دریمه مسئله : د ګناه په وجه مسلمان ته کافر ویل .
څلورمه مسئله :افراط (له شرعی أحکامو تجاوز کول ) او تفریط (په شرعی واجباتو کې کوتاهی کول ) لکه عبدالله بن خباب جلیل القدر تابعی یې په ناحقه شهید کړ، او د یوې کجورې او خنځیر یې تاوان ورکاوه .
پنځمه مسئله : که شرعی أمیر له سنتو خلاف وکړي د هغه مقابله کی پاڅون کول .
تنبیه :د خوارجو په اړه دا تفصیل زیاتره د شهرستاني له الملل والنهل نومې کتاب څخه اخستل شوی ، کتونکی کولای شی د ښه وضاحت په خاطر أصلی کتاب ته مراجعه وکړي .
په أحادیث کې د خوارجو یادونه :
د خوارجو په هکله پیغمبر صلی الله علیه وسلم خپل أمت ته په ډیرو أحادیث کې رهنمایي کړې او د هغو صفات ، سختی او د دین له سمې او أسانه لارې انحراف یې ورته بیان کړی :
أول حدیث :
عن یسیر بن عمرو ، قال : قلت لسهل بن حنیف : هل سمعت النبی صلی الله علیه وسلم ؟ یقول في الخوارج شیئا ؟ قال : سمعته یقول و أهوی بیده قبل العراق : یخرج منه قوم یقرءون القرأن لا یجاوز تراقیهم یمرقون من الاسلام مروق السهم من الرمیة .(رواه البخاري ، رقم الحدیث .
ژباړه : له یسیر بن عمرو نه روایت دی هغه وایې : سهل بن حنیف رضی الله عنه ته مې وویل آیا تا رسول الله څخه د خوارجو په هکله څه اوریدلي .؟ هغه وویل : هغه نه مې پداسې حال کې چې په لاس یې د عراق پلو اشاره کوله اوریدلی هغه فرمایل : لدغه ځایه به داسې خلک راوځي قران به لولي خو له ګرویو څخه به یې تجاوز نکوي ، له اسلام څخه به داسې وځي لکه غشی چې له نښی څخه وزي
دویم حدیث :
له روایاتو څخه داسې معلومیږي چې خوارج به تر قیامته پورې را پیدا کیږي ،یوازی تر أول د أمت پوري تړلی نه دي ، لکه د امام أحمد رحمه الله په مسند کې راغلی :
عن أبي برزة في حدیث طویل : سیماهم التحلیق ، لا یزالون یخرجون حتی یخرج آخرهم مع الدجال ، فاذا لقیتموهم فاقتلوهم ، هم شر الخلق و الخلیقة (رواه أحمد ) .
ژباړه : له ابو برزه رضی الله عنه نه په یو اوږده حدیث کی راغلي : د خوارجو نښه (سرونه ) خریل دي ، هر وخت به راوځي ، تر دې چې آخیري ډله به یې له دجال سره را ووځي ، که ور سره مخ شوی ویې وژنئ دوی د مخلوقاتو بد ترین دي .