د افراطي او سخت دریځه سیاست ناکامه پایلې!

أحمد هشام الکردي

#image_title

د افراطي او سخت دریځه سیاست ناکامه پایلې!
أحمد هشام الکردي

د افراطیت دریځ معمولاً د اوږد مهاله ناکامۍ او زیان سبب ګرځي، افراطیت نه یوازې ټولنیزې او سیاسي ستونزې زیاتوي، بلکې د خلکو ترمنځ د باور، همکارۍ او سولې فضا هم زیانمنوي.

افراطي نظریې د حقیقت او منځلاریتوب پر ځای احساساتي او غیرعقلاني دریځ غوره کوي، چې پایله یې تاوتریخوالی، بې ثباتي او د پرمختګ مخنیوی ګرځي، تاریخ ګواه دی؛ هغه ګوندونه او تحریکونه چې داعیه او دریځ یې په سخت دریځۍ او افراطیت بناء و، د واکمنۍ ساحه او موده یې بیخي زیاته محدوده او له بې ثباتۍ سره مخ وه.

که څه هم افراطیانو په لومړیو کې د زور او قوت پر مټ خلک او سیمې د خپل باطل شعار تابع وګرځول، خو د سخت دریځۍ له کبله بېرته ډېر ژر د ویر پر ټغر کښېناستل، د دوی د ناکامۍ اصلي علتونه او اسباب په لاندې ډول دي.

١:- د مشروعیت نشتوالی؛
سخت دریځه تحریکونه عموماً د خپلو اهدافو د پلي کولو لپاره زور، تاوتریخوالي او ظلم ته مخه کوي، چې په دې سره دوی د خلکو ملاتړ له لاسه ورکوي، کله چې یو تحریک د ټولنې د عامو خلکو زړونه وبایلي، نو د پایښت او دوام وړتیا نه لري.

۲:- د مخالفینو زیاتوالی؛
سخت دریځي معمولاً د خپلو کړنو له امله د مخالفینو لوی محاذ رامنځته کوي، دا محاذونه، که داخلي وي یا بهرني، تل د افراطیانو د کمزوري کولو لپاره هڅې کوي او د زیات شمېر مخالفینو په شتون کې د دولت را منځته کول؛ نا ممکنه ده.

٣:- د سیاسي او اقتصادي جوړښتونو کمزورتیا؛
ډېری وخت سخت دریځه تحریکونه د خپل حکومت جوړولو یا د یوې دوامداره سیاسي اجنډا د عملي کولو وړتیا نه لري، د هغوی په واک کې راتګ اکثره وخت سیاسي، اقتصادي او ټولنیز بحرانونه رامنځته کوي، ځکه خو د دوی د زوال سبب ګرځي.

٤:- د منځلارې نظریې برلاسي؛
د سخت دریځو ګوندونو او ډلګیو په وړاندې د تاریخ په اوږدو کې منځلارې نظریې او تحریکونه تل غوره ثابت شوي، ځکه چې دا د خلکو د اړتیاوو او غوښتنو سره ډېر سمون خوري، د بېلګې په توګه!

خوارج:
په لومړنیو اسلامي پېړیو کې خوارج یو سخت دریځه مذهبي تحریک و، که څه هم دوی په ابتدا کې ځواک ترلاسه کړ، خو د دوی افراطي عقاید او تاوتریخوالی د دې لامل شو چې په اسلامي نړۍ کې منزوي او په نهایت کې له منځه ولاړ شي.

نازي تحریک:
د دویم نړیوال جنګ پر مهال د نازي ګوند سخت دریځه سیاستونه د لنډ مهاله واکمنۍ وروسته له سختې ماتې سره مخ شول.

کمونېست تحریکونه:
په شوروي اتحاد او نورو هېوادونو کې کمونېزم چې افراطي ایدیالوژي یې تعقیبوله، په پای کې د اقتصادي او سیاسي ستونزو له امله ناکام شو.

معاصر داعشیان:
که څه هم داعش په خپل ظهور کې په چټکۍ سره ځینې سیمې ونیولې او د نړیوالو رسنیو پام یې ځان ته راوړ، خو د هغوی تګلاره او عملونه د اوږدمهاله بریا لپاره پایدار نه و، ځکه خو وروسته د افراطیت او سخت دریځۍ په وجه د خلکو تر منځ منفور وپېژندل شول.

دوی په پیل کې ځانونه د اسلام خواخوږي ګڼل، خو وروسته یې د خپلو جنایتونو، وژنو، د مسلمانانو د عزتونو لوټلو او بې ځایه تخریباتو له کبله خپله اصلي څېره څرګنده شوه او د اوږد مهاله ګوند او ځواک په توګه ثابت نشول پاتې.

په هم دې اساس ویلی شو؛ سخت دریځي تحریکونه د لنډ مهال لپاره ممکن ځینې بریاوې ترلاسه کړي، خو د دوی د ناکامۍ اساسي علت د خلکو اړتیاوو ته د نه ځواب ورکولو او د تاوتریخوالي کارونه دي، د تاریخ تجربې ښيي چې د پایداره بدلون لپاره منځلاریتوب، اعتدال او عقلاني لارې غوره دي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version