د ابو الحسين پر مړينه او د نوي مزعوم خليفه پر اعلان يو څو ملاحظات

عبدالکریم امت زوی

د ابو الحسين پر مړينه او د نوي مزعوم خليفه پر اعلان يو څو ملاحظات

۱: نوی مزعوم خليفه مجهول الهويت دی، چې دا کار نه مزعوم د کشف څخه ژغورلای شي او نه یې هم په خپلو عناصرو کې د قبوليت ستونزه حل کولای شي.

۲: د مشروعيت د اثبات لپاره خاص کوشش کول په لوړه کچه د لوی اختلاف او د صف د جلا والي احتمال ته اشاره کوي، که نه نو وياند کله هم دا نه ویل، چې د بيعت د مشروعيت لپاره د ټولو افرادو موافقه ضرور نه ده.

۳: په سوريه کې د پټيدو په هڅه کې د داعش مشران په دومداره توګه ناکامیږي، چې يا خو د خيانت او يا هم د ناپوهۍ لامله کيږي.

۴: په سوريا کې د يو بل عراقي مزعوم خليفه وژل، ډېر سوالونه راپورته کوي، چې څنګه عراقي مشران د بشارالاسد او تحریر الشام په ساحو کې پټيږي، چې دا کار دوی ته خطر زياتوي او افراد یې په شک او غوصه دي

۵: د داعش عراقي مشرانو يو وار بيا ثابته کړه، چې د داعش د مصلحتونو او عامه افرادو پر ځای دوی ته خپل ژوند او حفاظت ضرور دی.

۶: عراقي مرکزي قيادت د حقيقي کار او عمل څخه لرې او جدا دی، او هغه څه چې په افريقا کې داعش ته پيښيږي، د دوی پرې هيڅ کار نشته.

۷: د داعش رسنيز فعاليت صفر سره ضرب دی او د ځمکنيو حالاتو د تقاضا مطابق د نشت سره برابر دی، او د هغه رازونو په مقابله کې پاتې راغلي چې له دوی څخه راويستل شوي.

 

۸: د دې حالاتو په دوام کې د نوي امير څخه توقع صفر ده، او هر يو ګام به یې د لا کمزورۍ او له صحنې څخه د وتلو خواته وي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version