د بغدادي خلافت او جهادي تنظیمونه

وروستۍ برخه

صلاح الدین (ثاني)

د جلال آباد په جنوبي سیمو کې د داعش د خراسان والي حافظ سعید چې د امارت اسلامي ټول مجاهدین یې وشړل، وروسته د امارت مجاهدینو نه غوښتل چې له داعش فتنګرو سره مخ شي، خو د داعشو له لورې په سیمه کې وحشت او دهشت د امارت مجاهدین دې ته اړ کړل چې د داعشو په وړاندې د جګړې ډګر ته راووځي، همغه وه چې په ډېر کم وخت کې د امارت مجاهدینو له داعش خوارجو هغه سیمې ونیولې چې دوی په کې فعال حضور درلود.

وروسته امارت اسلامي د جعلي خلافت ړندې رهبرۍ ته خط ولېږه او د دې حالت پوښتنه یې ور څخه وکړه خو عدناني د بوش په ډول سخت ځواب ورکړ، لکه څنګه چې بوش په ٢٠٠١ کال کې د امارت مجاهدینو ته یو سخت دریزه پیغام پریښود پیغام داسې وو، یا به تسلمېږئ او یا به وژل کیږئ.

عدناني هم د بوش په رقم د امارت مجاهدینو ته وویل: چې یا به د ابوبکرالبغدادي جعلي خلافت منئ او یا به وژل کیږئ.

نور نو د شک ځای نشته او داعش د امریکا یوه رسمي پروژه ده.

دا چې حافظ سعید د پولې هغه غاړه له ډیموکراتیک نظام سره جګړه ونه کړه او د پولې دا غاړه یې هم د ډیموکراتیک نظام په وړاندې جګړه ونه کړه او د اسلامي امارت په وړاندې یې خپله دښمني اعلان کړه، دا د داعشو د خارجیت دلیل ده او د هغو بعثي جنرالانو امر وو، چې غوښتل یې ټول هغه جهادي تنظیمونه چې د غربي او شرقي کفارو په وړاندې جنګیږي له منځه یوسي. د دې ټولو کنټرول او چارجر د امریکا په لاس کې وو، چې له مثالونو څخه یو مثال یې د امریکا انتخاباتو ته نامزاد (رابرټ کینډي) وینا چې وایي؛ داعش موږ ایجاد کړی او باید ورته د پای ټکی کېږدو.

 

پای!

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version