د بين الملل له خوا داعش ته د تبلیغاتي کمپاين هڅه!

طاهر احرار

 

دا اول ځل نه دی، چې غرب خصوصاً بين الملل داعش لپاره کمپاين کوي، دوی په وارونو وارونو پخوا هم د داعش لپاره تبلیغات کړي.

تېره ورځ د بين الملل په يوه غونډه کې چې يواﺯې د تش په نوم، ترهګرۍ ضد لپاره جوړه شوې وه، دوو سفیرانو ﺯموږ پُر امنه هیواد ياد کړ، چې ګواکې هلته د داعش فعاليت ﺯيات شوی دی.

نړیوال د خلکو سترګو ته خاورې شيندي خو دا کار به ترڅو کوي؟

ټولې دنيا ته دا اوس يو منل شوى حقیقت دی؛ چې افغانستان با آمنه او با ثباته دى.

سيلانيان راځي، هر څه په سترګو ويني، سوشل میډيا فعاله ده.

په دُنيا کې د داعش په وړاندې يواﺯې پرېکنده عمليات د افغانستان اسلامي امارت کړي.

له فتحې وروسته په لسګونو عمليات پرې شوي، چې د داعش اکثره غړي يې وژل شوي يا نیول شوي دي، پټنځايونه يې پيدا شوي او په نطفه کې خنثى شوي، په تېرو څو مياشتو کې د داعش لخوا هېڅ بريد نه دى شوى، حال دا چې په افغانستان کې د عاشورا مراسم او دوې د خپلواکۍ ورځې ولمانځل شوې.

افغانان پخپله او نړیوال د دې خبرې شاهد دي، خو متاسفانۀ، چې بين الملل د خپلو بې مسٶليته تبلیغاتو لړۍ جاري ساتلې، چې د دوى مقصد يواﺯې او يواﺯې داعش ته تبليغاتي کمپاين کول دي.

کله چې د خلکو له ﺫهنونو د دغې فتنې نوم خارج شي، امریکا پخپله او يا کوم بل ګوډاګى ورته تبليغ وکړي او څو ورځې باﺯار ګرم کړي،

خو غربيان او ګوډاګيان به يې دغه ارمان ګور ته يوسي.

(باﺫن الله تعالى)

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version