عبدالله عزام
له ابن الهول څخه رانقل شوي دي ، چې ابو حذیفه واصل بن عطار د یوې قافلې سره د سفر په اراده ووتی . هغه مهال د دوی د سفر مخه د خوارجو یو لښکر بنده کړه . واصل د قافلې خلګو ته وویل ، چې تاسي یو هم دهغوی سره خبري مه کوئ ، خبرو ته ما ورپرېږدئ . واصل هغوی ته ورغلی . کله چې هغوی ته ورنژدې شو ، نو خوارجو د حملې کولو اراده وکړه . واصل ورته وویل چې تاسي څنګه دغه ( حمله ) حلاله وګڼل ، حالانکه تاسي په دې خبر هم نه یاست ، چې مونږ څوک یو او څنګه دلته راغلي یو ؟
هغه ورته وویل چې مونږ د مشرکینو له قوم څخه یو او تاسي ته مستجیرین د الله تعالی د کلام د اورېدلو لپاره راغلي یو . خوارجو چې دا واورېدل ، نو سمدستي یې له حملې کولو څخه ډډه وکړه او له هغوی څخه یوه نفر د قافلې د خلګو سره قرآئت پیل کړ .
کله چې هغه له قرآئت څخه فارغ شو ، نو واصل ورته وویل چې مونږ د الله تعالی کلام واورېدی . اوس مونږ خپلو ځایونو ته ورسوئ، تر څو مونږ پر هغه غور او فکر وکړو او دا چې په دین کې څنګه داخل شو ( ځکه غور او تدبر ضروري دی د لانديني آیت له وجي ) خوارجو وویل : دا واجب دی . ځئ چې ځو .
و ان احد من المشرکین استجارک فاجره حتی یسمع کلام الله ثم ابلغه مأمنه
مونږ روان شو او والله خوارج زمونږ سره زمونږ د حفاظت لپاره تر څو میلونو پوري ولاړل تر داسي چې مونږ داسي ښار ته نژدې شو ، چې هلته دهغوی غلبه نه وه ، بیا هغوی بیرته وګرځېدل .(کتاب الاذکیاء ص ۱۸۱)