په پاکستان کې د او آی سي غونډه د افغان ولس د حقونو، د ښځو د تعلیم او د انساني بحران په تناظر کې وړاندې کېږي، خو د دې غونډې اصلي موخې بل ځای پټې دي، پاکستان تل هڅه کړې چې افغانستان تر خپل اغېز لاندې وساتي، خو کله چې د افغانستان اسلامي امارت د خپلې خپلواکۍ پالیسي خپله کړه، نو دا د پاکستان لپاره د منلو وړ نه وه.
د او آی سي غونډه هم د دې لړۍ یوه برخه ده، یوه سیاسي حربه چې موخه یې د افغانستان اسلامي امارت کمزوری کول او فشار پرې راوړل دي، خو پوښتنه دا ده چې پاکستان، چې په خپله د بشري حقونو، د بیان د آزادۍ او د تش په نوم دیموکراتیکو اصولو د نقض کولو لپاره مشهور دی، کم بل هېواد ته د درس ورکولو حق له کومه تر لاسه کړی دی؟
هغه پاکستان چې غواړي افغان ماشومانو او نجونو ته د تعلیم حق ورکړي، آیا په خپل هېواد کې یې د ماشومانو د تعلیم لپاره څه کړي دي؟ د پاکستان حکومتي شمېرې ښيي چې په دغه هېواد کې له ۲۶ میلیونو څخه زیات ماشومان له ښوونځیو او مدرسو بهر دي، چې په نړۍ کې د تعلیم څخه د بې برخو ماشومانو تر ټولو لوړه کچه ده.
دا حقیقت له هيڅ چا پټ نه دی چې د پاکستان دولت، په ځانګړې توګه پوځ، تل د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کړې ده، هره افغانه اداره د خپلې خوښۍ سره سم چلول، کله د سرحدي لانجو راپورته کول، کله د سوداګرۍ لارې تړل او د افغانستان اقتصاد ته زیان رسول او کله د ترهګرۍ تورونه لګول چې د افغانستان ولس په نړیواله کچه بدنام کړي.
دا ټولی هغه حربې دي چې د پاکستان د افغاني پالیسۍ برخې وې، خو اوس وخت بدل شوی دی، افغانستان اوس د بهرني فشار منلو ته تیار نه دی او پاکستان باید دا ومني چې نورې خپلې زړې لوبې نشي ترسره کولای.
که پاکستان ته واقعاً د بشري حقونو او آزادۍ اندیښنه وي، نو باید په خپل هېواد کې روان ظلمونه ودروي، د پاکستان اسټبلشمنټ او ترې لاندې حکومتونو تل د خپلې ناکامۍ پټولو لپاره بهرني موضوعات راپورته کړي دي، په افغانستان باندې نیوکه او فشار راوړل هم د دې سیاست یوه برخه ده، خو حقیقت دا دی چې په خپله پاکستان د سختو داخلي بحرانونو سره مخ دی.
په هېواد کې یې سیاسي بې ثباتي خپل اوج ته رسېدلې ده، په وروستیو کلونو کې د پاکستان په سیاست کې هر هغه څه وشول، چې ټولې نړۍ ولیدل، یو منتخب حکومت د پوځ د سیاستونو تر خوښۍ لاندې ختم شو، چې داسې سیاسي بحران یی رامنځته کړ چې تر ننه روان دی، په ټاکنو کې ښکاره درغلۍ، په رسنیو بندیزونه او د قضایي نظام د خپلو موخو لپاره استعمال؛ دا هغه ګامونه دي چې په پاکستان کې موجوده نمایشي دیموکراسي یې یوه ټوکه ګرځولې ده.
په بلوچستان کې د ریاستي ظلمونو تاریخ څو لسیزو ته رسېږي، زرګونه بلوڅ ځوانان په زوره بې درکه کړل شول، سلګونه مسخه شوې مړي په شاړو سیمو کې وموندل شول او پاتې یې یا په زندانونو کې دي یا له هېواده تښتېدلي دي.
د پاکستان ریاست تل د بلوچستان ولس باغیان او تجزیه غوښتونکي ګڼلي او د هغوی حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي، هغوی یې له تعلیم، کار او اساسي خدماتو بې برخې کړل، په بلوچستان کې جبري ورکونې او ماورای عدالت وژنې عادي ګرځېدلې دي، د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې هر هغه څوک په نښه کوي چې د ریاستي جبر پر وړاندې غږ پورته کړي.
په خیبر پښتونخوا کې هم حالات چندان مختلف نه دي، هلته خلک د ترهګرۍ ضد جګړې په نامه په نښه کړل شول، د پاکستان پوځ د عملیاتو په ترڅ کې بې ګناه ولس ته ډېر زیان ورساوه، ټول کلي یې وران کړل، بې ګناه خلک یې د ترهګرو په نوم ووژل او چا چې د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کړ، هغه یې غدار او د هېواد دښمن وباله.
پاکستان چې د نورو هېوادونو د بشري حقونو په اړه خبرې کوي، باید لومړی د خپل هېواد رسنیو ته وګوري، دلته خبریالان ښکاره توګه تښتول کېږي، شکنجه کېږي او زیات وخت وژل کېږي، رسنۍ د پوځ تر بشپړ کنټرول لاندې دي او هر څوک چې د هغوی پر خلاف خبرې وکړي، هغه یا خاموشه کېږي یا مجبورېږي چې له هېواده وتښتي.
د ۲۰۲۳ مېلادي کال لپاره د “هیومن رایټس واچ” راپور ښیي چې په پاکستان کې د بشري حقونو وضعیت ډېر خراب دی، د بیان آزادي، د اقلیتونو حقونه، د ښځو حقونه او سیاسي آزادۍ په دوامداره توګه کمېږي، پاکستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د بنسټیزو حقونو نقض پکې عام دی.
په ۲۰۲۴ مېلادي کال کې په پاکستان کې د بشري حقونو په اړه ډېرې ستونزې مخې ته راغلې دي، د “ورلډ جسټس پروجیکټ” د روا آف لا انډیکس کې پاکستان په ۱۴۰ هېوادونو کې ۱۲۵م ځای لري، چې په بشري حقونو کې ټیټ ځای ښيي.
د پاکستان د بشري حقونو د وزارت د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۳ مېلادي پورې په پنجاب کې د ښځو پر وړاندې د تشدد، جنسي تېري او وژنو ۴,۳۷۶ پېښې ثبت شوې دي، چې دا د نورو صوبو په پرتله تر ټولو ډېره شمېره ده او دا یوازې د یوه ولایت وضعیت دی.
په دې حالاتو کې، هغو کسانو ته چې په او آی سي کانفرانس کې ګډون کوي، پکار ده چې دا درک کړي چې د افغانستان په چارو کې مداخله او د پاکستان د سیاسي چلونو برخه جوړېدل غیراخلاقي او زیان رسوونکي دي، که دا غونډه په رښتیا د بشري حقونو او د ښځو د تعلیم لپاره وي، نو لومړی باید په پاکستان کې روانې جبري ورکول، د پوځ ظلمونه او د بیان پر آزادۍ بندیزونه وڅېړل شي.
اوآی سي باید د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې پر ځای له دې هېواد سره د برابري په بنیاد اړیکې جوړې کړي، د افغانستان اقتصاد، تعلیم او پرمختګ لپاره عملي ګامونه واخیستل شي، نه دا چې د پاکستان اجنډا مخته یوسي، که او آی سي غواړي خپل وقار وساتي، نو باید د پاکستان له سیاسي حربو ځان لرې وساتي او په واقعي ستونزو تمرکز وکړي.