د افغانستان او پاکستان د ترينګلو اړيکو اصلي عوامل

نعمان هروي

د تاریخ په اوږدو کې افغانستان د پاکستان خیر غوښتونکی ګاونډی پاتې شوی دی، له هند سره چې د پاکستان کومې جګړې ترسره شوې دي، پاکستان په دې جګړو کې له سختو او خطرناکو حالاتو سره مخ شوی دی؛ خو افغانستان د اسلامي ورورګلوي او ښه ګاونډیتوب د اصولو له مخې له دې مواقعو څخه په استفاده له پاکستان سره د خپلو تاریخي ستونزو د مطرح کولو کوم اقدام نه دی کړی.

شوروي اتحاد که افغانستان اشغال کړی وو، ګرمو اوبو ته د رسیدو په هیله یې په پاکستان کې هم د کمونستي انقلاب د راوستلو اراده درلودله او غوښتل یې ټول پاکستان یا یې یو څه حصه هم اشغال کړي.

امریکا چې په افغانستان یرغل وکړ، ثانوي هدف یې پاکستان او د پاکستان اټومي وسلې وې.

مګر د دواړو زبرځواکونو پر خلاف د افغانانو مبارزې پاکستان هم وژغوره.

اسلامي امارت واک ته له رسېدو وروسته هڅه وکړه چې پاکستان له خپلو وسلوالو مخالفینو سره د مذاکراتو له لارې خپلې ستونزې حل کړي، مګر د ځینو خارجي جهتونو د مداخلې له امله په پاکستان کې د نظامیانو داسې یو ګروپ د پاکستان په پوځ کې ( چې د پاکستان بهرنی سیاست یې په اختیار کې دی ) واک ته ورسول شو، کوم چې د مذاکراتو له لارې له وسلوالو مخالفینو سره د ستونزو د حل کلک مخالف و او د افغانستان او اسلامي امارت په اړه یې هم منفي نظر درلود.

د نظامیانو دا ګروپ د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د هغه سياستونو هم مخالف و چې غوښتل یې له ترکیې، اندونيزيا ، مالیزیا، ایران او ځینو نورو اسلامي هيوادونو سره په ګډه اسلامي هیوادونه له اوسني محکوم وضعیت نه په سیاسي او اقتصادي برخه کې راوباسي.

په افغانستان کې حاکم نظام په پاکستان کې له ستونزو سره د حل په مرسته د کوم امتیاز له غوښتنې پرته ډېر اقدامات ترسره کړل، ولې دې نظامي ګروپ يې هیڅ قدردانی ونکړ، متقابلاً یې له مهاجرینو سره په بد وضعیت، د مهاجرینو په جبري اخراج، په سوداګرۍ کې د ستونزو په پیدا کولو او په نړیوال سټیج د ناسم سیاست په خپلولو سره له افغانستان سره اړیکې لا ترينګلې کړې، په دې یې هم بسنه ونکړه او د ټولو نړیوالو نورمونو په خلاف یې د افغانستان په خاوره تیری او بمبار وکړ.

بناءً ویلی شو چې د‌ افغانستان او پاکستان تر منځ د ترینګلتیا اصلي عوامل د پاکستان د یاد نظامي ګروپ خپلسرې ناوړه کړنې دي؛ د شنونکو له انده که چیرته د پاکستان اولس، سیاسیون او نوی ملکي حکومت ياد ګروپ مهار نکړي نو خپله پاکستان به د دوی د ناوړه کړنو درنه بیه پرې کړي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version