وَمَنْ خَرَجَ عَلَى أُمَّتِي، يَضْرِبُ بَرُّهَا وَفَاجِرَهَا، وَلَا يَتَحَاشَى مِنْ مُؤْمِنِهَا، وَلَا يَفِي لِذِي عَهْدِ عَهْدَهُ، فَلَيْسَ مِنّي وَلَسْتُ مِنْهُ (رواه مسلم/ رقم الحديث: ١٨٤٨)

ژباړه: له أبو هريرة (رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ) څخه روايت ده: هغه له پيغمبر (صلی اللّٰه عليه وسلم) څخه نقل كوي، چې مُبارک (ص) وفرمایل: څوک چې زما پر اُمت باندې را ووځي، نیک او بد يې وهي، د مؤمن پروا يې نه لري، او هغه کافر سره وفا نكوي، چا ته چې آمن وركړاى شوي وي، زما له داسې کس او د ده له ما سره هېڅ نسبت او تعلق نشته.

نو داسې محدود واک او سرداري ته چې مقابله يې هم له مسلمانانو سره وي، خلافت او العیاذ بالله (خلافت) (على منهاج النبوة) ويل، ډېره ښکاره ګمراهي او د اسلام له تاريخ او د جمهورو علماوو له نظر سره په ټکر کې ده، له داسې جعلي خلافت سره بيعت کول د هغوی په ټولو کړو جرمونو کې ور شريك کېدل دي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version