د تکفير دوهم لامل
د یو ويونکي وينا د هغه د مراد خلاف تفسيرول. په اوسني زِمان کې خوارج د تکفير په مسئله کې خورا جرأت کوي.
په عربي او بله هره ژبه کې بې شمېره داسې کلمي او جملي شته، چې ويونکي يې د بيلابيلو مقاصدو لپاره کاروي، ويونکي چې کوم لفظونه پر ژبه بيانوي، کله يې د هغه څخه د هغه حقيقي معنا مراد وي، او کله يې مجازي معنی، کله خپل مراد په صريحو الفاظو بيانوي، کله يې په کنايې الفاظو، کله د ويونکي مراد هغه څه وي، چې د وینا څخه يې په څرګند ډول ښکاري او هر څوک پرې پوهيږي، او کله يې بيا مراد ډير پټ او باريک وي، د هر چا ذهن نه وررسیږي.
ځکه نو د وينا هغه مراد ته اعتبار ورکول کېږي چې د ويونکي مراد وي، په دې شرط چې مراد يې داسې څه وي چې د دا ډول عبارت څخه هم د ژبې په استعمال کې او هم په شريعت کې منل کيدلاي شي.
کله يو څوک په قلم يا ژبه داسې څه بيانوي چې اوريدونکي یې هیښ شي او داسې بد څه ځينې وفهموي، نو که ويونکي خپله وينا د همدغه مراد له کبله کړي وي، نو بیا یې په کفر کې هیڅ شک نه پيدا کېږي، خو همدغه وينا د داسې مقصد لپاره هم کيدلاي شي چې هغه جائز وي ځکه نو د مسلمان خبره چې څوک واوري او دی داسې څه ځينې وفهموي، چې ويونکی یې د اسلام څخه پرې خارجيږي، باید سمدستي په هغه د کافر حکم ونه کړي، ځکه کيدلاي شي چې د ويونکي هغه څه ځينې مراد نه وي کوم چې اوريدونکي ځينې فهمولي، ممکن د ويونکي روا (جائز) معنا مراد وي.
زموږ د حنفي مذهب په کتابونو کې دا مشهوره ده، چې د مسلمان وينا که څه هم د يوه ضعيف روایت له مخې په اسلام توجيه کيدلاي شي، پر هغه بايد د کفر حکم ونه شي، ځکه مسلمان بايد پر بل مسلمان ښه ګمان ولري.
د هدايه په شرح فتح القدير کې راځي:
ولا شك انه يجب أن يحتاط في عدم تكفير المسلم حتى قالوا: اذا كان فى المسئلة وجوه كثير توجب التكفير ووجه واحد يمنعه علي المفتي ان يميل إليه ويبني عليه. (فتح القدير).
ژباړه: په دې کې شک نشته چې د مسلمان په کافر ګڼلو کې بايد احتياط وشي، که یوه مسئله د ډېرو وجوهاتو له کبله تکفير لازموي خو يوه وجه يې د تکفير مخه نيسي، نو پر مفتي لازمه ده، چې د نه کافر کيدلو توجيه يې غوره کړي، او پر هغه فتوی بناء کړي.
د موضوع د لا فهم او ذهن کې د کښيناستلو لپاره د يوه صحابي واقعه را نقلوو، چې د ده څه مراد وو او اوريدونکو يې د وينا څخه څه فهمول، د ويونکي مراد جائز وو خو اوريدونکو د فهم له مخې دا سړی په همدې وينا د اسلام څخه وتی وباله، نو ځکه رسول الله مبارک د ويونکي مراد معتبر وباله او هغه ته يې د خپلې هيلې مطابق د ثواب زيری لا هم ورکړ.
عن ابي بن کعب: قال كان رجل من الانصار بيته أقصى بيت في المدينة فكان لما تخطئه الصلاة مع رسول الله صلى الله عليه وسلم قال فتوجعنا له فقلت له يافلان لو انك اشترىت حمارا يقيك من الرمضاء ويقيك من هواء الارض قال أم والله ما احب أن بيتي مطنب بيت محمد صلى الله عليه وسلم قال فحملت به حملا حتى اتيت نبي صلى الله عليه وسلم فاخبرته قال فدعاه فقال له مثل ذالك وذكر له أنه يرجوا في آثره الاجر فقال له النبي صلى الله عليه وسلم إن لم ما احتسبت [رواه مسلم].
ژباړه: ابي بن کعب رضي الله عنه وايې: د انصارو څخه د يوه کس کور بيخي د مدينې منوري په پای کې وو، خو بيا هم يو لمونځ د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره په مسجد نبوي کې نه ځينې تيريدی،
ابي بن کعب وايي: زموږ زړه پر وسوځېد د خواخوږۍ له کبله مې ورته وويل: اې فلانيه، کاش کې يو خر دې رانيولی وای، د غرمې په مهال به يې پر ګرمه ځمکه د تګ کولو څخه، او د شپي پر مهال به يې د خزندو څخه ژغورلی وای.
ده راته وویل: خبر اوسه په اللّٰه قسم زما خوښه نه ده، چې زما د کور د خيمې رسۍ د محمد صلی الله عليه وسلم د خيمې سره تړلې وي.
ابي بن کعب وايي: پر ما دغه خبره ډيره درنه شوه، تر څو رسول الله مبارک ته ورغلم او هغه مې په خبر کړ، رسول الله مبارک دا سړی را وغوښت، دې سړي رسول الله مبارک ته هم هغه وويل، څه یې چې ماته ويلي وو، خو دا يې هم وويل چې د کور ليري والی يې ځکه خوښ دی، چې د اوږده واټن څخه پر راتګ د ثواب امید لري، رسول الله مبارک ورته وويل د کوم ثواب په نيت چې ته له ليري ځای څخه راځي، هغه ثواب اللّٰه جل جلاله تا ته درکوي.
د انصاري وينا که څوک واوري چې (والله ما احب ان بيتي مطنب بيت محمد صلی اللّه عليه وسلم)
ژباړه: والله زما دا خوښه نه ده چې زما د کور د خيمي رسۍ د محمد صلی الله عليه وسلم د خيمې سره تړلي وي، نو سمدستي به دا ځیني وفهموي چې دا کس د رسول الله مبارک نه څومره کرکه لري چې د هغه ګاونډيتوب يې لا هم نه دی خوښ، او ښکاره خبره ده هر څوک چې په زړه کې د رسول الله مبارك سره کرکه لري کافر دی، همدا وجه ده چې ابي بن کعب وايي: دده خبره پر ما ډېره درنه تمامه شوه.
دلته دا ټکی ډېر د پام وړ دی، چې ابي بن کعب رضي الله عنه پر دا کس د هغه څه له مخې چې ده يې له وينا څخه وفهمول د کفر حکم نه دی کړی، بلکې موضوع يې د اللّٰه جل جلاله د رسول مبارك سره شريکه کړه چې دا کس خو د عمل له مخې مخلص مؤمن ښکاري ځکه له دومره لرې ځای څخه د جماعت هر لمانځه ته مسجد نبوي ته حاضرېږي، خو د وينا څخه داسې ښکاري چې د اللّٰه جل جلاله د رسول مبارك څخه کرکه لري.
دا چې په وینا کې د ويونکي مراد ته اعتبار ورکول کېږي، ځکه نو رسول الله مبارك انصاري وپوښتی چې ددې وينا څخه دې څه مراد دي؟ څو د ويونکي مراد معلوم کړي چې أيا د نفرت او کرکې له کبله يې د محمد صلی اللّه عليه وسلم ګاونډيتوب خوښ نه دی او که کوم بل څه يې مراد دي؟
انصاري چې څه مهال د خپلي وينا مقصد ورته بيان کړ، د اللّٰه جل جلاله رسول مبارك زيری ورکړ، چې په کومه هيله د مسجد نبوي څخه ليري اوسيدل خوښوې، هماغه هيلې به الله تعالی در پوره کړي، او پر هر قدم به ثواب درکړي.
د دې دلايلو څخه ثابته شوه چې څوک بايد د ويونکي وینا د هغه د مراد خلاف تفسير نه کړي، چې ويونکی څه مراد ځيني اخلي هغې معنا ته يې اعتبار ورکول کېږي، ددې هڅه او کوشش بايد ونه شي، چې د يو مسلمان د وينا څخه داسې څه مراد شي، چې هغه کافر په وبلل شي، لکه خوارج چې په وړه وړه خبره پر مسلمانانو د تکفير حکم لګوي.
زموږ د علماوو دريځ همدا دی، چې د مسلمان وينا دې د امکان تر بریده داسې توجيه او تفسير شي چې د اسلام څخه په خارج نه شي.
خو کله داسې هم پيښيږي چې څوك يو څه بيانوي او په ژبه بل څه ځينې وويل شي، په دې هم سړی نه کافر کيږي، د بخاري او مسلم شريف هغه حديث ډير مشهور دی چې وايي: الله جل جلاله د بنده په توبه تر هغه چا زيات خوشحاليږي چې خوراک، څښاک او بل هر څه يې پر اوښ بار وي او په ناپايه وچه دښته کې اوښ ځينې وتښتي او بيا یې د موندلو څخه بلکل نا اميده شي، او تر ونې لاندې د نا اميدۍ پر ټغر تر هغه مهاله چې مرګی يې روح اخلي سترګې پټې کړې، د همدې پريشانۍ په حالت کې ناڅاپه سترګې خلاصې کړې، هغه اوښ چې هر څه پر بار وو او تر منزله يې ځان پرې رساوو سرته ولاړ وي، او دا سړی غواړي چې و وايې: يا اللّٰه ته زما رب يې، او زه دې بنده يم خو د ډيرې خوشحالۍ څخه غلط شې او داسې و وايې: اللهم انت عبدي وأنا ربك اخطأ من شدة الفرح [مسلم]
ژباړه: يا اللّٰه ته زما بنده يې او زه دې رب يم، د ډيرې خوشحالۍ له کبله خطاء شي.
دا وو د تکفير دوهم لامل، چې ځينې کسان (خوارج) د يو چا د خطا يا د هغه د وينا څخه د هغه د مراد خلاف معنا اخلي، څو د تکفير يعني د کفر د ټاپي لګولو لپاره یې ځانته لاره هواره کړي.