داعش وپېژنئ!

بدر منصور

له اوس څخه (څه زیات) څو کاله وړاندې یعني په ( ۲۰۱ م ) کې د عراق په موصل ښار کې د انسانانو یوه ډله (داعش) د جهاد او اسلامي مقاومت په نوم را څرګنده شوه. که څه هم هغه مهال یې په اسلامي نړۍ کې تود هرکلی وشو او د اسلامي هیوادونو څخه ورته بې شمېره کسان ورغلل او بیعتونه یې ورسره وکړل آن ‌ډېری کسانو د خپلو متبوع هیوادونو تابعیتونه او پاسپورټونه وسوځول او ختم یې کړل، د دې لپاره چې له موصل څخه د محکوم اسلامي امت د نجات او ازادۍ په پار یو جهادي مقاومت او پاڅون پیل کړي او یو وار بیا د خالد بن ولید (رضي الله عنه) او صلاح الدین ایوبي په څېر اسلامي نړۍ د نړیوالو یرغلګرو له ناولو منګولو خلاصه کړي او په ټوله نړۍ کې اسلامي خلافت قایم کړي؛ خو اصلا حقیقت بل شئ ؤ. داعش د امریکا له خوا د اسلامي امت د ځپلو او پر ملا غوټ ماتولو په موخه یوه خارجي افراطي ډله وه.

داعشیانو د دې پر ځای چې په عراق او سوریه کې د مجاهدینو حمایه وکړي او د عراقي لاسپوڅي نظام او په سوریه کې د بشارالاسد د فاسد نظام پر ضد جګړه وکړي بالمقابل یې پر هغو عربو مجاهدینو (القاعده ـ جیش الفتح –) د شا له خوا وار وکړ چې ایله لس کاله یې په عراق او سوریه کې د صلیبي یرغلګرو او د هغوئ په مټ جوړ شوې کفري نظامونو سره مقابله او مقاومت کړی ؤ او نژدې وه چې د بشارالاسد او د عراق فاسد نظام چپه کړي. د القاعده او جیش الفتح لوی ـ لوی مشران (لکه ابو خالد السوري او …) یې په شهادت ورسول، د مجاهدینو له لاسه یې ډېرې مفتوحه سیمې وایستې یا به خپله پکې مېشت شوه یا به یې عراقي او سوري مرتدانو ته سپارلې.

داعشیانو چې په عراق او سوریه کې د مجاهدینو جهادي فتوحات متوقف کړل، مجاهدین یې د عراقي او سوري نظامونو پر ځای له ځان سره په جنګ مصروف وساتل او په هر ځای کې یې پرې د شا له خوا ګزارونه وکړل. له هغه وروسته یې خپله توجه افغانستان ته واړوله. ځکه د امریکایانو پلان همداسې ؤ چې لومړی باید د عراق او سوریې مجاهدین په داعش وځپي او له هغه وروسته د افغانستان مجاهدین (طالبان).

یو کال وروسته یعني په (۲۰۱۵ م) کې په افغانستان کې هم د امریکا د ځانګړې پلان له مخې د داعش خوني څېره را څرګنده شوه. په ننګرهار، زابل، هلمند او ځینو نورو سیمو کې یې نفو‌ذ وکړ او خپل تخریجي، تکفیري او افراطي فعالیتونو ته پیل ورکړ. د خارجي عقیدې د خپراوي او د مسلمانانو د تکفیر لپاره یې افغانان په مرګ وګواښل، د انسان وژنې خوني لړۍ یې پیل کړه، ولسي افغانان یې په بمونو والوزول او بیا یې ویډیو خپره کړه، له اسلام او افغاني کلتور خلاف یې افغانان په ناروا عقایدو او افعالو مجبور کړل لکه د ښځو په اړه مکمل معلومات، (چې کونډه او پېغله به موږ ته ښیاست) د مسلمانانو ښځې د مینځو په توګه استعمالول، د خلک پر کښتونو بندیزونه لګول، خلکو ته په دیني مسایلو کې شکونه اچول او خارجیت ته یې دعوتول او ځینې نور اعمال.

په دې وروستیو کې داعش د افغانستان په شمالي ولایتونو لکه جوزجان او فاریاب کې هم راڅرګند شول او اکثراً په هغو سیمو کې چې د کابل اداره پرې واکمنه ده او د امریکایي او حکومتي پوځي چورلکو په توسط یې پوځي او اقتصادي مرسته وشوه. دوئ اوس غواړې چې دلته ډول ـ ډول تخریبي اعمال ترسره کړي او طالبان پرې بدنام کړي. دوئ په دې ولایتونو کې ۱۱ ښوونځۍ وسوځولې، خلکو ته یې د یوه نوې نصاب وړاندوینه وکړه، په ناڅاپي ډول یې خلک اختطاف او ووژل او ډېر نور جرایم ترسره کړل. دوئ ممکن د افغانستان د نورو ولایتونو یا سېمو پلان هم ولري، خو دا چې افغان ملت د دوئ په اصلي هدف پوه شوی، پېژندلې یې دي او په کامله توګه یې مقابلې او شړلو ته تیاری لري کېدای شي دوئ هم د اربکیانو په څېر ناکام شي او د افغانانو په لاسونو سخته ماته وخوري.

د داعشو عقیده د تکفیر او خارجیت عقیده ده. د اسلامي نړۍ د لویو مشایخو او مفتیانو په نزد دوئ خوارج دي. په دې اړه پوره معلومات به په بله لیکنه کې درته وړاندې کړو. ان شاءالله

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version