د اقتدار له پيله

عزیز الدین (مصنف)

فضيل بن عياض (رح) فرمايي: عبادت بغير له اخلاص او کماله نه قبليږي، اخلاص په دې معنی، چې خاص د الله (ج) د رضا لپاره ترسره شي او کامل په دې معنی، چې په مَسنونه طريقه سره ترسره شي.

زمونږ د حقې مبارزې د حقانيت دعوه، له همدې ځايه ثبات مومي، چې هم په پيغمبري طريقه سره ترسره شوه، او هم د الله (ج) د رضا او لقاء لپاره وه. قيصې به نه کوو، له کله چې اسلامي امارت حاکم شوی، تر هغې وروسته په هېواد کې د بد اخلاقۍ، فحشاء او بلواکۍ نوم د چا پر خوله سم نه اخيستل کيږي، ځکه چې ژبې ته خبره له زړه راووځي، هغه کسان چې پخوا په دې ناوړه عمل مبتلاء وو، د هغوی زړونه د اِسلامي امارت په راتلو سره د تجديدِ اِيمان په اوبو خړوب شول، او هغوی چې پخوا يې لا، له بې حيایۍ سره کينه او حسد درلود، د هغوی ايمانونو لا قوت وموند.

نو تاوان چا وکړ؟

هغوی چې د طالب نوم يې له پردۍ ژبۍ اورېدلی و، هغوی تاوان وکړ، چې هېواد يې د غرب ملکيت باله.

عجيبه نه ده !؟

چا چې طالبانو ته په دروازو کې سپيان تړلي وو، نن په نظام کې د شموليت حق غواړي.

عجيبه نه ده !؟

دلته ځينې داسې انسانان وو، چې خپله خاوره او خپل وطن يې د غرب ملکيت باله، په خاوره څه، چې په خپل ځان د واک په شَک اخته ول، هغوی دومره ټيټ ضميره ول چې د افتخار او وياړ لغات ترې غلط شوي وو.

عجيبه نه ده!؟

دلته ځينې داسې انسانان وو، چې غربيان يې تر خپل پلار، ورور، مور او کورنۍ نږدې بلل، له هغوی سره کيناستل، بنډارونه يې کول، هوټلونو ته ورسره تلل، حتی دومره ټيټ ضميره ول، چې د خپلې کورنۍ د قتل لپاره يې د غربي دوستانو سره همکاري کوله.

عجيبه نه ده!؟

د لواطت، زنا، شراب خورۍ، فحشاء او بربريت له مرکزونو به راووتل او بيا به يې د داسې چا سره مقابله کوله، چې ټوله شپه به يې په تجهدو، اذکارو او تدريب تېره کړې وه، دوی فکر کاوو، چې دا خلک ساده ګان دي، والله قَسم چې همدا ملنګان وو، چې د دې خنزيرانو داړې(غاښونه) ور ورمات کړل، الحمدلله.

عجيبه نه ده!؟

دوی فکر کاوو، چې مجاهدين به تر فتحې وروسته د ادارې په کنټرول کې پاتې راشي، خو د الله (ج) اراده بل ډول وه، ټوله نړۍ فکر کوي، چې دوی دې غره اوسېدونکي دي، د بريالي مديريت اصول په کومه فاکولته کې لوستي وو، هره اداره يې په مياشت کې په پښو ودروله. الحمدلله

عجيبه نه ده!؟

دلته يې شل کاله د ډيموکراسۍ ښکرونه وهل، خو طالب په شلو ورځو کې د ډيموکراسۍ خيرنه او بدبويه څرمنه سره له اغوستونکو تر غرو واړول.

عجيبه نه ده!؟

اې؛ دلته داسې له عقل څه خالي سرونه ول، چې له جهـاد څخه مطلق منکرين ول، دوی د طالبانو غزا قومي، او د څوکۍ لپاره يوه پوچه مبارزه بلله، نن هماغه کسان د همدې ملنګانو د امن د څادر تر سيوري لاندې د فنا غوښتنه کوي.

راځئ ! دا موضع لږ نوره هم روښانه کړو؛ د اقتصاد له نظره، کله چې موادو ته د خلکو تقاضا ډېره شي او ډېر په مصرف رسیږي، نو توليد ته يې په هماغه اندازه کار کول په کار دي، تو څو د اړتيا وړ مواد بازار ته عرضه او وړاندې شي.

دغه فاکټور په ټولنيزو اصولو کې هم د مراعت وړ ده، په دې معنی، چې اوس مو ټولنه د اسلام د مُبارکو احکامو لپاره کرار کرار زغم ډېروي، پکار ده، چې د اخلاقو عرضه زياته شي، دا ځکه چې ټولنې د اسـلامي نظام د مسئولينو دا لوړ اخلاق وليدل، د دوی غوښتنې په دې برخه کې لوړې شوې، ټولنه تقاضا لري، چې له معنوي اړخه د بيا جوړونې په لور ګام پورته کړي.

ځينې کسان دي، چې حاکم نظام ته اوس هم د شَک په سترګه ګوري، هغوی پر دې نه دي پوه، چې د مؤمنې ټولنې د واک واګي بايد د علماء کرامو په لاسونو کې ولې وي؟ ځکه چې انسان له درون(باطِن) څخه ونه رغول شي، ظاهري ښکلا د هغه د پايښت لپاره بې اساسه ده، علماء هغه څوک دي، چې د ټولنې په رنځ او پټو مرضونو پوه دي.

دوی که له يوې خوا د سرور کائنات (صلی الله عليه و سلم) وراثت مخته وړي، له بلې خوا د هغو اصحاب کرامو (رض) کردار ادا کوي، چې د مبارزې پر ميدان به مېړني غـازيان، د مشورې پر وخت به ښه منونکي، د تدريس پر وخت به ښه مُدرسين، د اخلاص پر وخت ځان ځاروونکي وو.

هوکې؛ دا نظام اسلامي دی، ځکه ارزښتونه او معيار يې په تقوا ټاکل کيږي، ماډرنېزم، اکثریت غوښتنه او ماده پرستي پکې ځای نه لري.

 

 

 

 

 

 

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version