د بشریت بې نظیره شخصيت

عبدالرحمن فرقاني

د انساني تاريخ په هنداره كې زمونږ د نبي كريم “صلى الله عليه وسلم” لوي او سپيڅلي شخصيت دومره ځلانده او روښانه بريښي ، چې د انساني تاريخ له پیله تر اوسه پورې هغه لوي لوي شخصيتونه چې ورته د سپه سالارانو لقب ورکړ شوى د نبي كريم “صلى الله عليه وسلم” د شخصيت په وړاندي ډير واړه او كوچني ښكاري . د نړي په لويانو او مشرانو كي يو هم داسې شخصيت نشته چې د ژوندانه د يوه يا دوو اړخونو څخه سربيره يى شخصيت وده كړي وي .

څوك د نظرياتو پادشاه دی، خو د عمل قوت او طاقت ورسره نشته . څوك دعمل نمونه دي ، خو د فكرپه كمزورتيا آخته دي . د چا كمالونه او صلاحیتونه د سياسي تدبر په كړۍ كى محصور پاتی شوي دي . اوڅوك هم د فوځي مهارتونو مظهراوهنداره دی، چا د ټولنیز ژوندانه په يوه اړخ دومره ټينگار كړي چه نور اړخونه ئې ورنه پاتي شوي دي . چا اخلاق او روحانيت له پامه غورځولي، لنډه داچې په تاريخ كي د ژوندانه د يوه اړخ اتلان دي .

خو يوازي د نبي كريم “صلى الله عليه وسلم” شخصيت داسې دی ، چې ټول كمالونه اوصلاحیتونه په كى راټول شوى دي . هغه په خپله فليسوف او حكيم دي ، له نورو وړاندې ئې خپله فلسفه او حكمت په خپل ژوندانه كي نافذه كړي ده ، دعمل جامه يى ور اغوستي ده . هغه سياسي مدبر، مشرتابه او فوځي مشر دي ،هغه د قانون ايښودونكي هم دي ، هغه د اخلاقو معلم او ښونكي هم دي ، هغه مذهبي او روحي لارښود هم دي ، د هغه نظرد انساني ژوندانه په ټولو اړخونو باندي خوردي ، ان تر دې چه دژوندانه ټول هغه واړه واړه تفصيلات ئې په خپل ليد كي راوستي اوڅیړلی ئې دي . دڅښاك اوخوراك له آدابه نيوليه تربين المللي اړيكو پوري د هر څه په اړه ئې لارښونه او احكامات وركړي.

د خپلو نظرياتو په رڼا كي د يوه مستقل اوخپلواکه تهذيب څیښتن دي ، او د انساني ژوندانه په بېلابېلو اړخونو كي ئې داسي توازن او اعتدال ټینګ کړي ، چه د افراط او تفريط نښه هم نه پكي ليد ل كيږي .

آيا بل څوك كولي شي داسې جامعيت او هراړخيزتوب وړاندي كړي ؟

د نړۍ په لويو لويو شخصيتونه كې يو هم داسې شخصيت نشته چې لږ او ډيرد خپل چاپیریال نه متاثر نه وي ، خو د نبي كريم “صلى الله عليه وسلم” شان او شوكت له ټولو توپير لري ، د دوي د شخصيت په جوړښت كې د هغه محيط هيڅ ډول اغیزه نه ليد ل كيږي ، اونه هم د تاريخي لحاظه دكوم دليل په اسا س دا ثا بيتيدلي شي ، چې دعربانود هغه مهال چاپیریال اوټولنه دې دا لیاقت ولری ، چې يو داسي سپیڅلی انسان پيدا كړای شی . پدې هكله لدې پرته بل څه نشو ويلي ، چې د عربانو د هغه وخت ټولنه داسي يوه مشرتابه ته سخته اړمنه وه ، تر څود قبا ئلو انتشار له منځه يوسي ، او يو واحد قوم جوړكړي ، ملكونه فتح كړي اود انساني ژوندانه د فلاح اوهوسایۍ اسباب او لاملونه برابر كړي .د هغه وخت د عربانود تاريخ كومه بله ځانګړتیا نشو ثابتولي ، پرته لدې چې دعربانود هغه وخت مشرد ظلم ، بيرحمۍ ، وژنه ،مكر، غداري سمبول و ، او مشرانو به په ټولنه کې د موجود تقلید په اساس یو او بل ته مشرۍ پریښودې .

د هيگل د فلسفي تاريخ او د ماركس د مادي تعبيرد ليد لوري څخه ښكاريږی ، چې د هغه وخت چاپیریال يو ې واحدې پاد شاهۍ ته اړتیا درلوده ، خود هيگل او ماركس فلسفه هغه واقعه نده بيان كړی ، چې د هغه وخت په چاپیریال كى داسې يو شخصيت پيدا شوى و، چې دلوړو اخلاقو ښونكي ، دانسا نيت جوړونكي ، د نفسونوپاكونكي و، د جاهليت د اوهامو او تعصباتو له منځه وړونكي و. نظر يى له يوه قوم او ملك څخه وړاندي په ټول انسانيت خور و. چا چې د خپل قوم لپاره نه بلكې د ټول انسانيت لپاره د يو اخلاقي ، روحاني ، سياسي او ټولنیز نظام بنياد كيښود ، چا چې د ژوند راكړه وركړه او سياسي بين المللي اړيكي د خيا ل په عالم كي نه بلكې د واقعيت په عالم كي د اخلاقي بنيادونو په اساس جوړه كړه ،او د روحانيت او ماديت اړوند ئې بشريت ته دا سې متوازنه لارښونه وكړه ، چې اوس هم د حكمت او پوهي په ډګر کې بې نظیره ده ، څرنګه چې هغه مهال وه .

آياكولاي شو ووايو : چې داسې يوپياوړی شخصيت د هغه وخت دتعصب نه ډک چاپيریال زیږولی وي ؟

نه يوازی دا چې رسول الله “صلى الله عليه وسلم” د خپل چا پیریا ل نه متاثر نه شو، بلكې كه چيرې مونږ د نبي كريم صلی الله علیه وسلم كړه وړه په غور وگورو ، نو له هرډول زماني او مكاني قيدونوڅخه ازاد و،اود وړاندي تگ لپاره ئې د هغه وخت ټول قيدونه او ناوړه رواجونه له منځه يوړل . رسول الله (ص ) انسان ته په هره زمانه ا وهر چاپیریا ل کې د ژوندانه لپاره داسي اخلاقي او عملي لارښونه كړي ده ، چې په هر حا ل او هره زمانه كي دانسان لپاره ګټمنه او منا سبه ده . رسول الله ص له هغو شخصيتونو څخه نه دی چې د تاريخ په تیریدو زوړ شي ، د چا پيژندنه كه مونږ ددې حيثيت له مخې وكړوچې هغه په خپله زمانه كې ښه لارښود و ، نو رسول الله (ص )هغه ممتازشخصيت دي چې د ټول انسانيت د لارښونې لپاره غوره شوی ، اود تاريخ سره سم په حركت كې دی ، په هر دور اوهر پړاو كي نوي ښكاري ، له ابتدا څخه ئې نظروړاند ي او لري و .

مونږ كه چا ته د تاريخ د جوړونكي لقب وركوو ، هغه په حقيقت كى رسول الله (ص) دی ، اصلا په انساني تاريخ كى د تاريخ جوړونكي يوازی يو شخصيت دي ، او هغه نبي كريم (ص) دي . په نړي کې چې هرڅومره مشرانو انقلاب راوستي كه د هغوي په حالاتو تحقيقي څيړنه وشي ، نو په ډاگه به شي چه په ټولو ځايونو كي د انقلاب او بد لون اسباب له وړاندي برابر شوي وو، او دغو اسبابو او لاملونوچې د انقلاب او بد لون غوښتنه يى كوله په خپله د انقلاب لاره اواره كړی وه ، انقلابي مشرانو صرف دومره كړي چې دموجودو حالاتو غو ښتنه ته يى دعمل جا مه ورآغوستي ده ، او د يوه اداكار حيثيت يى ادا كړي دي چا ته چې ستيج او رول له وړاندي تعين شوي وي . ريِښني انقلاب او بد لون په تاريخ كي يوازی نبي كريم ص راوستي دي ، داسي يو انقلاب ئې راوستی چه اسباب يى له وړاندې موجود نه وو ، نبي كريم ص ورته په خپله اسبا ب برابر كړل ، چيرته چه د انقلاب مواد نه وو او نبي كريم ص ورته مواد برابركړل ، چيرته چه د انقلاب تياري او استعداد په خلكو او وگړو كي نه و، هلته نبي كريم ص د خپل لید لوری سره سم سړي په ټولنه كي وروزل ، د خپل پياوړي شخصيت د قا لب په اساس يى داسي انسانان تربيه كړل ، كوم چه ده غوښتل ، د ده د ارادې قوت او طاقت په خپله د انقلاب اسباب برابر كړل ، په خپله ئې د انقلاب څرنگوالي او صورت تعين كړ، او په خپله ئې د خپلې ارادې په اساس د حالاتو مقابله وكړه ، او په هغه تگلاره يى د تگ هڅه وكړه كومه چې ده ته ټاکل شوی وه .

آیا د انسانی تاریخ په هنداره کې بل داسې تاريخ جوړونكی او انقلاب انگيزه شخصيت پیدا کولی شو ؟ . صلى الله عليه وسلم .

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version