د جدي شپږمه، د ډانګ او ټانګ مقابله

قاري عبدالستار سعید
محمد خان ترکی د هلمند یوه اطرافي او کلیوال افغان و. څو لسیزې وړاندې چې کمونیستان په افغانستان کې واک ته ورسیدل او په تعقیب یې شوروي اتحاد په افغانستان پراخ پوځي یرغل وکړ. نړۍ او خصوصا د امریکا په شمول غربي بلاک یې له سختې ویرې سره مخامخ کړل.
تمه کېده چې د شورویانو له یرغل وروسته به ډیر ژر امریکا او د غربي بلاک نور هیوادونه د افغانانو ملاتړ اعلان او پوځي مرستې به ورسره پیل کړي. خو امریکایان چې په کوریا،ویتنام،کیوبا او شرقي اروپا په ډګرونو یې له شورویانو سختې ماتې خوړلې وې، تر دا مهاله یې د سره پوځ رعب په زړه او حواسو منګولې ښخې وې؛ نو ځکه کله چې د افغانستان یو شمیر کمونیزم ضد اشخاص امریکا ته په سفر لاړل او له امریکایانو یې د شورویانو په خلاف د مرستې غوښتنه وکړه، نو د محمد حسن ولسمل په استناد امریکایانو ورته په ځواب کې وویل چې: افغانستان موږ له وخته د شوروي د نفوذ سیمه او د شرقي بلاک په پله کې پروت هیواد بللی و،نو ځکه په دې هیواد د شوروي یرغل موږ په خپلو ګټو تیری نه شو بللی او نه هم له افغان مقاومت څخه په ملاتړ غواړو د شورویانو حساسیت وپاروو.
د شوروي یرغل په لومړیو کې د امریکا دا خبره هسې یوه تیرایستونکې بهانه وه، کنه اصلي علت دا و چې امریکایان او نوره نړۍ د شوروي له نه ماتیدونکي ځواک څخه سخت په ویره کې و؛ هغه شوروي ځواک چې د هغه وخت په پوځي اصطلاح یي مداخله د فیل پښه ایښودل تعبیریدل، چې بیرته پاڅول یې د انسان له توانه لوړ بلل کیدل.
وایي : که ګور ګران دی خو د مړي ناکام دی. د شورویانو له سره پوځ سره مقابله که څه تردې حده سخته او ویروونکې وه چې اټومي پنټاګون یې له ویرې ګبڼۍ نیولی و؛ خو د افغانانو دیني، ملي او وجداني مجبوریت و چې هر څنګه کیږي د شوروي ټانګونو مقابلې ته راووځي.
افغانانو د هیواد په لراوبر کې په تش لاس جهاد شروع کړ. د هغه مهال د یوه مجاهد په وینا په لومړیو وختونو کې به چې شوروي ټانګونه کلیو ته راووتل؛ نو افغان مجاهدینو یي د مقابلې لپاره هیڅ راز وسله نه درلوده. د مجاهدینو تر ټولو ځواکمنه وسله دره ای ټوپک و چې په ټانګ یي مؤثریت نه درلود. وروسته ځینو مجاهدینو د صابون او پیترولو له محلول څخه بوتلي بمونه جوړ کړل، چې په ټانګ د ویشتلو لپاره یې باید مجاهد د ټانګ لس مترۍ ته ځان رسولی وای چې ډیر ځله به د بوتل له ګوزار وړاندې د روسانو لخوا په نښه او شهید کړای شو.
ما چې دې موضوع ته ( د ډانګ او ټانګ مقابله) عنوان ورکړ، مطلب مې د موضوع په اړه د هغه مهال یوه تاریخي واقعیت ته اشاره کول و.
د روسانو د یرغل په لومړیو کلونو کې د هلمند ولایت له مقدمو مجاهدینو یو تن محمد خان ترکی نومېده. محمد خان بې سواده و، عمر یې په شپني او مالدارۍ کې تېر کړی و خو په فکري لحاظ یو بشپړ او محکم مسلمان و. کله چې شورویان په وطن راغلل محمد خان ترکي هم له ملایانو واوریدل چې کفر راغلی او جهاد فرض دی. محمد خان خپله رمه پریښوده خو ډانګ یې ونه غورځاوو. هغه دا ځل له ډانګ سره د روسي ټانګونو مقابلې ته راووت. محمدخان چې وروسته لوی مجاهد شو،په اړه یي مشهوره ده چې د خورا عالي توکل او لوړ عزم څښتن و.
تش لاسی او ډانګ په لاس محمدخان به چې کله د روسي ټانګونو مقابلې ته ووت. نو د خپلو ملګرو د حوصلې لوړولو لپاره یې داسې حماسي زمزمه غږوله:
زما په لاس کې ډانګ ډانګ . . . . خدای ته مې تکیه ده
له تاسره که توپ ده یا که ټانګ یا طیاره ده
زما په لاس کې ډانګ ډانګ . . . . خدای ته مې تکیه ده
هوکې، د محمد خان او نورو مجاهدینو په لاس کې ډانګونه او تکیه یې پر خدای وه؛ نو ځکه یې په لنډه موده کې د شوروي لښکرو اعتبار له خطر سره مخامخ او په هر ډګر یې درانه تلفات ورواړول. د روسي ټانګونو په خلاف د افغان ( ډانګ په لاس) مجاهدینو استقامت نړۍ ته ثابته کړه چې د شورویانو مقابله شوني ده. نو ځکه بیا د امریکا په شمول د ګردې نړۍ له زړه رعب پورته شو او له افغان مجاهدینو سره مرستې ته راوړاندې شول.
شورویان مات شول، خو دا چې قلم د دښمن په لاس و تاریخ ولیکل چې شورویان (ریګن او سټینګرو) مات کړل. خو حقیقت دا و چې شورویان هغو مجاهدین مات کړل چې په لاس یې ډانګ او تکیه یې پر الله جل جلا له وه.
که پر الله تعالی واقعي توکل ولرو کولای شو د شپانه په ډانګ د شوروي غوندې د نورو مختلف النوع یرغلونو مخه هم ورغبرګه او وطن یې له ګندګۍ خلاص کړو.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version