دخوارجو په اړه د نبوي ارشاداتو فقه او فواید

ذوالفقار

لومړی حدیث: امام احمد بن حنبل او امام بخاري پخپل خپل سند سره د ابو سعید الخدري ( رضی الله عنه) څخه نقل کوي چې ویې فرمایل: بَعث علیٌّ وهو بِالیمن إلی النبیِّ صلَّی الله علیه وسلم بذُهَيْبَةٍ فِيْ تُربَتِها إلى رسولِ ﷲ صلَّی الله علیه وسلم فقسّمها رسولُ ﷲ صلّی الله علیه وسلم بَین الأقْرع بن حابس الحَنظلِيِّ ثُم أحد بني مُجاشعٍ، وبین عُیَینة بن بَىْرالفزّاري، وبین عَلقمة بن عُلاثة أحد بني كِلاب وبين زَيْدالخيرالطّائيِّ ثم أحد بني نبهان قال:فغضِبتْ قُريشٌ والانصار قالوا:يُعطِي صَناديد أهل نجدٍ ويدَعُنا؟ قال إنما أتألّفهم . قال فأقبل رَجلٌ غايرُالعَينين، ناتئُ الجَبِین، کَثُّ اللَّحیة، مُشرفُ الوَجْنتین، مَحلوق الَّرأس، فقال : یامحمد إتَّقِ اللهَ فقال: ومن یُطعِ اللهَ إذا عَصيتُه؟ يأمنُنِيْ على أهلِ الأَرض ولاتأمنُونِي ” قال: فسأل رجلٌ النبيَّ صلّى الله عليه وسلم قتلَه_أُراه خالدَبن الوليد_ فلما ولَّى قال:إنّ من ضِئضِئِ هذا قوماً يَقرؤون القُرآن لايُجاوِز حَناجرهم’ يمرقون من الإِسلام مُروقَ السّهمِ من الرميَّةِ’ يَقتلون أهل الإسلام ويَدَعون أهل الأوثان’ لئن أنا أَدركتهُم لأَقتلنَّهُم قَتل عاد” (بخاري ج۲ حديث نمبر۷۴۳۲ مسند امام احمد ج۳ ص ۴ )

ژباړه: علي ( رضی الله عنه) له یمن څخه رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته د سرو زرو داسې ټکړه راولیږله چې په خاورو آلوده وه (نوې وه) رسول الله صلی الله علیه وسلم د اقرع بن حابس، عیینه بن بدرالفزاري، علقمه بن علاثه، او زید الخیر په مینځ کې تقسیم کړه. قریش او انصار غصه شول چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د نجد د خلکو مشرانو ته ورکړه کوي او موږ پریږدي (څه نه راکوي) هغه مبارک وفرمایل: زه دوی ته پدې خاطر مال ورکوم چې د اسلام سره یې مینه پیدا شي. یو کس چې ژورې سترګې، وتلی تندۍ، ګڼه ږیره، اوچت اننګي، خرییلی سر یې ؤ راغی او ویې ویل: اې محمده! له الله څخه وویریږه هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: نو څوک به د الله اطاعت کوي چې زه یې نافرماني وکړم؟ الله تعالی زه د زمکې په خلکو امین ټاکلی یم خو تاسې ما امین نه ګڼی. راوي وایي : له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یو کس چې ګمان کوم خالد بن ولید به وي د ده د وژلو اجازه وغوښته، خو چې کله دا سړی واپس شو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د دې سړي له نسبه به داسې خلک راووځي چې قرآن به لولي خو له اسلامه به داسې وځي لکه غشی چې له ښکاره وځي، مسلمانان به قتلوي او بت پرستان (کافران) به پریږدي، که ما د دوی د راوتلو زمانه بیا مونده د عادیانو په شان به یې وژنم (یعنې بیخ اوبنیاد به یې ختم کړم)

۱: له حدیث څخه د خوارجو کمالِ ګستاخي معلومیږي چې دوی حتی د الله د رسول په وړاندې څومره بې ادبه ؤ.

۲: د خوارجو د راڅرګندیدو لوی سبب د مال طمع وه. همدا ذوالخویصرة التمیمي ځکه په رسول الله صلی الله علیه وسلم د ظلم تهمت ولګولو چې هغه ته د حنین د غنیمتونو څخه څه ورنکړل شول.

۳: خوارج د امورو په وړاندې له بیړې څخه کار اخلي او په صبر او حلم سره فیصله نه کوي .

۴: خوارج د مصالحو او مفاسدو اصل نه مراعتوي، چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم یې تنفید وکړ په داسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د مصلحت په بنیاد هغوی ته مال ورکړی ؤ.

۵: د دوی صفت د ظاهر اصلاح او د باطن فساد دی همدا وجه ده چې ابن عباس وایي :لیس باشدَّ اجتهادا من الیهود والنصاری ثم ضلوا ؛ خو د دې سره بیا هم دوی له دین څخه وتونکي دي.

۶: د خوارجو بل صفت بدګماني ده، چې د دوی نیکه په رسول الله صلی الله علیه وسلم کړې وه همدا ډول هغه څه ګناه بلل چې ګناه نه وي.

۷: حافظ ابن حجر وایي :کله چې مراد په دین سره اسلام شي، نو دا بیا دلیل د هغه چا لپاره دی چې خوارج کافر بولي خو که مراد له دین څخه طاعت شي نو بیا دوی فاسقان دي چې دا قول د جمهورو دی(فتح الباري ج۶ ص ۶۱۸ )

۸: په حدیث کې ترغیب دی په قتال د خوارجو. ځکه خارجي فکر اسلام ته تر یهودیت او نصرانیت هم لوی خطر دی ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوی لپاره یوازې د وژلو تمنا نه کوي بلکې د عادیانو په څېر یې بنیاد ختمول غواړي ځکه د اسلام په تاریخ کې خارجیت د شا لخوا خنجر ثابت شوی.

۹: د خوارجو سره د نورو مبتدعه ډلو برعکس تعامل کولای شی، په دې معنی چې د باغیانو سره جنګ کولی شی، تر هغې چې په طاعت د امام کې داخل شي، د باغیانو اسیر او زخمي نه شي وژلی خو د خوارجو لپاره د عادیانو په څیر وژنه غوښتل شوې ده. علامه ابن تیمیه وایي: د خوارجو په اړه د قتال امر د باغیانو او لاروهونکو په څیر نه دی ځکه دوی د عادیانو په شان وژل نه دي روا په خلاف د خوارجو چې هغوی باید دعادیانو په څیر له بیخه اویستل شي (الصارم المسلول ج۲ ص ۳۴۷)

۱۰: یقتلون اهل الاسلام ویدعون اهل الاوثان دا د خوارجو بل ممتاز صفت دی چې کفار مشرکین به نه وژني بلکې د دوی تورې به هر وخت د مسلمانانو مرۍ پرې کوي. امام ابن تیمیه رح لیکي: لأن أولئك عندهم كفارٌ أصلييون وهولآء مرتدّون وكُفرالرِّدة أغْلَظ بالإجماع من الكُفرالأصلي (مجموع الفتاوى ج۲۸ ص ۸۴۷) ځکه چې دوی عام مؤمنان مرتدین بولي او په اجماع سره د ارتداد کفر سخت دی د اصلي کفر څخه نو د دوی د پلیت اعتقاد مطابق لومړۍ باید مرتدین ووژل شي وروسته د اصلي کافرانو سره مقابله وشي

 

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version