د ایران په کرمان کې د ترسره شوي برید تر شا عوامل او اهداف

نعمان هروي

د داعشي پروژې اهداف له هیچا څخه هم پټ نه دي. په اسلامي امت کې د نفاق د تخم كرل، د اسلامي امت په اسلافو د بې اعتمادی پیدا کول، په عراق او افغانستان کې د اشغالګرو پر خلاف د جهاد ناکامول، په امت کې د جهاد په فکر د سمبالو ځوانانو فكري انحراف رامنځته کول او په داخل د امت کې یې کارول، د نړۍ په لر او بر کې په تېزي سره د اسلامي دعوت د خپرېدو د مخنيوي په موخه د اسلام او مسلمانانو بدنامي د داعشي پروژې له سترو اهدافو څخه وو.

داعشيان چې اوس مهال په زياتو ساحو کې خپاره شوي تازه يې د يوې اجرتي کمپنۍ شکل اختیار کړی او په غیر مستقیمه توګه استخباراتي سازمانونه ترې ناوړه استفاده كوي.

المرصاد داسې اطلاعات ترلاسه کړي چې په سیمه کي ځيني استخباراتي سازمانونه له خپلو اجینټانو څخه مصنوعي ګروپونه تشكيلوي، داعشي فکر ورزده کوي، بيا يې د داعشيانو د خراسان له څانګې سره په ارتباط کې کوي او د داعشيانو د اعتماد اخیستلو لپاره پر اهل تشيع بريدونه ورته سرته رسوي. کله يې چې له داعشیانو سره ارتباط ټینګ شي، بيا يې د خپلو اهدافو لپاره کاروي.

ويل کېږي د موساد په شمول زيات د لويديځو هيوادونو استخبارات او د افغانستان په ګاونډ او سيمه کې ځيني استخباراتي سازمانونه په دې لوبه کې اخته دي.

د داعشيانو د پروژې په اړه د تحقيقاتي مراکزو ډېرى متخصصين په دې عقيده دي چې د ایران په کرمان ښار کې په ولسي وير کوونکو بريد د داعشيانو د همدې مصنوعي ګروپونو کار دی او ممکن د دې لپاره دا برید طرحه شوی و تر څو ایران په کور دننه مصروف کړي او پرېنږدي چې په فلسطین او لبنان کې د اسرائیلو پر خلاف فعال نقش ولوبوي. له بل پلوه دا د اسرائيلو (د مرگ به هزار ضربه چاقو) د ستراتیژي له مخې يو عمل ښكاري کومه چې د ایران په اړه لري.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version