د امت په ننګه

عزيز الدين مصنف

د دفاع وزیر چې د ټول هېواد د تصفیوي او امنيتي کمېسيون د ریاست چارې هم ور لغاړې دي، د ولس په وړاندې راڅرګندېږي، د رسنیو په مرکز کې راټول شوي ژورنالستان کوم نوي زیري ته په تمه دي، ټول هڅه کوي چې د ځوان رهبر لومړنۍ ملغرې زه انعکاس کړم.

سپه سالار د ملت په نمایندګي د امت په وړاندې خبرې کوي، دا یوه سرنوشت سازه مرحله ده، هغه څه چې سترګې ور اوړي اوس باید په ژبه ولوستل شي، د غازي پوځونو له پرمختګونو یادونه وشي، د ګمنامه اتلانو لاسته راوړنې څه دي، د شهیدانو په وینو ګټل شوی راپاتې امانت څنګه وساتو، د دې نظام د پایښت رموز څه دي، څنګه له خپل اړخه د امت حق ادا کولای شو او څه وخت به د امارت لوړ اهداف تعبیر مومي.
ځوان سپه سالار د الله ﷻ تر حمد او ثنا وروسته له امریکایي اشغاله د هېواد د بشپړې آزادۍ په مرحلو لنډ بحث کوي، د راتلونکي اهدافو په اړه وايي:
موږ له هغو هېوادونو څخه چې بهرني شرير عناصر د دوی له لارې افغانستان ته را داخلېږي، په کلکه غواړو چې خپل زمیني او هوایي سرحدات په جدي توګه کنټرول کړي او پرې نږدي چې افغانستان ته د دوی له لارې شرير عناصر را داخل شي.
تاجکستان او پاکستان یې خاص مخاطبین وو، دا دواړه هېوادونه که په خپلو کړنو له سره کتنه ونکړي، لېرې نه ده چې د خپلو بادارانو په برخلیک به اخته شي.

د اسلامي نظام تر قیام وروسته هر ډول فتنه او فتنه ګر له خاورو سره خاورې شوي، اختطاف او پکې مشمول عناصر له منځه تللي، د فاسد او فساد جرئت مردود شوی، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړي فرمان له مخې د مخدره توکو کرکېله صفر ته راښکته شوې، کاروونکي یې د یوه خاص سیستم له لارې په مختلفو مرحلو کې تدواي کېږي، د عفوې تر اعلان وروسته چا ته لا ستوغه خبر نده شوې او نه یې څوک جرئت لري، د اعداد مدرسې وخت په وخت د اسلامي نظام څخه د قربانۍ په فکر روزلي ځوانان ټولنې ته وړاندې کوي، د راعي او رعیت تر منځ توپیر یوازې په تقوا کې دی، د مهاجرینو لپاره د ټول نظام څرخ په حرکت راغی داسې چې نا اټکل شوي حالت سره مخ کېدل او بیا دا دروند بار ته اوږه ورکول یوازې الهی نصرت غواړي،

نظام دننه په ملکي او نظامي ادارو ګډو کمیسیون کار کوي، هر هغه څوک چې د اسلامي شریعت خلاف په کړنو تورن پېژندل شوی وي سمدلاسه له صفوفو ویستل کېږي او د وروستیو اجرااتو لپاره عالي محاکمو ته له رسمي دوسیې سره سپارل کېږي.
د ډاډمن امنیت تر اعلان وروسته ځوان سپه سالار خپلې عمري سترګې په پوره جلال پورته کوي ته به وایې چې د کوم نوي دریځ ښکارندويي کوي:

د ملت په نمایندګي د امت درد ته ملهم غواړي، غزه د فلسطین حق دی او د دې حق د بیا اعادې لپاره د ټولو اسلامي اميرانو مسئولیت جوړېږي چې دفاع ته یې مټې را ونغاړې.
په یوه محدوده جغرافیه کې د سرسپارلیو مجاهدینو د بریا د مبارکۍ مراتب د حماس ګمنامه سپاهیانو ته وړاندې کوي.
په لوړ سر اعلان کوي چې اسرائیل د فلسطین د مبارکې خاورې غاصبین دي، د ټولو مؤمنانو شرعي وجیبه ده چې له فلسطینینانو سره د آزادۍ په دې معرکه کې برخه واخلي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version