د افغانستان د انزوا پای؛ روسیه نړیوالې دروازې پرانېزي!

جاهد جبیر

روسیې د افغانستان د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په تاریخي پرېکړې سره، په دې هیواد کې د ثبات او سولې د ټینګښت په لور یو لوی او اغیزمن ګام پورته کړی، دا اقدام نه یوازې د افغان حکومت په اړه د نړیوالې ټولنې باور څرګندوي، بلکې په هېواد کې د کلونو نااراميو، جګړې او ترهګرۍ د پای ته رسېدو پیل هم کیدی شي.

د افغانستان اسلامي امارت د خپل باصلاحیته او هوښیار مشرتابه سره دا ثابته کړې چې په ټول افغانستان کې په ښه او بشپړ ډول امنیت او نظم ټینګولی شي او دا پېژندنه په حقیقت کې د دې نه ستړې کېدونکو هڅو انعام دی. باید ومنل شي چې د روسیې دا اقدام د ترحم له مخې نه دی، بلکې د ژورو سیاسي محاسبو پر بنسټ دی، دلته نور د ګټلو او بایللو” پوښتنه نشته؛ دا یوه ځمکنۍ معجزه ده، لکه څنګه چې خدای جل‌جلاله په قرآن عظیم‌الشان کې ژمنه کړې ده:

“إِنْ تَنْصُرُوا اللَّهَ يَنْصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ”(محمد: ۷).

آیا دا بریا د دې ثبوت نه ده چې خدای تعالی جل‌جلاله په دې فاني نړۍ کې هم خپله ژمنه پوره کوي؟

روسیې، د یو نړیوال ځواک په توګه، تل د افغانستان په تحولاتو کې مهم رول لوبولی، د سیمه‌ییزو او نړیوالو شرایطو په سم پوهاوي سره، دې هېواد ښودلې چې د نړیوالو بحرانونو لپاره حقیقي حل لارې لټوي.

د روسیې له خوا د افغانستان د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل به نه یوازې دوه اړخیزې اړیکې پیاوړې کړي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ به په اقتصادي، امنیتي او کلتوري برخو کې د پراخو همکاریو لپاره لاره هواره کړي، دا اقدام د نورو هېوادونو لپاره یوه بیلګه کېدای شي چې په افغانستان کې پرمختګونه په مثبت نظر وګوري او د دې هېواد د ثبات او پرمختګ په لور یو اغیزمن ګام پورته کړي.

د افغانستان اسلامي امارت له واک ته رسېدو راهیسې په هېواد کې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره هڅې نه دي سپمولي، د تاوتریخوالي د کچې کمول، د افراطي او یاغي ډلو سره جدي مبارزه او د خلکو لپاره د ژوند کولو د خوندي چاپیریال رامنځته کول د دې حکومت له مهمو لاسته راوړنو څخه شمېرل کېږي، د روسیې لخوا د دې حکومت په رسمیت پېژندل په کورنیو او نړیوالو ډګرونو کې د اسلامي امارت بریالیتوبونه منعکسوي او کولی شي د نورو هېوادونو لپاره د افغانستان د نوي حکومت سره د باور او همکارۍ لاره هواره کړي.

د روسیې دا پرېکړه کولی شي په افغانستان کې د بیارغونې په پروسه هم مثبتې اغیزې ولري، د اسلامي امارت په رسمیت پیژندلو سره به د جګړې په کلونو کې د ویجاړ شویو زیربناوو د بیارغونې لپاره نړیواله همکاري ممکنه شي، دا به نه یوازې د افغانستان د خلکو د ژوند شرایطو په ښه کولو کې مرسته وکړي، بلکې کولی شي په هېواد کې د اقتصادي ودې او دوامداره پرمختګ لپاره لاره هواره کړي.

په پای کې، د روسیې لخوا د افغانستان د اسلامي امارت په رسمیت پیژندل د افغانستان د خلکو او د هېواد د نوي حکومت لپاره یوه لویه بریا ګڼل کېدای شي، دا اقدام تأییدوي چې نړیواله ټولنه په تدریجي ډول په افغانستان کې د نویو واقعیتونو منلو په لور روانه ده او چمتو ده چې د همکارۍ او تعامل له لارې په هېواد کې د ثبات او سولې سره مرسته وکړي، هیله ده چې د روسیې دا پرېکړه به نور هېوادونه هم وهڅوي چې د افغانستان د ملاتړ لپاره مثبت او رغنده چلند غوره کړي.

Exit mobile version