د اسلامي نظام مدبر مشران

ثواب جان اسلام یار

که د اسلام او افغان تاریخ ته ځیر شو؛ نو له دې زرینو کرښو به په ډاګه شي، چې د کُفري زبر ځواکونو پر وړاندې د جهاد او غزاوو په ډګر کې دیني عالمان د قائدینو او مشرانو په توګه په لومړۍ کرښو کې ولاړ دي.
دوی، د اسلام، ولس او ځمکنۍ بشپړتیا څخه په پوره اخلاص او ستره میړانه دفاع کړې ده.

په تېره یوه سلیزه کې د دریو کُفري امپراطوریو ماتې یوازې د افغان مجاهد ملت لپاره ستره کارنامه او ویاړ دی، او پدې برخه کې علماء کرامو د پیغمبرانو علیهم السلام د وراثت په لړ کې په اخلاص، ایماندارۍ او صداقت سره خپل رسالت اداء کړی دی.

حاکم نظام چې د کومو قربانیو محصول دی، معاصر تاریخ کې یې بېلګه نه تر سترګو کېږي، پدې نظام کې داسې ویاړلي مشران او زړور ځوانان شتون لري، چې په ډېرو سختو ازموینو کې الله عز وجل بریالي کړل، د غزا او سرښندنو په ډګر کې یې اُمت ته د صحابه کرامو رضی الله عنهم اجمعین یاد ور تازه کړ، د نړیوالو د زر او زور پروا یې و نه ساتله، نه یې د نړۍ لسګونه هیوادونو ته د غلامۍ غاړه سمه کړه او نه د چا د اتومي ځواک تر تأثیر لاندې راغلل.

د ا.ا.ا مشران د استقامت او ثبات په ډګر کې لکه غرونه د بادونو پر وړاندې کلک ودرېدل، د سپیڅلو شهیدانو وینو پر سر یې معامله ونکړه، د کفري نړۍ وړاندیزونه، چې ګواکې تاسې ته به پیسې، واک او چوکۍدرکړو، څو له خپلې دعوې څخه تېرشئ، په هیڅ صورت و نه منل.
لله الحمد د ا.ا.ا ټولې ژمنې رښتینې کړې، ولس ته یې آزادي، خپلواکي، سوله راوړه او د ګران هیواد پر سپیڅلې خاوره یې اسلامي نظام پلی کړ.

اشغالګرو ځواکونو په تېر شل کلن انقلاب کې په غړېدلو سترګو ولېدل، چې پګړۍ والو یې پر وړاندې په تش لاس د ایمان په قوي ځواک سره د تاریخ تر ټولو اوږده، خو په مادي لحاظ نا انډوله جګړه وکړه.

د ا.ا مشرانو په ډبرین عزم او سرښندنو، اسـلامي اوسپنیزو ځواکونو او اتلو غازیانو له خپلو ګلورینو ځوانیو څخه د بمونو او اورونو په تاوولو سره ستر اتومي ځواک له صفر ضرب او په ګونډو کړ.
له شل کلنې سپیڅلې مبارزې وروسته نړیوال کُفار روغې ته اړ او له هیواد څخه په ټیټو سترګو وتښتېدل.
په دې سره د ا.ا.ا سپیڅلی لښکر په نظامي او سیاسي ډګر کې یو ځل بیا په هسکه غاړه بریا ته ورسېد، د همدې قربانیو په پایله کې یې په نړیواله کچه ستر ویاړ، عزت او خپلواکي تر لاسه کړه.
اوس په نړۍ کې ا.ا.ا یوازېنی اسلامي نظام دی، چې ټولې پرېکړې یې په بشپړ اسلامي شریعت او قرآني قانون ترسره کیږي او ولسونه یې په خپلواکه توګه د همدې نظام ترسیورې لاندې په ډاډمنه توګه خپل خواږه ژوند ته ادامه ورکوي. الحمدلله والمنة.

په نړیواله کچه د اسلامي نظام د حاکمیت او پیاوړتیا په هیله!
په اسلامي او کلتوري مینه!

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version