د افغانستان د بدنامولو لپاره د تاجکستان هڅې

محمد صادق طارق

د داعش پروژه په افغانستان کې د امریکا له ماتې وروسته راڅرګنده شوه. ظاهراً يې د نړيوال فکر په درلودلو سره غوښتل چې د افغانستان، پاکستان، ايران او هند په ګډون د منځني ختيځ او منځنۍ اسيا په يوه سيمه کې تش په نامه اسلامي خلافت حاکم شي، خو په حقيقت کې ټولو ته څرګنده ده چې د ځينو قوي او سیمه يېزو هېوادونو له لورې په اسانۍ سره د خپلو موخو د ترلاسه کولو په پار جوړه شوې ده. د دې انګېرنې له مخې، افغانستان د داعش وروستی هدف نه دی، بلکې نورو سیمو ته اړتیا ده چې د دې ډلې پرمختګ اغېزمن کړي.

څرنګه چې د داعش ادعا د نړیوال خلافت رامنځته کول دي، د خراسان نوم کارول دا په ډاګه کوي چې د دې ډلې غړي د افغانستان په ګډون د منځنۍ اسیا د هېوادونو او ایران په ګډون د خراسان د تاریخي سیمو د تسلط هڅه کوي. د یو روایت له مخې خراسان د افغانستان د منځنۍ دورې نوم دی، چې د افغانستان اوسنۍ خاوره، شمال ختیځ ایران، سویلي ترکمنستان، ازبکستان او د پاکستان یوه برخه پکې شامله ده.

په همدې دلیل د خراسان داعش د خپل وروستاړي په خلاف يو نړيوال باور لري، چې نه يوازې د افغانستان له سيمه ييزو ملېشو څخه جوړېږي بلکې په خپل ټولنيز جوړښت کې د بل هر هېواد بهرني اتباع هم مني او د همدې دلیل په اساس د اسلامي امارت لوړ پوړو او جګپوړو مقاماتو ګاونډیو هیوادونو ته چې د تاریخي خراسان تر پولو لاندې دي، په وار وار خبرداری ورکړی، چې د خپلو هیوادونو داخلي پولو ته د دغې شریرې ډلې د نفوذ او ننوتلو مخه ونیسي.

په لومړي سر کې د جمهوري رژیم له ړنګیدو او د اسلامي امارت له بیا تاسیس وروسته، داعش فکر کاوه چې په اسانۍ سره به په افغانستان کې خپلې موخې ترلاسه کړي، خو اسلامي امارت د یوه متعهد او مرکزي حکومت په توګه په دې بریالی شو، چې دغه ډله له ماتې سره مخ کړي. د داعش د بیا راژوندي کیدو خطر، د طالبانو لپاره په هیواد کې د حکومت کولو لپاره تر ټولو مهم خنډ و، له سختې او جدي مبارزې وروسته له منځه یوړل شو.

که څه هم د داعش تر ټولو مهم هدف په ځانګړې توګه د خراسان څانګې په افغانستان کې، د اسلامي امارت کمزوري کول وو خو قضيه برعکس شوه، چې داعش د اسلامي امارت له خوا کمزوری او له منځه يووړل شو. د جګړې د مطالعاتو د انسټیټیوټ له خوا په خپاره شوي راپور کې راغلي چې، په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې اصلي هدف د طالبانو د حکومت کمزوری کول او په پای کې د طالبانو راپرځول وو، چې په دې برخه کې ناکام شول او د داعش ټول پلانونه شنډ بلکې په نطفه کې خنثی شول.

د بهرنیو چارو سرپرست او د ملي دفاع سرپرست وزیر په ګډون، د طالبانو جګپوړو چارواکو او مخورو شخصیتونو په وار وار ویلي، چې په افغانستان کې د کشفي او امنیتي ځواکونو د ګډو هڅو په پایله کې داعش او نورې ډلې ماتې شوې دي. له همدې امله دوی د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د مقاومت او برید توان نه لري او کله ناکله په ملکي وګړو بریدونه کوي، خو د امنیتي او کشفي ځواکونو له لوري سمدستي کشف او له منځه وړل کیږي.

اسلامي امارت د دې ترڅنګ چې داعش ته په افغانستان کې بیا د ځالې جوړولو اجازه ورنکړه، لکه څنګه چې د جمهوریت پر مهال یې ځالې او خونې درلودې، د ګاونډیو هیوادونو په ځانګړې توګه د ایران اسلامي جمهوریت پر وړاندې یې هم د مسؤلیت او ګاونډیتوب احساس کړی دی او په پرله پسې ډول یې د داعش پر وړاندې مبارزې ته متوجه کړي دي.

کله چې په افغانستان کې داعش مات شو او ترکیې هم د داعش غړي له ستونزو سره مخ کړل؛ هغوى پرته له دې چې ایران ته ننوځي بله لاره يې نه ليدل. له همدې امله يې په ايران کې خپل بشري ضد بريدونه پيل کړل.

د یادولو وړ ده، ځینې هیوادونه چې خپلې ګټې د داعش په پیاوړتیا، ملاتړ او پراخولو کې ویني ظاهراً په خراسان کې د داعش د ترهګریزو فعالیتونو له زیاتیدو اندیښمن دي، خو د اسلامي امارت د مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په وینا په دې قضیه کې اندیښنه هم د داعش په ګټه تبلیغ دی. تاجکستان هم یو له هغو هیوادونو څخه دی، چې تل د خپلو شخصي ګټو د خوندي کولو په موخه د افغانستان د بدنامولو هڅه کوي.

د تاجکستان هېواد په اړه باید یادونه وشي، چې د داعش د ملاتړ ترڅنګ یې د افغانستان د روان وضعیت په ګډوډولو کې، د مقاومت له جبهې سره هم مرسته کړې ده. دوهم ټکی دا چې د اشغال په وړاندې د افغانانو د سپېڅلي جهاد له بریا وروسته په جوماتونو، خانقاو، نظامي، ملکي اهدافو او داسې نورو بریدونو کې بهرني اتباع په ځانګړې توګه تاجکستاني اتباع کارول شوي دي.

د مولوي محمد یعقوب مجاهد په وینا هغه بهرنیان چې د دغو بریدونو ډیری تنظیمونکي وو، د تاجکستان هېواد اتباع دي، چې په لسګونو وژل شوي او یا ژوندي نیول شوي دي.

په دې مسله کې باید زیاته شي، چې داعش د تاجکستان اتباع په افغاني لقبونو یادوي او نړۍ ته په فریب ورکولو سره غواړي، له دې لارې خپلو ګټو ته د رسیدو لپاره افغانستان د ترهګرو د ځالې په توګه معرفي کړي.

البته په ایران کې د داعش ډلې د بریدونو او فعالیتونو په اړه باید یادونه وشي، سربېره پردې چې امریکا او اسرائیل د دواعشو ملاتړ کوي تر څو ایران د اقتصادي او سیاسي بحران سره مخ کړي، داعش شیعه ګان له ایډیالوژیک نظره له اسلامه بهر بولي او اصلي هدف یې د شیعه ګانو له منځه وړل دي. له همدې کبله د ایران اسلامي جمهوریت باید د نورو ګاونډیو هیوادونو په پرتله د طالبانو د چارواکو خبرداریو ته ډیر اهمیت ورکړي، ترڅو له داسې سخت حالت سره بیا مخ نشي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version