د حوثیانو لخوا د اسراییلي کښتیو توقیف، آیا د جګړې جغرافیه پراخه شوې؟

مجیب أحمد

 

یمن کې حاکمې انصار الله الحوثي ډلې څو ورځې وړاندې د امریکا بې پیلوټه الوتکه ویشتلې وه او بیا یې په سور سمندرګي کې د اسرائیلو بار وړونکې بېړۍ ونیوله او په نوي کیفیتي پرمختګ کې یې د یمن سواحلو ته ورسوله.

 

د باب المندب د اوبو تنګی په نړۍ کې یو له مهمو تنګیو شمیرل کیږي، هره ورځ شاوخوا 6.2 ملیون بیرله خام تیل او د نفتي موادو مشتقات ورباندې تیریږي، سربیره پردې د طبیعي ګازو په برخه کې د نړۍ له 30٪ څخه زیات د طبیعي ګاز تجارت هم پر همدغه تنګي روان دی، د ټولې نړۍ د سوداګرۍ 10٪ څخه ډیره برخه یې په همدې تنګي ده، په کال کې ۲۱ زره کښتۍ له دغه مسیر تیریږي، په دې معنی چې هره ورځ شاوخوا 57 کښتۍ په دغه تنګي عبور او مرور کوي. د طوفان الاقصی له بې ساري عملیاتو وروسته د دغه تنګي په شاوخوا کې متحده ایالاتو سمندري ځواکونو زیات شمیر فوځي سمندري کښتۍ ځای په ځای کړې، تر څو یاد طوفان خپله جغرافیه پراخه نه کړي.

 

حوثیانو په یوه رسمي بیان کې اعلان وکړ چې هدف یې دا دی:

1- هغه بېړۍ چې د اسرائيلو بيرغ يې ځوړند وي.

2- هغه بېړۍ چې د اسراييلي شركتونو لخوا چلېږي.

3- هغه بیړۍ چې د اسرائیلي شرکتونو ملکیت وي.

 

که دغه هدف په سمه توګه تعقیب شي؛ نو دا په یوه لنډه جمله کې د اسراییلو لوی اقتصاد ته یو ویجاړونکی ګوزار دی او دا د جګړې معادل هم په سمه توګه تعریفوي، حوثي یاغیان داسې ځانونه ښکاروي، چې یوازې د اسراییلو پر ضد دي او له نورو سره د جګړې پرانیستلو ته دلچسپي نه لري.

 

د کښتیو په توقیف سره حوثيانو امریکا او اسراییل دواړه د تېر په پرتله په لا زیاته حیرانتیا کې اچولي دي، ځکه د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د را پرځولو په تړاو امریکا اعلان کړی و، چې د غبرګون حق یې خوندي دی، تر څو د کړکیچونو د زیاتېدو مخه ونیول شي؛ خو اوس پوښتنه دا ده، چې په سیمه کې دا روان کړکیچ او جګړه کې د دې کیفیتي پرمختګ په وړاندې به د امریکا او اسراییلو غبرګون څه ډول وي؟ زما په اند:

 

لومړی احتمال:

امریکا او اسراییل به کله هم کوم تیز غبرګون یا کومه مداخله ونکړي او په دې به راضي وي، چې د معاملې، تبادلې او خبرو اترو له لارې د مسئلې د حل لپاره هڅې وکړي، چې دا کار ایران ته د شنه څراغ ورکولو په مانا دی، چې په ډیر ځواک سره به ایران سمییز بحران ته نوره وده هم ورکړي او په هر حالت کې به ایران بیا کښتۍ په نښه کوي او حوثیان به تر هغه پورې، ترڅو چې په غزه کې جګړه روانه وي دا کار به ونه دروي، نو د امریکا او اسراییلو لپاره د بېړۍ په باب د خبرو اترو ګټه څه ده؟

 

دوهم احتمال:

که اسراییل په یو ډول یا بل ډول نظامي ځواب ورکړي، دا اسراییل په داسې جګړه کې ښکیلوي چې د ارام په وخت کې یې اسرائیلو د مخنیوي هڅه کوله، نو دا وخت څنګه زړه ورته ښه کړي؟ ځکه یمن سره د جنګ اعلان د حماس پر ضد د جنګ د اعلان په معنا نه دی؛ بلکې اسراییل په دې ښه پوهیږي، چې په صنعا د بمبارۍ صحنې به نه وي نشر، چې د ایران لخوا به پر غزې د بمبارۍ صحنې خپرې شي.

 

درېیم احتمال:

امریکا به د ناټو تر چتر لاندې په دې نوم په بحر کې فوځي مداخله وکړي، چې د سمندري تګ را تګ د آزادۍ امنیت وساتي، چې دا بیا موږ ته په سیمه کې د کړکیچونو د سختیدا او په جګړه کې د خطرناک زیاتوالي د سناریو په اړه پیغام دی.

 

په هرصورت، تر اوسه پورې هر څه تپه تیاره دي؛ خو پیښه رامنځته شوې ده، موږ د ټولو اړخونو ځواب ته انتظار یو، ترڅو د سیمې انځور نور هم روښانه کړي، خو مګر هغه څه چې زه یې په ډاډ سره ویلی شم دا دي، چې په حقیقت کې د جنګ جغرافیه یمن او سره سمندرګي ته پراخه شوې ده.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version