د اسلامي امت د پرمختګ او زوال اسباب.

لیکوال: ابو حماد
اسلام او مسلمانان باید ورځ تربلې پرمختګ وکړي؛ ځکه چې مونږ که خپل اسلامي تاریخ ته ځېر شو، نو مسلمانانو ورځ تر بلې خورا پرمختګ کولو، ظاهري او معنوي ترقي یې کوله، له دې امله په لیږ وخت کې په نړۍ حاکمان شول؛ د عثماني خلافت ختمیدو پورې مسلمانان مترقي او پرمختللي وو؛ خو د خلافت ړنګېدو سره سم مونږ زوال سره مخ شولو، د یوې ټولنې عروج او پرمختګ کول دا په ښو صفاتو سره وي او د یوې ټولنې زوال راتلل دا هم په بدو صفاتو له امله وي، که مونږ هم هغه ټول صفات چې د یو قوم او ټولنې ترقۍ راز ګڼل کېږي، خپل کړو نو خامخا به ترقۍ سره مخ شو او که چېرته خدای مه کړه هغه صفات مو خپل کړل چې د یوې ټولنې د زوال او ختمیدو لامل ګرځي، نو زمونږ نوم او نښان به ختم شي.

د ټولنې د ارتقاء او پرمختګ اسباب:
۱: ضمیر ژوندی ساتل، زړه په ایمان سره ژوندی ساتل او دنیا لوري توجه نه کول. لکه: صحابه کرام (رضوان الله علیهم اجمعین) په پیل کې افراد وو؛ خو ژوندي ضمیر په وجه وروسته ټولنه او جماعت وګرځیدل.
۲: د مخلوق څخه هیڅ ډول طمع نه کول (د مادې نه، نه متاثره کیدل).
۳: خپل ایمان، عقیده او دین باندې فخر کول؛ صحابه وو ته د رسول الله طریقه، دین او عقیده ترهر څه مقدم او محترمه وه.
۴: د دنیا اسبابو، ډول او زینت ته توجه نه کول چې خدای مه کړه مینه او محبت یې زړه کې ځای ونیسي.
۵: د انتهاء درجې شجاعت او بهادري لرل.
۶: د مشرانو امر سمدستي اطاعت او تابداري.
۷: فرقه واریت، تنظیم پرستي او ډله بازی څخه ځان ساتل؛ بلکې د یو امیر امر منل او هغه ته لبیک ویل.
۸: مسؤلیت پېژندل، څنګه چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) خپلو صحابه وو ته ویلې وو چې تاسو کې هر یو شپونکی دی د خپلې رمي په اړه به ترې پوښتل کېږي.
۹: له خپل ځان نه هم سنتو سره ډېره مینه کول.
۱۰: ظاهري او معنوي عاجزي.
۱۱: د رسول الله دین سره خورا مینه لرل.
۱۲: د جنګ په تکتیکونو ښه پوهیدل.

د ټولنې د زوال او ړنګېدو اسباب:
۱: د مسلمانانو خورا درجې غربت، جهالت او بې دیني.
۲: دنیا او ماده د خپل ژوند موخه ګرځول.
۳: د شیخ الهند (رحمه الله) د وینا مطابق د قرآنکریم شاته غورځول (قولا، عملا، ایمانا، اعتقادا، تلاوتا، تفکرا، فهما، نشرا، تحکیما، اساسا وقانونا) او د مسلمانانو خپلمنځي اختلافات.
۴: خپل مقصد او هدف څخه لیرې پاتې کیدل.

وړاندیزونه:
که مونږ او زمونږ ټولنه دا د ترقۍ او پرمختګ صفات خپل کړي، نو لیرې نه ده چې د صحابه کرامو په څیر ترقي وکړو، لیږ وخت کې په ټوله نړۍ اسلام او اسلامي نظام حاکم کړو، د دې له پاره ټولو مشرانو ته پکار ده چې خپل کشران په ښو او د پرمختګ په صفاتو باندې جوړ کړي، د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) او د صحابه کرامو (رضي الله عنهم) د سیرت واقعات ورته بیان کړي، د زوال او بدو صفاتو څخه یې وساتي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version