د خوارجو خپل منځي اختلافات

خاکسار پکتیاوال

څنګه چې مونږ په پخوانیو لیکنو کې ویلي وو، چې داعش/خوارج یوازې د اسلام د محوه کولو په خاطر کار کوي او همیش د مسلمانانو د ختمولو کوششونه کوي او د دوی اصلي هدف یوازې د مادیاتو لاسته راوړنه ده او بس، نو خود به د دوی په منځ کې اختلافات شتون لري او دوی به په څو ډلو ویشل کیږي، نو دا چې داعش په څو ډلو ویشل شوي دا به په ننۍ لیکنه کې ولولی.
داعش د تشکیل له نظره په دوو څانګو ویشل شوي، چې یوه ته یې عسکري قیادت وایي او بل ته یې شرعي قیادت، مګر دوی د خپل ځان لپاره د امیر د ټاکلو او عزل کولو لپاره مجلس الشوری جوړ کړی، چې درې تنه د عسکري قیادت او درې تنه پکې د شرعي قیادت شتون لري، چې هغه هم د وخت په تېرېدو سره بدلیږي. د بیلګې په توګه د خلافت د اعلان په وخت کې د مجلس الشوری غړي درې د عسکري قیادت له لوري وو چې حجي بکر، ابو علي الانباري، عاصي العبیدي او درې تنه پکې د شرعي قیادت وو، چې ابو محمد العدناني، عثمان آل النار او عمرو القحطاني وو، چې د دوی د وژلو په صورت کې به په دوی کې تبدیلي راتله. دوی په تکفیر د عاذل بالجهل کې هم دوه ډلې دي. د احنافو په نزد د یو چا د تکفیر لپاره څلور موانع موجود دي چې یو له هغو څخه جهل وو ،څوک چې یو څوک د جهل له وجهې معذور بولي، هغه ته عاذر بالجهل ویل کیږي. خوارج په عموم کې هغو کسانو ته چې جاهلان وي معذور نه وایي، مګر د عاذر بالجهل په باره کې بیا دوه ډلې دي. حازمیه وایي چې عاذر بالجهل هم کافر دی او بنغلیه وایي چې عاذر بالجهل نه دی کافر، یعنې که څوک دې ته کفر وایي هغه په خپله کافر دی.
حازمیه ډله د احمد بن عمر الحازمي المکي پلویان دي او بنغلیه بیا د ترکي البنغلي پلویان دي.

د دواړو ډلو شالید

د داعشیانو مشر احمد بن عمر الحازمي د منبج په جامع جومات کې په یوه بیان کې داسې وویل. العیاذ بالله رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند دوه حصې په کفر او شرک کې تیرې کړې او یوه حصه یې په اسلام کې تیره کړې، ځکه چې په هغه باندې په څلویښت کلنۍ کې قرآن کریم نازل شو او په درې شپته کلنۍ کې وفات شو، نو ده صلی الله علیه وسلم د ژوند لومړنۍ دوه حصې په کفر او شرک کې تیرې کړې او یوه حصه یې په اسلام کې تیره کړې. نعوذ بالله ثم نعوذ بالله د دې خبرې په کولو سره د دوی په مقابل کې زیات پاڅونونه وشول او دا خبرې د دوی/خوارجو په خپل منځي اختلاف کې هم زیاتې مؤثرې شوې او له دې خبرې وروسته احمد بن عمر هم ورک شو، چې په وروستیو کې داسې اوازې وې چې دی وژل شوی.
همدارنګه د حازمیانو د ډلې شرعي مشر ابو عمر الکویتي په دیرالزور ښار کې په یوه بیان کې داسې وویل. حضرت عمر رضی الله تعالی عنه هغه وخت مرتد شو، نعوذ بالله. چې حضرت ابو بکر صدیق رضی الله تعالی عنه یې د مرتدینو له جنګ څخه منع کړ او هغه ته یې وویل چې د دوی/مرتدینو جګړې ته اسامة رضی الله تعالی عنه مه لیږه او هغه وخت بیرته مسلمان شو، چې د حضرت ابوبکر رضی الله تعالی عنه مشورې ته یې غاړه کیښوده (العیاذ بالله)
مګر خوارج ټول د همدې حازمیانو په فکر قدم ږدي او د مسلمانانو د ختمولو لپاره په صحابه کرامو رضوان الله تعالی علیهم باندې هم د کفر ټاپې لګوي، نعوذ بالله. همدارنګه دوی د نني عصر اسلامي علماؤو ته هم د کفر نسبتونه کوي او دوی ته د یو په بل نامه اخستلو سره کافران وایي، مګر د دوی دا دروغ اوس نور د څپړېدلو په حالت کې دي او ډیر ژر به د دوی پټه څهره ټولو مسلمانانو ته ښکاره شي ان شاءالله.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version