په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو، په ځانګړي ډول په کونړ ولایت کې، د پاکستاني رژیم له لوري د بمباریو او پوځي بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي، چې له امله یې ملکي وګړو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده.
د اسلامي نظام سره د دښمنۍ ګناه او سزا به پر خپل ځای پرېږدو؛ خو دا ډول بریدونه چې پرته له دې چې د پوځي او ملکي اهدافو تر منځ توپیر وشي، نه یوازې بشري اصول تر پښو لاندې کوي، بلکې د بېدفاعه خلکو په منځ کې ژور درد، کړاو او غم زېږوي.
د اسلام د سپېڅلي دین له نظره، د انسان د ژوند ساتنه یو له بنسټیزو اصولو څخه شمېرل کېږي. په اسلامي لارښوونو کې، د یو بېګناه انسان وژل د ټول بشریت د وژلو په څېر ګڼل شوي دي. موږ شاهدان یو چې د پاکستان وینهتوونکی رژیم، د خپلو بادارانو د خوښۍ لپاره، د بېګناه او ملکي وګړو ځان په وینو لړلی؛ دا هغه خوی دی چې د یهودو او یهودصفتو ځانګړنه بلل شوې.
په تېرو څو ورځو کې موږ د پاکستاني رژیم د ظالمو وحشي ځواکونو له لوري پر کونړ ولایت د بېدفاع وګړو پر استوګنیزو کورونو د هاواني بریدونو شاهدان یو، چې په پایله کې ملکي وګړي، ښځې او ماشومان شهیدان شوي دي. که څه هم له داسې نظامه د ګیلې او شکایت هیڅ تمه نه کېږي، چې د الله تعالی جلجلاله له رضا څخه د یهودو او کفارو خوښي وړاندې ګڼي؛ ځکه د خپلو بادارانو اطاعت او رضا د هغوی وروستۍ هیله او ستره موخه ګرځېدلې ده.
له همدې امله، د ملکي او بېدفاعه وګړو په نښه کول هغه ناوړه عمل دی چې په ښکاره ډول د دیني او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې ولاړ دی؛ ځکه اسلام، آن د جګړې په تودو ډګرونو کې هم، ټینګار کوي چې پر غیرنظامیانو، ښځو، ماشومانو او ناتوانو کسانو دې هېڅ ډول تېری او زیان ونه رسېږي.
په پایله کې، د دغه رژیم د بریدونو او بمباریو بڼه د اسرائیلي رژیم له کړنو سره ورته والی لري او داسې ښکاري چې د هغوی ظالمانه کړنې او بېرحمي ګام په ګام تعقیبوي. د غزې پر وړاندې د اسرائیلو د بریدونو له کمېدو وروسته، ګواکې دغه دنده پاکستاني رژیم ته سپارل شوې ده، څو د افغانستان ملت هم د غزې د ځورېدلي ولس په څېر بېکوره او کډوال کړي.
