د بلوڅانو د یوې ډلې مشر: داعشيان بلوچستان کې فعال مرکزونه لري

#image_title

د بلوڅانو د یوې ډلې مشر ویلي چې داعشي خوارج په بلوچستان کې فعال مرکزونه لري او د پاکستاني حکومت له ”مستقیم ملاتړه“ برخمن دي.

د بلوڅ ملي غورځنګ په نوم ډلې مشر ډاکټر نسیم بلوڅ دا خبرې د مارچ په ۲۷تمه د ملګرو ملتونو یوې غیررسمي غونډې ته کړې دي. د هغه په وینا، ”د داعش په نوم د نړیوال ترهګر تنظیم مرکزونه په بلوچستان کې فعال دي او د پاکستاني پوځ تر مستقیم نظارت او ملاتړ لاندې فعالیت کوي“.

ډاکټر نسیم بلوڅ دا څرګندونې داسې مهال کوي چې څو ورځې وړاندې رویټرز خبري اژانس هم د خپلو سرچینو له قوله لیکلي وو چې د خراساني خوارجو مشر ثناء الله غفاري په افغانستان کې د داعشیانو د رهبري تر ځپل کېدو وروسته پاکستان ته تښتېدلی او په بلوچستان کې اوسیږي.

د رویټرز اژانس او بلوڅ ملي غورځنګ د مشر خبرې د المرصاد د هغه راپورونو تائید دی چې په کندهار کې تر وروستي برید وروسته یې د خپلو سرچینو په حواله ویلي و چې بلوچستان د خراسان د خوارجو په یوه مهم مرکز بدل شوی، شهاب المهاجر او د هغه نږدې ملګري په همدې سیمه کې اوسیږي او داعشیانو خپل روزنیز کمپونه او د بمونو جوړولو ورکشاپونه پکې جوړ کړي دي.

هېره دې نه وي چې د روژې په یوولسمه، په کندهار ښار کې د کابل بانک مخې ته ځان انفجاروونکی بریدګر، مادیاروف اسدبیګ، هم تر برید څو ورځې مخکې له بلوچستانه کندهار ته رااوښتی و.

هرماس الافغاني
Exit mobile version