د تمدنونو په مرکز کې د اسلامي تمدن څرک

هشام شهید

#image_title

د عثماني خلافت د سقوط سره سم اسلامي جغرافیه ټوټې ټوټې شوه او هره ټوټه یې د یو اشغالګر په پنجو کې ولوېده، د اوسنۍ سوریې خاوره د فرانسې لخوا اشغال شوه او ټولې چارې یې د وخت د فرانسې د حکومت په خوښه کیدلې، دې اشغال تقریباً شل کاله دوام وکړ.

دوهمه نړیواله جګړه چې ختمه شوه نو د نورو هیوادونو په څېر فرانسه هم په خورا ضعیف حالت کې وه، چې دا توانایي یې نه لرله تر څو د اشغال لاندې سیمې کنټرول کړي؛ نو هم هغه وه چې په ۱۹۴۶ میلادي کال کې سوریې له فرصت څخه په استفادې ازادي واخیسته خو بې ثباته وه، متمرکز نظام یې نه درلود او ګډوډي پکې وه.

په ۱۹۵۸ میلادي کال کې د مصر سره یو ځای او د جمال عبدالناصر تر قیادت لاندې وه، خو په ۱۹۶۱ میلادي کال کې بیا خپلواکه شوه، په ۱۹۶۳ مېلادي کال کې کمونیزم هلته په چټکي خپور او د بعث ګوند پکې واکمن شو، بعث ګوند د کمونیزم له فکر جوړ ګوند و چې په عراق او سوریه کې و، لکه افغانستان کې د خلق او پرچم ډله.

په ۱۹۷۰ میلادي کال کې د بعث ګوند واک دوام درلود، چې د هغه وخت د بعث ګوند مشر حافظ الاسد پکې ریس جمهور شو، حافظ الاسد تر ۲۰۰۰ میلادي کال ریس جمهور وو خو په همدې کال مړ شو، له مرګ وروسته یې زوی بشارالاسد واک ته ورسېد چې تر اوسه یې واک دوام لري، بشار الاسد هم شعیه مذهبی کمونیست ده چې روسیې او ایران پراخ ملاتړ د ځان سره لري.

د تمدونونو مرکز شام پوره سل کاله د بې دیني او بي سرپرستي شپې سبا کوي، شام (سوریه) د ډیرو تمدونونو د تهداب ځای دی.

د القاعده د تاسیس سره سم د ټولو پام دې سیمو ته شو، ان تر دې چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې یې د سوریې د خپلواکي لپاره د ابو محمد جولاني په مشري د تحریر الشام په نوم د مجاهدینو یوه ډله جوړه کړه چې د جبهة النصره مجاهدین پکې و.

دا ډله د تیرو اوو کلونو را په دې خوا فعالیت کوي چې ډیرې کامیابۍ د ځان سره لري، سوریه یې د ایران او روسیې له وحشتونو ژغورلې، د داعش په څیر وبا همدې د مجاهدینو کوچني ټولي له منځه یوړه او ټوله رهبري یې ورختمه کړه.

د مجاهدینو یاد ټولي له اعداد او تیاري وروسته د ردع العدوان په نوم د اشغالګرو خلاف عملیات پیل کړي چې ډیر بریالي دي او د بشارالاسد له ملیشو یې تر دا مهاله ډیرې سیمې فتحه کړې او کم وخت کې به د سوریې په خاوره حاکم شي إن شاء الله.

د فتحو یادې لړۍ ته ټول امت خوشبین او هیله مند دی، چې په سوریه کې د اسلامي نظام په تاسیس سره به ټول منځنی ختیځ تغیر وکړي، د مجاهدینو د یاد ټولي په بریا سره به نورو اسلامي هیوادونو کې هم د جهاد او استقلال روحیه پیاوړي شي.

Exit mobile version