د اسلامي امارت پر وړاندې، د داعشي خوارجو د تبليغاتو او نیوکو شرعي ارزونه! اوولسمه برخه

مولوي احمد علي

#image_title

مكفِّره عمل “کافرونکی عمل” يا په بله اصطلاح هغه کړنه چې انسان ور سره کافر کېږي، د هر چا لپاره مكفِّره وي او د ايمان په شمول د ټولو حسناتو او نېکیو ختمونکی دی.

نو خلاصه دا ده چې د کافرانو سره هغه مناصرت او مرسته مکفِّره یعنې کافرونکې ده کومه چې د عقیدې د فساد په بنیاد وي، کنې که یو عمل مطلق مکفِّره وي، نو په هغه کې بیا تقسیم نشي کېدلای، چې د صحابه کرامو (رضوان الله علیهم اجمعین) لپاره دې مکفِّره نه وي او د نورو خلقو لپاره دې مکفِّره یعنې کافر کوونکی وي.

 

اګر چې د ﴿اِنَّ الْحَسَنٰتِ يُذْهِبْنَ السَّيِّاٰتِ﴾ په اساس باندې ډېر داسې خلګ وي چې د خطرناکو کبیره ګناهونو (بغیر د کفر او شرک نه) ارتکاب ور څخه وشي، خو بعضي داسې مهتم بالشان حسنات لري چې د هغه په وجه يې هغه کبیره ګناهونه لرې کېږي، لکه شهود د بدر او حدیبیه، دا داسې عظیم الشان عملونه وو چې د یو په باره کې په قرآن کریم کې الله تعالی فرمايي: ﴿لَقَدْ رَضِىَ اللّٰهُ عَنِ الْمُؤْمِنِيْنَ اِذْ يُبَايِعُوْنَكَ تَحْتَ الشَّجَرَةِ﴾ او د بل په باره کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: «وَمَا يُدْريِكَ لَعَلَّ اللَّهَ اطَّلَعَ عَلَى أَهْلِ بَدْرٍ، فَقَالَ: اعْمَلُوا مَا شِئْتُمْ فَقَدْ غَفَرْتُ لَكُمْ».

 

لکه د حقوق آل البیت، د اول جلد په ۳۲مه صفحه کې حافظ ابن تیمیة (رحمه الله) چې کله د حاطب رضي الله عنه مشرکينو ته د خط لیکلو واقعه ذکر کوي، نو فرمايي چې دا د سختو ګناهونو څخه وه، دغه شان دا یې هم ذکر کړي چې د هغه په باره کې روایاتو کې راځي چې “وكان يسيء إلى مماليكه” او د چا چې د خپلو غلامانو سره سلوک ښه نه وي، د هغه په باره کې رسول الله صلى الله علیه وسلم فرمايي: “لن يدخلَ الجنَّةَ سيئُ الملكة” خو دا چې په حُدیبیه او بدر کې شریک شوی و، نو د ﴿اِنَّ الْحَسَنٰتِ يُذْهِبْنَ السَّيِّاٰتِ﴾ په اساس يې دغه دواړه خطرناک قسم ګناهونه معاف دي، لکه حافظ ابن تيمية (رحمه الله) فرمايي: ثم مع هذا لما شهد بدرًا والحديبية غفر الله له ورضي عنه، فإن الحسنات يذهبن السيئات.

خو د ګناهونو) څخه مراد عام کبیره ګناهونه دي، کفر، شرک او ارتداد مراد نه دي، ځکه کفر، شرک او ارتداد داسې ګناهونه نه دي چې په حسناتو سره زائل او ختم شي، دا بغیر د توبې څخه نه معاف کېږي، نو که معاونت او مرسته د کافرانو سره د مسلمانانو په مقابله کې مطلقًا کافر کونکی او مرتد کونکی عمل وي، نو بیا په شهودِ بدر او شهودِ حدیبیه سره نشو زائل کېدای، لکه حافظ ابن القیم (رحمه الله) د زاد المعاد، د درېيم جلد په ۳۷۲ صفحه کې فرمايي:

[فصل في أن الْكَبِيرَةُ الْعَظِيمَةُ مِمَّا دُونَ الشِّرْكِ قَدْ تُكَفَّرُ بِالْحَسَنَةِ الْكَبِيرَةِ الْمَاحِيَةِ]

فَصْلٌ:

وَفِيهَا: أَنَّ الْكَبِيرَةَ الْعَظِيمَةَ مِمَّا دُونَ الشِّرْكِ قَدْ تُكَفَّرُ بِالْحَسَنَةِ الْكَبِيرَةِ الْمَاحِيَةِ، كَمَا وَقَعَ الْجَسُّ مِنْ حاطب مُكَفَّرًا بِشُهُودِهِ بَدْرًا، فَإِنَّ مَا اشْتَمَلَتْ عَلَيْهِ هَذِهِ الْحَسَنَةُ الْعَظِيمَةُ مِنَ الْمَصْلَحَةِ، وَتَضَمَّنَتْهُ مِنْ مَحَبَّةِ اللَّهِ لَهَا وَرِضَاهُ بِهَا وَفَرحِهِ بِهَا وَمُبَاهَاتِهِ لِلْمَلَائِكَةِ بِفَاعِلِهَا، أَعْظَمُ مِمَّا اشْتَمَلَتْ عَلَيْهِ سَيِّئَةُ الْجَسِّ مِنَ الْمَفْسَدَةِ وَتَضَمَّنَتْهُ مِنْ بُغْضِ اللهِ لَهَا، فَغَلَبَ الْأَقْوَى عَلَى الْأَضْعَفِ، فَأَزَالَهُ.

بلکې کفر، شرک او ارتداد داسې اعمال دي چې هر قسم حسنات او نیکۍ ختموي، هیڅ ډول حسنه او نېک کار د دې مقابله نشي کولای، بس نعوذ بالله چې یو سړی د دې مرتکب شو، نو ټول حسنات يې ختم شول، تر څو يې چې توبه نه وي کړې، نشي معاف کېدلای، لکه الله سبحانه وتعالی فرمايي: ﴿اِنَّ اللّٰهَ لَا يَغْفِرُ اَنْ يُّشْرَكَ بِهٖ وَيَغْفِرُ مَا دُوْنَ ذٰلِكَ لِمَنْ يَّشَآءُۚ وَمَنْ يُّشْرِكْ بِاللّٰهِ فَقَدِ افْتَرٰۤى اِثْمًا عَظِيْمًا ٤٨﴾

امام اهل السنة، علامه ابو منصور الماتریدي رحمه الله په خپل تفسیر تاویلات الماتریدیة کې، د دغه آیت کریمه په تفسیر کې فرمايي:

فصار كأنه قال: لا يغفر أن يشرك به إذا لم يتب عنه، ويغفر ما دون ذلك لمن يشاء وإن لم يتب منه.

ژباړه: ګویا که الله سبحانه وتعالی وفرمايل چې یقیناً الله تعالی معافي او بخښنه نه کوي د دې خبرې چې د الله تعالی سره شرک وشي، تر څو چې توبه یې نه وي باسلې د دغه شرک څخه، د شرک نه علاوه ګناهونه که الله چاته وغواړي بخښنه ورته کوي که څه هم توبه يې نه وي ور څخه ويستلې.

حافظ ابن تیمیة رحمة الله علیه د خپل کتاب”اسباب رفع العقوبة عن العبد” په ۲۵مه صفحه کې فرمايي:

(الثَّالِثُ): أَنَّ قَوْلَهُ لِأَهْلِ بَدْرٍ وَنَحْوِهِمْ: اعْمَلُوا مَا شِئْتُمْ فَقَدْ غَفَرْت لَكُمْ فَكَمَا لَا يَجُوزُ حَمْلُ الْحَدِيثِ عَلَى الْكُفْرِ، لِمَا قَدْ عُلِمَ أَنَّ الْكُفْرَ لَا يُغْفَرُ إلَّا بِالتَّوْبَةِ، لَا يَجُوزُ حَمْلُهُ عَلَى مُجَرَّدِ الصَّغَائِرِ الْمُكَفَّرَةِ بِاجْتِنَابِ الْكَبَائِرِ.

ژباړه: (درېيم) د الله سبحانه وتعالی دغه قول اهل بدر وغیره ته چې څه مو زړه غواړي، هغه کوئ، ما تاسو ته بخښنه کړې ده، نو څرنګه چې جائز نه دي چې دغه حدیث په کفر باندې حمل کړل شي، ځکه چې دا خبره یقیني معلومه ده چې کفر نه معاف کېږي مګر په توبه باندې، دغه شان جائز نه دي چې په صغیره ګناهونو باندې حمل کړای شي، ځکه چې هغه د کبېرع ګناهونو څخه په اجتناب باندې پخپله ختمېږي.

امام قرطبي رحمه الله هم په خپل تفسیر کې د دغه آیت لاندې فرمايي:

﴿اِنَّ اللّٰهَ لَا يَغْفِرُ اَنْ يُّشْرَكَ بِهٖ﴾ رُوِيَ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ تَلَا: ﴿اِنَّ اللّٰهَ يَغْفِرُ الذُّنُوْبَ جَمِيْعًا﴾ فَقَالَ لَهُ رَجُلٌ: يَا رَسُولَ اللَّهِ! وَالشِّرْكُ؟ فَنَزَلَ: ﴿اِنَّ اللّٰهَ لَا يَغْفِرُ اَنْ يُّشْرَكَ بِهٖ وَيَغْفِرُ مَا دُوْنَ ذٰلِكَ لِمَنْ يَّشَآءُ﴾. وَهَذَا مِنَ الْمُحْكَمِ الْمُتَّفَقِ عَلَيْهِ الَّذِي لَا اخْتِلَافَ فِيهِ بَيْنَ الْأُمَّةِ. ﴿وَيَغْفِرُ مَا دُوْنَ ذٰلِكَ لِمَنْ يَّشَآءُ﴾ مِنَ الْمُتَشَابِهِ الَّذِي قَدْ تَكَلَّمَ الْعُلَمَاءُ فِيهِ. فَقَالَ مُحَمَّدُ بْنُ جَرِيرٍ الطَّبَرِيُّ: قَدْ أَبَانَتْ هَذِهِ الْآيَةُ أَنَّ كُلَّ صَاحِبِ كَبِيرَةٍ فَفِي مَشِيئَةِ اللَّهِ تَعَالَى، إِنْ شَاءَ عَفَا عَنْهُ ذَنْبَهُ، وَإِنْ شَاءَ عَاقَبَهُ عَلَيْهِ مَا لَمْ تَكُنْ كَبِيرَتُهُ شِرْكًا بِاللَّهِ تَعَالَى.

ژباړه : اِنَّ اللّٰهَ لَا يَغْفِرُ اَنْ يُّشْرَكَ بِهٖ روایت شوی، چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم دغه آیت کریمه تلاوت کړ، چې ﴿اِنَّ اللّٰهَ يَغْفِرُ الذُّنُوْبَ جَمِيْعًا﴾ نو یو سړي پوښتنه وکړه، چې یا رسول الله او شرک؟ نو نازل شو، دغه آیت ﴿اِنَّ اللّٰهَ لَا يَغْفِرُ اَنْ يُّشْرَكَ بِهٖ وَيَغْفِرُ مَا دُوْنَ ذٰلِكَ لِمَنْ يَّشَآءُ﴾.نو دا د هغه محکم او متفق نص څخه دی چې د امت په منځ کې په دې کې هیڅ قسم اختلاف نشته او ﴿وَيَغْفِرُ مَا دُوْنَ ذٰلِكَ لِمَنْ يَّشَآءُ﴾ د هغه متشابه نه دی چې علماء کرامو پکې کلام (بحث يا اختلاف) کړی.

 

محمد بن جریر الطبري رحمه الله فرمايي: دغه آیت کریمه دا خبره واضحه کړې ده چې هر یو د کبیره ګناه خاوند د الله په مشیئة کې دي، که الله تعالی وغواړي دغه ګناه به ورته معاف کړي او که وغواړي په دغه ګناه به سزا ورکړي، تر څو چې د ده ګبیره ګناه د الله سره شرک نه وي.

مقصد او خلاصه: کفر او شرک په حسناتو سره نه معاف کېږي، بلکې حسنات د دې په ارتکاب سره ختمېږي، پداسې حال کې چې د سید المعصومین محمد رسول الله صلى الله علیه وسلم اعمال او حسنات ولې نه وي، د دې باوجود چې سید المعصومین والمرسلین صلى الله علیه وسلم او جمله انبیاء علیهم السلام معصوم دي، د ګناهونو څخه قبل النبوّة وبعدها، خو بیا هم الله خپل حبیب صلى الله علیه وسلم ته فرمايي: ﴿لَئِنْ اَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ وَلَتَكُوْنَنَّ مِنَ الْخٰسِرِيْنَ﴾

بالفرض والمحال، که تا شرک وکړ، نو خامخا به دې اعمال برباد شي، نو شرک او کفر بربادونکي اعمال دي، هیڅ چا ته يې اجازت نشته.

امام آلوسي رحمه الله د خپل تفسیر “روح المعاني” د درېیم جلد په ۵۰ صفحه کې فرمايي: چې یو څوک یو ځل د کفر مرتکب شي، یعنې په کفر متصف شي، نو ترڅو يې چې د دغه کفر څخه توبه نه کړي او ایمان يې دوباره نه وي راوړی، بخښنه ورته نشي کېدلای، چې څوک د کفر مرتکب شي، نو الله سبحانه وتعالی د هغه د همېشه عذاب قطعي حکم کړی دی او د الله په حکم کې تغیر او تبدیل نشي راتلای، حکمت تشریعیة تقاضا د دې کوي چې د کفر دروازه بنده شي او هر یو پیغمبر الله تعالیٰ د دغه دروازې د بندولو لپاره رالېږلی دی، نو بغير د دوباره ایمان راوړلو څخه د ده مغفرت د کفر دروازه پرانیزي، لکه نوموړی (رحمه الله) فرمايي:

والمعنى أن الله تعالى لا يغفر الكفر لمن اتصف به بلا توبة وإيمان، لأنه سبحانه بتّ الحكم على خلود عذابه، وحكمه لا يتغير، ولأن الحكمة التشريعية مقتضية لسدّ باب الكفر، ولذا لم يبعث نبي إلا لسدّه، وجواز مغفرته بلا إيمان مما يؤدي إلى فتحه.

 

شيخ الاسلام علامه حافظ ابن تیمیة (رحمه الله) د “مجموع الفتاوی” دويم جلد، په ۱۵۱ صفحه کې فرمايي:

إنَّ اللهَ لَمْ يَجْعَلْ شَيْئًا يُحْبِطُ جَمِيعَ الْحَسَنَاتِ إلَّا الْكُفْرَ، كَمَا أَنَّهُ لَمْ يَجْعَلْ شَيْئًا يُحْبِطُ جَمِيعَ السَّيِّئَاتِ إلَّا التَّوْبَةَ. وَ”الْمُعْتَزِلَةُ مَعَ الْخَوَارِجِ” يَجْعَلُونَ الْكَبَائِرَ مُحْبِطَةً لِجَمِيعِ الْحَسَنَاتِ حَتَّى الْإِيمَانِ، قَالَ اللَّهُ تَعَالَى: ﴿وَمَنْ يَّرْتَدِدْ مِنْكُمْ عَنْ دِيْنِهٖ فَيَمُتْ وَهُوَ كَافِرٌ فَاُولٰٓئِكَ حَبِطَتْ اَعْمَالُهُمْ فِى الدُّنْيَا وَالْاٰخِرَةِ ج وَاُولٰٓئِكَ اَصْحٰبُ النَّارِ ج هُمْ فِيْهَا خٰلِدُوْنَ ٢١٧﴾ فَعَلَّقَ الْحُبُوطَ بِالْمَوْتِ عَلَى الْكُفْرِ، وَقَدْ ثَبَتَ أَنَّ هَذَا لَيْسَ بِكَافِرِ، وَالْمُعَلَّقُ بِشَرْطِ يَعْدَمُ عِنْدَ عَدَمِهِ.

 

وَقَالَ تَعَالَى: ﴿وَمَنْ يَّكْفُرْ بِالْاِيْمَانِ فَقَدْ حَبِطَ عَمَلُهٗ﴾ وَقَالَ تَعَالَى لَمَّا ذَكَرَ الْأَنْبِيَاءَ: ﴿وَمِنْ اٰبَآئِهِمْ وَذُرِّيّٰتِهِمْ وَاِخْوَانِهِمْ ج وَاجْتَبَيْنٰهُمْ وَهَدَيْنٰهُمْ اِلٰى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيْمٍ ٨٧ ذٰلِكَ هُدَى اللّٰهِ يَهْدِىْ بِهٖ مَنْ يَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖؕ وَلَوْ اَشْرَكُوْا لَحَبِطَ عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا يَعْمَلُوْنَ ٨٨﴾ وَقَالَ: ﴿لَئِنْ اَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ وَلَتَكُوْنَنَّ مِنَ الْخٰسِرِيْنَ ٦٥﴾ مُطَابِقٌ لِقَوْلِهِ تَعَالَى: ﴿اِنَّ اللّٰهَ لَا يَغْفِرُ اَنْ يُّشْرَكَ بِهٖ﴾. فَإِنَّ الْإِشْرَاكَ إذَا لَمْ يُغْفَرْ وَأَنَّهُ مُوجِبٌ لِلْخُلُودِ فِي النَّارِ لَزِمَ مِنْ ذَلِكَ حُبُوطُ حَسَنَاتِ صَاحِبِهِ، وَلَمَّا ذَكَرَ سَائِرَ الذُّنُوبِ غَيْرَ الْكُفْرِ لَمْ يُعَلِّقْ بِهَا حُبُوطَ جَمِيعِ الْأَعْمَالِ، وَقَوْله: ﴿ذٰلِكَ بِاَنَّهُمُ اتَّبَعُوْا مَاۤ اَسْخَطَ اللّٰهَ وَكَرِهُوْا رِضْوَانَهٗ فَاَحْبَطَ اَعْمَالَهُمْ ٢٨﴾. لِأَنَّ ذَلِكَ كُفْرٌ، وقَوْله تَعَالَى: ﴿لَا تَرْفَعُوْۤا اَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِىِّ وَلَا تَجْهَرُوْا لَهٗ بِالْقَوْلِ كَجَهْرِ بَعْضِكُمْ لِبَعْضٍ اَنْ تَحْبَطَ اَعْمَالُكُمْ وَاَنْتُمْ لَا تَشْعُرُوْنَ ٢﴾ لِأَنَّ ذَلِكَ قَدْ يَتَضَمَّنُ الْكُفْرَ فَيَقْتَضِي الْحُبُوطَ، وَصَاحِبُهُ لَا يَدْرِي كَرَاهِيَةَ أَنْ يُحْبَطَ أَوْ خَشْيَةَ أَنْ يُحْبَطَ، فَنَهَاهُمْ عَنْ ذَلِكَ؛ لِأَنَّهُ يُفْضِي إلَى الْكُفْرِ الْمُقْتَضِي لِلْحُبُوطِ.

وَلَا رَيْبَ أَنَّ الْمَعْصِيَةَ قَدْ تَكُونُ سَبَبًا لِلْكُفْرِ كَمَا قَالَ بَعْضُ السَّلَفِ: الْمَعَاصِي بَرِيدُ الْكُفْرِ؛ فَيَنْهَى عَنْهَا خَشْيَةَ أَنْ تُفْضِيَ إلَى الْكُفْرِ الْمُحْبِطِ، كَمَا قَالَ تَعَالَى: ﴿فَلْيَحْذَرِ الَّذِيْنَ يُخَالِفُوْنَ عَنْ اَمْرِهٖۤ اَنْ تُصِيْبَهُمْ فِتْنَةٌ﴾ – وَهِيَ الْكُفْرُ.

مقصد د دې ټولو نصوصو او عباراتو څخه دا دی چې د “اعْمَلُوا مَا شِئْتُمْ فَقَدْ غَفَرْتُ لَكُمْ” څخه مراد عام ګناهونه دي، کفر نه دی، ځکه کفر هيڅ ته هم نه روا کېږي، نو دا به هسې بېځايه وسواس وي چې یو څوک وايي، چې د مسلمانانو په مقابله کې د کفارو سره همکاري مطلقاً کفر دی، خو حاطب بن ابي بلتعة رضي الله عنه ورباندې ځکه نه و کافر شوی چې هغه بدري و، او د بدریانو په باره کې الله تعالی فرمايلي چې “إعملوا ماشئتم فقد غفرت لکم.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Exit mobile version