لیکوال: قاري سعید خوستی
تکفیر څه معنی؟اسباب یې څه دي ؟حکم یې څه دی؟
تکفیر د تفعیل له باب څخه دی چې د باب تفعیل یو خاصیت نسبت د فاعل دی ماخذ د باب ته لکه؛ کفَّرته چې معنی یې ده نَسَبْتُه الی الکفر نو تکفیر معنی ده یو څوک کفر ته منسوبول ،چې په شرعي اصطلاح کې یو څوک کفر ته منسوبول یا کافر بللو ته تکفیر ویل کیږي.
تکفیر په مطلق ډول قبیح نه دی، تکفیر د اسلام د قلعې لپاره د یو مظبوط دیوال په څیر دی،اسلام د یوې کڼډوالې په څیر نه دی چې وتونکی او ننوتونکی یې تر هیڅ محدودیت لاندې نه دی بلکې دلته حدود شته چې په هغې سره یو سړی په دې قلعه کې موږ یا داخل یا خارج بللی شو. اسلام داسې یو مَحوطه نه ده چې یو څوک دې ورته راننوځي نو بیا یې وتل نشته؛ نه بلکې داسې معاییر شته چې پر بنسټ یې یو څوک له دې قلعې خارج بللی شو خو هغه معاییر د یو فرد یا تنطیم یا زمان په واک کې نه دی او نه څوک د تکفیر لپاره له ځانه اصول مقررولی شي.
د عثماني خلافت په راپرځولو کې د هغو خاینانو لوی لاس ؤ چې په تکفیري فکر سره یې په دې بهانه دا خلافت راړنګ کړ چې ګواکې دا اسلامي خلافت نه دی بلکې د خلافت حاملین یې مشرکان بلل. د حرمینو نجدي متولیانو د نجدي فکر په خورولو سره ډیر مسلمان مشرکان اوبلل او دهمدې فکري انحراف له امله دا دی دوی مسلمانان په مُختلَفٌ فیها مسایلو کافر بولي او وینه یې حلاله بولي.
د تکفیر درې مهم اسباب دي چې (ا) جهل (با) بې ځایه افراطیت او (ج) د مستبدو او ظالمو مظالم او وحشتونه دي. هغوی چې له نبوي ص له سیرته ناخبره دي همدا خامي یې د دې سبب شوه په قرآن او حدیث کې د وعید ټول موارد په کفر حمل کړي همدا ډول الله تعالی وایي: وکذالک جعلناکم امةً وسطاًالخ چې اسلام موږ ته د اعتدال او منځ رویۍ لار راښایي خو هغوی په دین کې له بي ځایه افراط په وجه له سمې لارې ګمراه شول. همدا ډول د تکفیري فکر په خورولو کې د اشغالګرانو او د هغوی د ګوډاګیانو هغه مظالم او وحشتونه هم لوی رول لري چې دوی د مسلمانانو په وړاندې ترسره کړي دي.
د حنفي فقه علماء په یو چا د کفر په حکم کولو کې دیر احتیاط کوي ځکه سلف په دې حکم کې ډیر محتاط په دې وجه ؤ چې که په تکفیر کې بیړه وشي یا دا حکم هرچاته په لاس ورکړل شي په امت کې به د قتل او قتال دروازه خلاصه شي او هر څوګ به خپل مخالف په سستو او وهمي دلایلو کافروي.
له همدې امله یو د تکفیر عام احکام دي او یو تنزیل د هغه حکم دی په یو معین باندې چې د دواړو ترمینځ توفیر وجود لري، هغه داسې:
موږ د بیلګې په ډول وایو، د فرض لمانځه له فرضیت څخه انکار کفر دی خو که موږ وایو چې فلانی سړی کافر ده ځکه د فرض لمانځه له فرضیت څخه منکر ده نو یواځې همدومره بسنه نه کوي بلکې دا حکم باید له څو مرحلو تیر شي، چې دا حکم په دې شخص راکوزولو کې باید څو شیان په پام کې ولرو.
د تکفیر لپاره علماء څلور شرطونه وړاندې کوي:
ــ دا ثبوت چې دا ویل یا کول یا عقیده لرل یا نه کول د قرآن او سنت په استناد کفر دی.
ــ دا ثبوت چې دا کار له مکلف څخه صادر شوی.
ــ د حجت او دلیل رسیدنه.
ــ دا ثبوت چې په دې معین شخص کې به موانع التکفیر (د کفر حکم منع کونکي) نه وي موجود.
موانع د تکفیر څلور دي
ــ جهل : که نوموړی کس د دې حکم په فرضیت ناخبره ؤ. دلیل یې د انواط حدیث دی چې اصحاب السنن نقل کړی چې صحابه کرامو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته اویل: إجعل لنا ذات أنواط كما لهم ذات أنواط. دلته هم صحابه چون له دې حکم ناخبره ؤ، نو د الله رسول په دې خبره دوی کافران ونه بلل.
ــ خطاء: له نوموړي کس په خطایۍ کې داسې څه صادر شول چې سبب د کفر وي. دليل يې د ناقې مشهور حدیث دی چې کله هغه په اوبو او خوراک بار اوښه پیدا کړي نو له ډیرې خوشالی اوایي: أنت عبدي وأنا ربك
ــ اکراه: نوموړی کس چا مجبور کړی ؤ چې کفر وکړي. دلیل یې (إلا من أكره وقلبه مطمئن بالإيمان)
ــ تأویل: نوموړي کس تأویل کولو. دلیل یې د قدامه بن مظعون حدیث ده چې د حضرت عمر رض په خلافت کې یې د حلال ګڼلو په عقیده شراب وچیښل ځکه نوموړي د دې آیت غلط تآویل کولو : لیس علی الذین أمنوا وعملوا الصالحات جناح الخ:
نو اوس موږ ویلی شو چې له فرض لمانخه انکار کفر دی خو که وایو چې فلانی کس ځکه کافر دی چې له فرض لمانخه منکر دی نو باید موږ دا پورتني شروط پوره کړي وي.
چې ایا دلته خو د تکفیر موانع شتون نه لري؟ دا کس چې موږ پرې د کفر حکم کوؤ آیا عقل یې سالم دی؟ لیونی یا بې هوشه خو نه دی؟ د دې فرضو د فرضیت تأویل کوؤنکی خو نه دی؟ یا د دې فرضو له فرضیته خو بې خبره نه دی؟ یا نوموړی خو د چا لخوا تر فشار لاندې نه دی؟ یا له نوموړي خو دا قول په غلطۍ کې نه دی صادر شوی؟
خو د بغدادي خوارج دا اصول نه پیژني هغوی په سوریه کې لومړی د سوریې ائتلاف او هیئة الارکان کافر اوبلل ځکه چې د بشار په وړاندې له امریکا کومک اخلي او په سوریه کې دیموکراتیک نظام غواړي، وروسته یې ټولې هغه جهادي ډلې لکه الجبهة الاسلامیة، احرارالشام، صقورالشام یا نور په دې دلیل کافر اوبلل چې دوی د هیئة الارکان او جیش الحر سره د بشار په ضد په ځینو عملیاتو کې ګډون کړی او جبهة النصرة له دې امله مرتد بولي چې هغوی تل د احرارالشام سره په عملیاتو کې ګډون کوي او د داعش په ضد ډیری عملیات په ګډه پر مخ وړي.
عدناني په یوه غږیز بیان کې داسې وایي:
کله چې د هیئة الارکان او ائتلاف حکم معلوم شو، موږ ته د الجبهة الاسلامیة په اړه اول ماتونکی د اسلام ثابت شو چې هغه د هیئة الارکان مرتدینو سره د دوی دوستي ده او په هغه څه موافقت دی چې دا مرتدین پکې واقع دي او هغه د دوی غړیتوب دی په هیئة الارکان کې چې یا دوی خپله هلته موجود دي لکه ابوعیسی او زهران علوش او یا یې نمایندګان دې مجلس ته لیږلي دي لکه حسان عبود چې ابوالزبیر هلته د ده په موافقه تللی دی، نو حسان عبود په دې کفر رضا دی نو د ده حکم هم د کفر شو، ځکه څوک چې د هیئة الارکان سره کومک کوي، د دوی سره دوستي کوي، د دوی د بیرغ لاندې جنګیږي ټول د لاندیني آیت په غوښتنه کافران دي: ومن یتولهم منکم فانه منهم.
دلته یې اوګورئ؛ لومړی خو آیا د هیئت الارکان کفر د کوم رباني عالم له قوله ثابت دی که د بعث د کوم جنرال په خوله؟ بیا په همدې غلط بنیاد نور ورقیاسوي الجبهة الاسلامیة په دې کافر بولي چې د دوی سره یې د بشار په مقابل کې ائتلاف کړی بیا احرارالشام په دې کافروي چې هغوی د جبهې سره ائتلاف کړی او جبهة النصرة په دې چې هغوی بیا احرارالشام مؤتلیفین دي.
خو کله چې حسان عبود د هیئة الارکان له ائتلافه خپل وتل اعلان کړل نو د بغدادي خوارجو بیا هم ونه منله بلکې له نوموړي څخه یې غوښتنه وکړه چې په خپل کفر دې اعتراف وکړي او د هیئة الارکان د کفر اعلان دې وکړي، په داسې حال کې چې د بعث په سلګونه کمونست جنرالان په اسلامي دولت کې لوړ لوړ منصبونه لري حتی د مجلس الشوری غړي هم دوی دي، خو هغوی نه د خپل پخواني کفر اعلان وکړ او نه یې په علني ډول توبه اوباسله.
امام ابوالملطي وایي: ثم زاد معتزلة بغداد علی معتزلة بصرة: أن الشاک في الشاک والشاک في الشاک الی الأبد الی مالانهایة له کلهم کفار؛ وسبیلهم سبیل الشاک الاول.
ژباړه: د بغداد معتزله د بصرې په معتزله ؤ دا ورزیاتوي چې شک کونکی په شک کونکي کې همدا ډول تر ابده پورې ټول کفار دي او حکم یې د هماغه لومړي شاک دي(التنبیه والرد علی اهل الاهواء والبدع ج۱ص۴۰)
شیخ عبدالقاهر بیا داسې وایي: قالت المعتزلة: والشاک في کفره کافر، وکذالک الشاک في الشاک لا الی نهایة. بل ځای نوموړی د مرجئه ؤ په اړه وایي: والشاک فیه کافر والشاک في الشاک ایضا کافر ثم کذالک الی الابد.(الفرق بین الفرق ج۱ص۱۵۲، ۱۹۳)
که د بغدادي د خوارجو میډیا وڅارل شي نو د دوی ټول تکفبر په همدې اصولو بناء دی بلکې د بغدادي په تکفیریانو کې تکفیر د جنون تر کچې رسیدلی چې د دوی څخه یو جدا شوي داعشي په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د داعش ځینې غړي د تکفیر په اړه د جنون تر حده رسیدلي دي.
د تکفیر د حکم په آړه به دومره اوایو چې د سلفو په عباراتو کې اصلاً هغه اصطلاحات وجود نه لري چې معاصر تکفیریان یې کاروي. له دین څخه اوؤښتل چې د فقهاؤ په اصطلاح کې ورته ارتداد وايي باید د شرعي محکمې له لورې ثابت شي او قاضي باید حکم وکړي چې دا کس مرتد شوی او که په کوم ځای کې شرعي قاضي وجود نه لري باید هغه علماء چې د فتوی اهل وي دا حکم په یو چا ورکړي. خو د یو فرد یا ډلې صلاحیت دا نه دی چې د یو مسلمان په آړه دې د ارتداد فتوی صادره کړي.
ابو ذر رض له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې ویې فرمایل: لایرمي رجلا رجل بالفسوق ولایرمیه بالکفر إلا إرتدت الیه إن لم يكن صاحبه كذالك. رواه البخاري
ابن دقیق العید د دې حدیث لاندې داسې لیکي: وهذا وعید عظیم لمن أکفر أحد من المسلمین ولیس کذالک، وهذا ورطة عظیمة وقع فیها خلق کثیر من المسلمین، ومن المنتسبین الی السنة وأهل الحدیث لما أختلفوا في العقائد، فغلظوا علی مخالفیهم وحکموا بکفرهم (أحكام الإحكام شرح عمدة الأحكام ج۴ص۷۶)
ژباړه:رسول الله صلی الله علیه وسلم اوفرمایل: یو سړی بل په فسق یا کفر نه تورنوي مګر همدا فسق او کفر ورته راګرځي، که دا عمل پکې نه ؤ. ابن دقیق العید ترې لاندې لیکي: دا د هغه چا لپاره چې یو مسلمان ته د کفر نسبت کوي، یوه لویه زورنه ده، په دې لوی مصیبت کې ډیر مسلمانان چې سنتو او اهل حدیثو ته یې نسبت کیږي واقع دي، دوی خپل مخالف سره له سختۍ کار اخلي او په هغه د کفر حکم کوي.
علامه ابن تیمیة داسې وایی: الکفر حکم شرعي ملتقی عن صاحب الشریعة، والعقل قد یُعلم به صواب القول وخطأه، ولیس کل ما کان خطأً في العقل یکون کفراً في الشرع، کما أنه لیس کل ماکان صواباً في العقل، تجب في الشرع معرفته.
ژباړه:کفرداسې شرعي حکم دی چې د شارع له لورې راښودل شوی دی، په عقل پورې تړاؤ نه لري ځکه کم ځله د یوې خبرې ښه والی او بدوالی معلومیدلی شي، داسې نه ده چې عقل یو کار خطاء اوبولي، هغه دې کفر وي یا که عقل یو کار ښه اوبولي نو په شریعت کې دې ښه وي.
(درء تعارض العقل والنقل جـ۱صـ۲۴۲)
ابن الوزیر داسې وایي: إنّ التكفير سمعيٌ محضٌ لامدخل فيه للعقل, وإن الدليل على الكفر والفسق لايكون إلا سمعياً قطعياً: تکفیر فقط د شارع څخه په اوریدو په پورې تړلی دی، د یو چا د کفر او فسق دلیل یواځې قاطع او له شارع څخه اوریدل شوی کیدلی شي.(العواصم و القواصم جـ۴صـ۱۷۸،۱۷۹)
خو د بغداد خوارج په تکفیر دومره زړور دي چې حتی خپل مخالفین په حسناتو هم کافروي.
د (فَقَدْ باء به احدهما ) په مقتضی که یو چا مسلمان ته د کافر نسبت وکړ نو پخپله کفر هغه ته واپس کیږي بناءا سلفو د کفر په فتوی کې ډیر له احتیاطه کار اخیستو او کوشش به یې کاوه چې یو څوک کفر ته منسوب نه شي خو د عراق خلفو بیا کفر ته د مسلمانانو منسوبول یو عادت ګرځولی هغوی آن ملاعمر او اسامه بن لادن هم کافر بولي.