داعش څنګه د امریکا پروژه ده؟

خاکسار پکتیاوال
دا خبر له لمر څخه هم زیاته څرګنده ده، چې داعش( خوارج ) د نبي علیه السلام د هغه حدیث مصداق دي، چې فرمایي: یمرقون من الدین کما یمرق السهم من الرمیة. یعنې دوی/خوارج به له دین څخه داسې وځي، لکه غشی چې له ښکار څخه وځي. مګر اوس هم دوی د خپل ځان د سپیناوي په خاطر یو څو بې ځایه شبهات د مسلمانانو زړونو ته ور غورځوي او دوی په هغو شبهاتو کې خپل ځانونه داسې ثابتوي، ګواکې دوی خوارج نه؛ بلکې په اسلام تر هر چا کلکه ولاړه ډله ده. دوی د خپل ځان لپاره دا دلیل جوړوي چې مونږ/داعش په عراق کې امریکا ماته کړه او امریکا مو له عراق څخه وشړله، همدارانګه زمونږ د قربانیو برکت وو، چې په مقابل کې مو د عراق ګوډاګی پوځ ونشو دریدلای، په سوریه کې مو د بشار ملا ور ماته کړه، د رقة ښار په لومړي ځل د داعش له لوري فتحه شو، په فرانسه کې مو بریدونه وکړل، په امریکا کې مو بریدونه وکړل او همدارنګه دوی/خوارج دا دعوه کوي، چې اسلامي امارت په خپل جنګي وخت کې په څوارلس کلنه مبارزه کې یو ولایت ونشو نیولای، خو بالعکس داعش په شپږ کلنه مبارزه کې نه یوازې دا چې امریکایان یې وشړل، بلکې د دوی روزل شوي غلامان یې هم دړې وړې کړل، نو څنګه داسې فکر وشي، چې د داسې لویو لویو عزمونو او لویو فتوحاتو خاوندان دې خوارج وبلل شي، آیا دا انصاف ده؟ مګر مونږ دوی ته داسې ځواب ورکوو، چې لومړی خو فتحې او انتصارات ستاسو په حقیت دلالت نه کوي، دوهم: هغه څوک چې د عراق حالات له نږدې څاري، هغوی ته دا واضحه/څرګنده ده، چې دا نیول شوې سیمې د داعش له لوري په زور نه وې، بلکې دوی ته د امریکایانو له لوري تصفیه شوې. مونږ دا نه وایو، چې داعش کټ مټ امریکایي پروژه ده، بلکې دا وایو چې امریکا د نړۍ په سطحه شیطان صفته ملک او د شیطان له جرړو او منیو څخه پیداوار قوم دی. کله یې چې د دې خبرې درک وکړ، چې داعش او القاعده په خپل منځ کې سره مخالف شول، نو دوی/امریکایانو د داعش له دې فکري انحراف څخه ګټه پورته کړه او ویې غوښتل چې له القاعدې څخه د داعش په لاسونو خپل غچ واخلي. په 2006م کال کې چې کله زرقاوي شهید کړای شو، نو د سي آی اې له لوري یو پلاوی وټاکل شو، تر څو له زرقاوي څخه وروسته د عراق احوال وړاندې کړي، سي آی آې داسې اسناد او شواهد وموندل، چې ګواکې نوی ټاکل شوی پلاوی د بن لادن د اوامرو اطاعت نه کوي او همدارنګه نوی مشرتابه د بن لادن له مشورې څخه بغیر ټاکل شوی دی. امریکایانو له دې موقع څخه د ګټې اخستنې لپاره خپلو کارونو ته دوام ورکړ او لومړی یې د القاعدې څخه د غچ اخستلو لپاره د داعش لپاره زمینه برابره کړه، خپل ځانونه یې له عراق څخه وباسل او هلته/په عراق کې یې هغه قیادتونه په نښه کول، چې هغه له القاعدې سره تړاو لري، همدارنګه یې د هغو/ القاعده ډلې له بندیانو څخه هم هغه کسان خوشي کړل چې باور کېده وروسته له خوشي کیدا څخه به له داعش سره یو ځای شي. امریکایانو نوري المالکي ته چې د امریکایانو یو لوی غلام وو، امر وکړ تر څو د داعشیانو لپاره په عراق کې مناطق تصفیه کړي، نوري المالکي په موصل کې د دیرش زره کسیز پلاوي قومندان ته امر وکړ، تر څو موصل د داعشیانو لپاره تخلیه شي. هغه وو چې موصل د داعشیانو لپاره خوشی شو او له موصل څخه عراقي ځواکونه بغیر له مقاومت څخه ووتل، عجیبه خو لا دا وه چې په دې دومره لویه تخلیه کې د داعش له لوري د عراق یو پوځي هم اسیر نه شو. کله چې د همدې دیرش زره کسیز پلاوي قومندان د عراق د پارلمان له لوري احضار شو، نو ده/یاد قومندان ور ته په زغرده وویل چې ده ته د لومړي وزیر دفتر په مستقیم ډول قوماندو ورکړې، تر څو له داعش سره مقاومت ونه کړي او بدون له مقاومت څخه دې د عراق لوی ښار موصل داعش ته خوشي کړي

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version