د امیرالمؤمنین حفظه الله په پیغام کې څه وو؟

#image_title

  1. ماهر بلال

د الله عزوجل د ستر نعمت اسلامي شرعي نظام او خپلواکي شکران مونږ په داسې وخت کې کوو، چې په سر مو الحمدلله یو ښه مؤمن او با تقوا شخصیت حاکم دی، هغه امیر دی او مونږ یې اطاعت کوو، مونږ په دې خوشحاله یو چې د نړۍ پر مخ د یو داسې امیر له امارت برخمن یو، چې ثاني یې په نړۍ کې نه لیدل کیږي. الحمدلله

 

د عالیقدر امیرالمؤمین حفظه الله ورعاه له لوري د کوچني اختر عید الفطر د رارسېدو په مناسبت؛ یو اختریز پیغام شریک شو. دا پیغام د یو مخلص مؤمن زړګي دردمنې خبرې تر مونږ انتقالوي، د پیغام په لوستلو سره سړی پوهیږي، چې دا پیغام د یو عادي شخص نه بلکې د امت په درد د یو غمجن شخص دی، چې نن د یو اسلامي شرعي نظام مسؤلیت په غاړه لري.

 

د حضرت امیرالمؤمنین شیخ القران والحدیث مولوی هبة الله اخندزاده حفظه الله ورعاه دا عالمانه اختریز پیغام په څو برخو خپور شوی، چې زه ستاسو پام ورته را اړوم:

عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب په اول کې د نړۍ ټولو مؤمنانو ته د مبارکۍ او دعاؤو ترڅنګ د افغانستان مؤمن مجاهد ولس ته په اسلامي شرعي نظام د شکران هدایت کوي، ځکه په نعمت شکر ویستل هغه څه دي چې نعمت زیاتوي او پراخوي یې لکه څرنګه چې الله عزوجل فرمایلي: لئن شکرتم لأزیدنکم الخ …

په دوهم پړاؤ کې حضرت شیخ صاحب علماء کرام او د مساجدو امامان خپل مسؤلیت ته متوجه کړي او ورته یې ویلي: چې ټول خلک او د اسلامي امارت مسؤلین لا ډیر د الله عزوجل بندګۍ ته متوجه کړئ، اصلاح یې وکړئ او د خیرخواهۍ طرف ته بلنه ورکړئ، د هغوی د اعتقاداتو او اعمالو اصلاح وکړئ خصوصا له معاصرو فتنو څخه یې وساتئ.

 

درېم پړاو ته امیرالمؤمنین حفظه الله د اسلامي شریعت تنفیذ عنوان ورکړی، د دې عنوان لاندې امیر حفظه الله د جهاد مقاصد، د عدالت تامین، شرعي حدود او تعزیرات، د علماؤ شوراګانې، له منکراتو څخه مخنیوی او د معروفاتو د اقامې لپاره کوششونه کول ضروري بللي او ویلي یې دي: چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر او همدا شان د محاکمو دفاع او ورسره همکاري ضرور وکړئ.

 

په څلورمه برخه کې د مؤمنانو امیر تعلیم او تربیه د نوي نسل لپاره ضرورې ګڼلې او د همدې عنوان لاندې یې ډیرې خبرې کړي، چې دلته مختصرا راخیستل شوي، د تعلیم او تربیې په اړه د حضرت شیخ صاحب له ډیر مخکې هڅې روانې وې، هر وخت یې د دې په اړه لازم اقدامات هم کړي چې ژوندي مثالونه یې د مدارسو او مکاتبو یوځای والي ته ګړندۍ هڅې، یتیمانو ته بلا توپیر د دارالایتامونو ترتیبول، مدارسو ته یو لک بستونه منظورول او د پوهنې ټول نصاب تغییرول؛ چې په دې سره به له نصاب څخه بې ځایه موضوعات لرې او اسلامي شرعي نصاب به پکې پرځای کړل شي.

 

امنیت؛ دا بیا هغه موضوع ده چې له عالیقدر حفظه الله څخه نیولې تر یو ادنی افغان پرې افتخار کوي او د اسلامي امارت لویه لاسته راوړنه یې بولي، امیرالمؤمنین حفظه الله هم امنیت ته په اشارې سره ویلي چې ”افغانستان څو لسیزې په بې امنیتې ناخوالو او ستونزو کې تیرې کړي، له ډیرو قربانیو وروسته د الله تعالی ستر نعمت ورباندې شوی او په افغانستان کې یې د اسلامي نظام په برکت د امن فضا حاکمه کړې چې په برکت یې هم ظاهري امنیت راغلی او هم باطني امنیت، د خلکو مالونه، عزتونه او نفسونه په امن شوي“ امیرالمؤمنین حفظه الله د امنیت په اړه په خپل پیغام کې په ټولو افغانانو باندې د افغانستان امنیت ساتلو او د امنیتي ځواکونو سره همکاري باندې امر کړی او دا یې د ټولو مسؤلیت بللی، د مفسدینو مخنیوی هم یو له هغو ضروریاتو دی، چې امیر حفظه الله یې یادونه کړې او دا کار یې جدي بللی.

 

د اقتصاد تر سرلیک لاندې په اختریز پیغام کې ډیرې په ځای او مهمې لارښونې هم شوي. د امیرالمؤمنین په پیغام کې مهمه خبره داده، چې په پردیو تکیه مکوئ او مه د نورو په طمعه کښینئ! د اقتصاد په اړه د حضرت شیخ صاحب خبرې که چیرې په کامله توګه عملي شي، ژر ده چې هیوادوال به د لوی بدلون شاهدین واوسي.

 

د سیمې له ټولو ملکونو سره د اسلام د مقدس دین په رڼا کې متوازن او اقتصاد محوره سیاست، له اسلامي نړۍ سره د اسلامي امارت اړیکې د ورورۍ په اساس، داسې یو دریځ خپلول؛ چې د مسلمانانو ټولې مشترکې ستونزې راکمولی او حل کولای شي دا او دې ته ورته نور هم په پیغام کې مهم نکات دي.

 

همدا راز د نشه یي توکو سره د کلک تضاد او د مخدره توکو پر وړاندې د اسلامي دریځ خپلولو پوره پوره یادونه شوې، د اسلام له نظره د نشه یي توکو کارونه او خرڅونه بدترینه کار ګڼل کیږي، نو حضرت امیر حفظه الله هم اسلام ته د وفادارۍ په اساس دا خبره کړې د همدې وفادارۍ په برکت د اسلامي امارت مسؤلینو د امیرالمؤمنین حفظه الله په امر په زرګونه نشه یي توکو اخته مریضان روغتونونو ته استولي او د هغوی درملنه یې کړې.

 

په پیغام کې زیاته توجه تعلیم او تعلم باندې شوې خو له دې هم زیاته توجه د اسلامي نړۍ د ستونزو او ناخوالو په اړه بالخصوص د فلسطین مظلوم مسلمانانو په اړه د امیرالمؤمنین حفظه الله د زړه درد بیخي ظاهره ښکاري، هغه حفظه الله په خپل پیغام کې د نړۍ قوت لرونکي مسلمان هیوادونو باندې د غزې د مظلومانو کومک ته د رامخکې کیدو وړاندیز کړی، خو ارمان چې د اسلامي نړۍ په خوب ویده حکمرانان یې د زړه درد واوري، ارمان!

 

په اختریز پیغام کې د مسلمانانو خیرخواهي ته هم زیاته توجه شوې همداسې ډیرې په ځای سپارښتنې مسؤلینو ته شوي، د دښمنانو په اړه یادونه پکې شوې، چې غربي دښمنان او د هغوی غلامان خوارج او بغاة غواړي، راغلی امنیت په یو بل ستر ناورین بدل کړي، خو د “قل موتوا بغیظکم” په آیت کریمه سره د امیرالمؤمنین حفظه الله له لورې دوه ټکي ځواب ورکړل شوی.

 

دا هغه څه دي، چې د یو مؤمن قیادت په اسلام محکم والی او په اسلام و مسلمان د دردیدلو لوی ثبوت کیدلای شي، دلته د دښمن ټول ذهن خطا ویستونکي سوالونه خپله تر سوال لاندې راځي.

 

که چیرې تاسو د امیرالمؤمنین حفظه الله دا اختریز پیغام په دقت ولولئ نو پوه به شئ چې د خوارجو له لورې هروخت کیدونکي انتقادونه بې ځایه او د کافر دښمن پروپاګند دی (کوم چې خوارج مخ ته وړي او یو رنګه همکاري د دښمن سره کوي) ځکه امیرالمؤمنین حفظه الله د افغان مجاهد ملت ترڅنګ د ټولو مسلمانانو خیرخواه وو/دی او خیرخواهي یې غواړي، که څوک امیرالمؤمنین حفظه د دې پیغام له درکه مطالعه کړي ضرورت به پیدا نشي، چې د دښمن خبرو ته بیا غوږ ونیسي.

 

په افغانستان کې اوس ‏د غلامانو سترګې مړې، د خوارجو هیلې پاتې او د امریکایي بادار په غیږ کې دي، بل طرف په افغانستان کې د امن فضا حاکمه، مؤمنان خوشحاله او قیادت د دوی په منځ کې په نعمت د شکران توصیې خپروي.

 

دا هم د شکر ځای دی چې قائد مؤمن دی او د مؤمنیت په لحاظ لارښونې کوي. الحمدلله

 

د داعشي خوارجو او په څنګ کې د دوی د ملګرو یعنې بغاتو په اړه قاطع دریځ د حضرت امیرالمؤمنین حفظه الله له لورې یو ستر ګام دی، چې د صدق سره اړخ لګوي.

 

الله عزوجل دې د صادقو مؤمنانو دا صادق امیر تل همداسې تاند او هڅاند وساتي او د مؤمنانو زړونه دې پرې تل تازه وساتي.

 

دښمن دې تل ذلیله او د مؤمنانو له خوا په عذاب کې وي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version