د امت بې لاريتوب، د کفارو هڅې او د اسلامي نړۍ غفلت

حسان مجاهد

نن له هر لوري د فتنو او فسادونو بازار ګرم دی، ځوانان مو په فکري او عقيدوي انحراف کې او پيغلې مو په بې حجابي او فحاشي کې را ګیر دي.
مسلمانانو د اسلافو تاريخ او تګلاره هېره کړې او د ژوند په اجتماعي او انفرادي برخو کې يې د کفارو تقليد غوره کړی. نن مسلمانان ډير دي خو په اسلام باندي د استقامت او عمل فيصدي ډېره کمه ده.
هري کورنۍ ته د معاصر الحاد او بي دینۍ بادونه ورسيدلي او په هره مسلمانه کورنۍ کې د غربي افکارو ترويج پر مخ روان دی. د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) هغه خبره رښتيا شوه چې په آخره زمانه کې به یو څوک ماښام مسلمان، خو سهار به کافر وي، سهار به مسلمان ماښام ته به کافر وي، يو څوك به ويده وي خو له زړه څخه به يې په ناخبرۍ کې د زړه امانت(ايمان) پورته شوی وي. کفار څه چې مسلمانانو انسانيت وشرماوه؛ نيمه ورځ انسان وي او نيمه ورځ یې له ځانه سپی یا خنځیر جوړ کړی وي، له سړي سره د سړي واده، له ښځې سره د ښځې نکاح، له سپیو او نورو څارويو سره واده او له خپل ځانه سره واده خو ورځ تر بلې عادي کیسه ګرځي. مسلمانانو په دنيا کې د انسان د پیداښت مقصد له ياده ايستلي، د هیمینزم(انسان پرستي) عقيده يې خپله کړې، د خپل عيش او هوس لپاره د يو مسلمان په صفت نه، بلکې د انسان په صفت ژوند کوي او دنیوي ژوند ورته دومره مهم بلل شوی، چې په بدل کې یې تر دين تیریږي. هره اسلامي ټولنه په کورني، مدني او سیاسي ژوند کې د فساد په لور روانه ده.
د خلګو پخوانۍ خپلمنځي مينه او باور له منځه لاړ او په ځای یې بدبینیو او بدبختیو سر راپورته کړ. مسلمانانو د جاهليت د زمانې ټول رواجونه را ژوندي کړل لکه: د وړو وړو خبرو په سر جنګونه او وژنې، ناروا مينې او عشق بازۍ، غلاوي او لوټ مارۍ، فخر، تکبر، ظلم، استبداد، زور واکي، فحاشي، عرياني، عياشي، بد فالي او داسي نور….

په مسلمانانو کې له دا ډول ناخوالو او فسادونو څخه په ګټه کفارو هم خپلو موخو ته د رسېدو فرصت ترلاسه کړ؛ مسلمانان له مختلفو لارو په ډول ډول بهانو باطلو ادیانو ته بلل کېږي. په اسلامي ټولنو کې دیني شعائر تر پښو لاندي کیږي او په اسلامي ارزښتونو ملنډي وهل کیږي. د ځوان نسل او مؤمنو خویندو بې لاريتوب او ګمراهي ته زیاته پاملرنه شوې ده او په دغه کار کې لوی لاس د غربي رسنیو دی. په مسلمانانو کې د ولاء او براء عقيده ورکه شوه او همدغه عقيدې ته بلونکي په زندانونو کې پراته دي. په دین باندي ناپوهي زياته شوه، دیني علم پورته شو او په نصابونو کې یې د اسلام دښمنانو لاس وهنه وکړه. په ښوونځيو، بازارونو، کارخانو او حکومتي ادارو کې د ښځو او نارينه وو اختلاط، زناوي او دې ته ورته نور فسادونه عام شول. معيشت، تجارت او بانکي سیستمونه په سودي بڼه روان دي.

کفارو په اسلامي نړۍ خپل همفکره خلګ واکمنان کړي او د همدغه واکمنانو په مرسته يې اسلامي نړۍ له مادي او معنوي لحاظه په لاس کې واخیسته. دغه لاسپوڅي واکمنان د الهي احکامو پر ځای وضعي قوانینو ته ډېر اهميت ورکوي، د شرعي حدودو نفاذ د بشریت ضد عمل بولي او په ولسونو د رښتيني اسلام پر ځای منځلاری اسلام تطبيقوي. اسلامي مقدسات او سرحدات د کفارو تر ولکه لاندي دي، له مساجدو او دیني مراکزو څخه کلیساوې، سینماوې او موزیمونه جوړ شول. په مسلمانانو د ژوند کړۍ را تنګیږي، په حجاب، دیني زدکړو او اسلامي هویت جوړولو يې بندیزونه ولګول شول، قبله يې غصب ده، قرآن يې سوځول کیږي او په پيغمبر پسي يې کارتونونه جوړيږي او نه شي کولای په آزاده توګه اسلامي احکام عملي کړي. بي دينه، رذیل او په فساد ککړ خلګ د عزت خاوندان دي او مسلمان وګړي ژوندي په اورونو سوځول کیږي، زندانونه له مسلمانو میرمنو، ماشومانو او بوډاګانو څخه ډک دي.
یو موټې او منسجمه اسلامي نړۍ تجزیه شوه، په متحدو مسلمانانو کې د کرکې او نفرت تخمونه وشيندل شول او د يو بل پرخلاف يې د مقاومت هڅې پیل کړې. د مسلمانانو په طبعي زيرمو نړیوالو ښکیلاګرو قبضه لګولې ده، د خپل هیواد میشت مسلمان وګړي له بې وزلۍ سره مخ دي او پردي کفار میلیونران دي. ټوله کفري نړۍ د اسلامي امت پر خلاف یو لاس شوې ده، یوه وړه ټولۍ په رښتيني دين مستقيمه او ترې دفاع کوي، پاتي ټولې ډلې دين په دنيا پلوري او ددين په نامه خپل خواهشات پوره کوي.

په ۱۹۶۶ م کال کې د ندوة العلماء په مدرسه کې د وخت مشهور او نامتو مفکر مولانا سيد ابو الحسن علي ندوي رحمه الله تعالي يوې غونډې ته په وينا کې داسې وويل: «زه په پوره همت سره ويلی شم چې که نن امام ابوحنيفه، امام شافعي، امام مالک او امام احمد (رحمهم الله تعالی) ژوندي وای نو د علم فقه تدوين به يې پريښې وای او د معاصرو فتنو او بې دينيو سره به يې مقابله شروع کړې وای؛ نن ابوعبیده او خالد ابن وليد (رضی الله عنهما) د ويلو توان نلري؛ خو د حال په ژبه وايي ای مسلمانانو! موږ په خپل ژوند کې يوه لحظه د الله تعالی د دين د نفاذ لپاره نه ده سپمولې؛ موږ نن دنيا ته نشو راتلای او دا دروند کار(د فتنو او الحاد سره مقابله) ستاسو په اوږو پروت دی.
نو مسلمانانو! اتفاق اختيار کړئ او د معاصرو فتنو، الحاد او باطلو اديانو په وړاندې ښه مقابله وکړئ!».
الله تعالی دې په موږ کې د خپل دين د دفاع او خپراوي جرئت او د باطل په وړاندې د مبارزې روحيه پيدا کړي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version