داعش په معاصره دوره کې، د رسنیو له ځواک ژوره پوهه درلوده او وتوانېده چې رواني جګړه د خپل تبلیغاتي وسلې په زېرمې کې په بېبدیله وسله بدله کړي، دا ډله چې د منځنیو پېړیو له ذهنيت سره تړلې وه، په مدبرانه او محاسبهشوي چل سره، له عصري ارتباطي وسایلو څخه د خلکو په منځ کې د وېري د خپرولو لپاره ګټه واخیسته، رسنۍ د داعش لپاره یوازې د اطلاع رسونې وسیله نه وه، بلکې هغه اکسیجن و، چې د دوی تکفیري ایدیولوژۍ ته یې ساه ورکوله او دا ایدیولوژي یې د نړۍ تر لرې پرتو سیمو ورسوله.
خونخوارو داعشیانو، د تحریف شوي محتواء د تولید او د فلم سازۍ له پرمختللو تخنیکونو څخه په استفادې سره، وتوانېدل چې له خپل ځان څخه یو وېروونکی خو عجیبا جذاب تصویر وړاندې کړي، دا افراطي ډله، چې ښه پوهېده تصویرونه په ذهن کې پاتېږي او خبرې تېرېدونکې دي، د لوړ کیفیت ویډیوګانو په جوړولو باندې ستره پانګونه وکړه، چې د هالیوودي ځانګړو اغېزو سره مل وې، د دوی کلیپونه نه یواځې د ویروونکو او دهشتناکو عملیاتو راپورونه وو، بلکې د هغوی د ادعا شوي خلافت تر واک لاندې د قدرت، انضباط او ایډیال ژوند یوې محاسبهشوي سره هم مل وو.
دا ویډیوګانې، چې له حماسي موسیقۍ نیولې تر سمبولیکو انځورونو پورې، د رواني علومو عناصر پکې استعمال شوي وو، هغو زیان منو ذهنونو ته خطاب کاوه، چې یا په غرب کې د هویت په لټه کې وو، یا د تش په نامه ژوند په لټون کې او یا تاوتریخوالي ته مایل شخصیتونه وو.
د داعش رسنیزه ستراتیژي پر دوو اساسي محورونو ولاړه وه: د جذابیت له لارې د نويو غړو جلب او د دښمنانو په زړونو کې د وېري خپرول، په لومړۍ برخه کې دوی د احساساتي محتوا د تولید او د تحریفشویو مذهبي سمبولونو په کارولو سره، په مخاطب کې د «نړیوال امت» د تړاو احساس ایجاداوه، د دوی پیغام ساده خو اغېزناک و: «ته هم کولای شې د دې داستان قهرمان شې» خو دویمه برخه – چې د وېرې خپرول و – د داعشي درندګانو ریښتینی هنر و.
دې ډلې به د غیر انساني او تاوتریخجنو صحنو خپرونه کوله، لکه سر پرې کول، سوځول او ډوبول؛ نه یواځې به یې خپل وحشت ښکاراوه، بلکې خپله ادعا شوی بېماتېوالی یې هم نندارې ته وړاندې کاوه، هر کلیپ داسې جوړ شوی و، چې یو روښانه پیغام ولري، لکه: «مقاومت بېفایدې دی».
د یادولو وړ خبره دا ده، چې داعش د لوېدیځو له رسنیزو الګو څخه هم هوښیارانه استفاده کوله، هغوی پوهېدل چې نړیوالې رسنۍ د خپلو لیدونکو د جلب لپاره د حیرانوونکي او هېښوونکو خبرونو محتاج دي. له همدې امله، تاوتریخوالی یې په داسې بڼه او انداز سره ترسره کاوه، چې نه دومره ډېر وي چې مخاطب پرې بېحسه شي او نه هم دومره کم وي چې نادیده ونیول شي، دا دقیقه محاسبه د دې لامل شوه، چې نړیوالې رسنۍ بې خبره د داعش د تبلیغاتي ماشین برخه وګرځي، آن دا چې کله ټولنیزې شبکې لکه توییتر (ایکس) د دوی حسابونه بندول، توهم لرونکي داعشیان به ژر تر ژره بدیلو رسنيزې وسیلې لکه ټیلګرام ته تلل او هلته به یې د خصوصي چینلونو له لارې له خپلو پلویانو سره اړیکې ساتلې.
د دې وېره پراخونکو تبلیغاتو شاته روان شناسي پر «ویره او پناه راوړنه» ولاړه وه، هغه تخنیک چې هټلر ترې مخکې هم ګټه اخیستې وه، داعش به لومړی له خپلو وحشتناکو عملونو سره ژوره ویره ایجادوله، بیا به یې ځان د دې وېري یوازینی پناه ځای معرفي کاوه: «له موږ ووېرېږئ او موږ ته راشئ». دا عجيبه دوهمخيتوب هم وېره وه او هم جذب، د دې ښکارندويي کوله، چې داعش د معاصر انسان له رواني ضعفونو ژوره پوهه لرله، هغوی پوهېدل چې ویره نه یوازې د تېښتې لامل کېدای شي، بلکې یو ډول ناسالمه تړون هم رامنځته کولای شي.
په پای کې، له بده مرغه د داعش رسنۍ وتوانېدلې له دې ډلې څخه یو داسې تصویر جوړ کړي، چې هم مهاله به کرکجن هم و او جذاب هم، وحشي هم و او منظم هم؛ دا قصدي تضاد، دقیقاً هماغه څه و چې د نړۍ توجه یې ځان ته راجلب کړه، نن که څه هم داعش له فزیکي پلوه کمزوری شوی او د زوال خوا ته روان دی، خو د دوی تبلیغاتي میراث لا هم د دې عصر د افراطيپالنې د رسنیزې ناوړه استفادې یو بې ساری مثال ګڼل کېږي، دې تجربې دا هم وښوده، چې د معلوماتو په عصر کې، یو وېرونکی ویروسي کلیپ، کولای شي تر یو ټانکه هم زیات خطرناک وي.