د خليفه کېدو شرطونه!

لیکوال: مفتي حماس
مطلب السلطان يصير سلطانا بأمرين:
نعم نقل في البحر عن الخانية أيضا من الردة أن
السلطان يصير سلطانا بأمرين:
بالمبايعة معه من الأشراف والأعيان وبأن ينفذ حكمه على رعيته
خوفا من قهره، فإن بويع ولم ينفذ فيهم حكمه لعجزه عن قهرهم لا يصير سلطانا.
فإذا صار
سلطانا بالمبايعة فجاز، إن كان له قهر وغلبة لا ينعزل لأنه لو انعزل يصير سلطانا بالقهر
والغلبة فلا يفيد وإن لم يكن له قهر وغلبة ينعزل.
(ردالمحتار علی الدر المختار ج ۵/ ص ۳۶۴)

ژباړه: بادشاه په دوو شرطونو پاچا جوړيږي.
هو په البحر الرائق کې يې به قاضي خان څخه داسې مسئله راوړي:
بادشاه په دوه شرطه بادشاه کيږي:
۱_ د قوم مشرانو او مخورو په بيعت کولو سره.
۲_ د زور له ويرې به يې په رعيت باندې حکم چليږي. که له يو کس سره بيعت بيعت هم وشو خو حکم يې په خلکو نه چليده ځکه عاجز ؤ، زور او ځواك ورسره نه ؤ بادشاه نه جوړيږي.

د خليفه کيدلو طريقه: اختِيَار شخصٍ لِإدارَةِ المدِينة:
وَلما کانت المدِينةُ ذاتُ اجتماع عظيم لا يمکن ان يتفق رأيهم جميعا علی حفظ السنة العادلة ولا ان ينکر بعضهم علی بعض من غير ان يمتاز بمنصب ِاذًا يفضي ذالک إلي مُقاتلات عريضة له ينتظم امرها الا برجل اصطلح علی طاعته جمهور اهل الحل والعقد له اعوان وشوکة.
(حجة الله البالغة ج ۱ /ص ۱۳۶)

ژباړه: يو نفر د ښار د سمبالولو لپاره غوره کول: څنګه چې ښار د لويې اجتماع ځای دی نو تر څو چې يو کس د بادشاهي لپاره غوره نشي د سنتو په خوندي ساتلو د ټولو را غونډيل ناشوني ښکاري او دا هم ممکنه نه ده چې يو څوک دې د بل په ناروا کار اعتراض وکړي؛ ځکه دا به د ډيرو جګړو سبب جوړېږي، نو د ښار د کارونو ترتيب يوازې په داسې يو سړي جوړيږي چې اکثر اهل الحل والعقد( هغه مشران چې د کارونو واګي يې په لاس کې دي) يې په اطاعت باندې يې يو موټی شي، ملګري او زور هم ولري.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version