د ا.ا.ا کې اقتصادي ارزښت ته ځغلنده کتنه!

أحمد عابد

#image_title

اقتصاد د هر نظام یا ټولنې د ملا تېر ګڼل کيږي، د خلکو ژوند او د ټولنې پایښت له اقتصادي ثبات سره ژورې اړيکې لري، اقتصادي ثبات د ټولنیز عدالت، دندې برابرولو او د بې‌وزلۍ له منځه وړلو لپاره بنسټېز اصل دی. کله چې اقتصاد ځواکمن وي، خلک د ژوند بنسټیزو اړتیاوو ته لاسرسی پیدا کوي او دا هرڅه د ټولنې د ثبات او پرمختګ سبب ګرځي.

 

د یوه هېواد سیاسي ځواکمنتیا هم تر ډېره له اقتصادي ځواک سره تړلې موضوع ده؛ که اقتصاد کمزوری وي، سیاسي ستونزې، بغاوتونه او داخلي یا خارجي فشارونه زیاتېږي او که قوي وي د نظام پیاوړتیا تضمېنولاى شي.

 

حتى د یوه نظام د امنیتي او دفاعي چارو د پرمخ وړلو لپاره هم قوي اقتصاد اړین دی، وسلې، تجهیزات او د امنیتي ځواک د ساتلو لپاره بودیجه د اقتصادي منابعو له لارې برابریږي.

 

په اوس وخت کې خو اقتصاد په نړیوال ډګر کې دومره مهم دى چې له هېوادونو سره اړیکې ډېر ځله د اقتصادي قوت پر بنسټ جوړېږي، یو هېواد چې اقتصادي پیاوړتیا لري، په نړیواله کچه د نفوذ او همکارۍ وړتیا پکې زياته وي.

 

نو کله چې نظام اسلامي وي، د نورو نظامونو په پرتله يې بايد اقتصادي چارو ته پاملرنه زياته وي، په اسلامي نظام کې اقتصادي چارې د ډېرو لوړو ارزښتونو او اصولو پر بنسټ ولاړې دي، ځکه چې اقتصاد نه یوازې د خلکو د اړتیاوو پوره کولو لپاره وسیله ده، بلکې د ټولنیز عدالت، رفاه، پرمختګ او د الله تعالی د حکمونو پر ځای کولو یوه مهمه برخه ده.

 

په اسلامي نظام کې باید اقتصاد داسې مدیریت شي چې د ټولو خلکو اړتیاوې په عدالت سره پوره شي، بې‌وزلي او نابرابري پرې له منځه لاړه شي او ټولنه د اسلامي اصولو پر بنسټ د اقتصادي خپلواکۍ او پرمختګ لورې ته لاړه شي.

 

له همدې امله د افغانستان اسلامي امارت په تېرو درېیو کلونو کې د اقتصادي چارو په برخه کې یو لړ مهم ګامونه پورته کړي او لاسته راوړنې لري چې د يادونې وړ دي، دا ټولې هڅې څرګندوي چې اسلامي امارت اوس هڅه کوي، د بهرنۍ مرستې له کړۍ ځان وباسي او پر خپلو طبیعي شتمنیو او کورنیو ظرفیتونو تکیه وکړي. دغه پرمختګونه د کانونو د استخراج، د اوبو د مدیریت او د صادراتو د زیاتوالي په برخو کې په ځانګړي ډول د ستاینې وړ دي.

 

اسلامي امارت هڅه کړې چې د افغانستان اقتصاد د بهرنيو مرستو پر ځای پر خپلو پښو ودروي، د نړیوالو مرستو د بندېدو له امله که څه هم په پيل کې افغانستان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شو، خو له کورنیو سرچینو اغېزمنې ګټې اخیستنې دا فشار تر یوه حده کم کړ. د کانونو عواید، د کرنې وده او د صادراتو زیاتوالی ټول د دې څرګندوی دي چې افغانستان د اقتصادي ځان‌بسیاینې پر لور ګړندي ګامونه اخیستي دي.

 

د اسلامي امارت په درې کلنه دوره کې د افغانستان صادرات له ۸۰۰ میلیونه ډالرو څخه نږدې دوه میلیاردو ډالرو ته لوړ شوي دي، تر څنګ يې د قوش‌تپې کانال پروژه، د کانونو استخراج او د افغانیو ثبات ساتل د پام وړ پرمختګونه دي.

 

د ا.ا.ا رهبري او مشران باور لري چې د اسلامي نظام په چوکاټ کې، اقتصاد یوازې د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو وسیله نه، بلکې یوه لویه دیني وجیبه ده چې د الله تعالی د حکمونو د پلې کېدو لپاره کارول کېږي او ځان ته مهم او قوي اهداف لري.

 

د مشرانو باور دا دى چې الله تعالی انسان ته د ځمکې شتمني د امانت په توګه ورکړې او د دې د صحیح مدیریت مسؤولیت يې ور په غاړه کړى دی، د اقتصادي چارو هدف باید یوازې ګټه نه، بلکې د ټولنې سوکالي او د اسلامي اصولو پلې کېدل وي، له همدې کبله هېڅ کله په اقتصادي چارو کې شرعي او اسلامي لارښوونې نه هېروي.

Exit mobile version