داعش ولې په عامو خلکو بريدونه کوي؟

طاهر احرار

 

تاريخ ګواه دی چې هره فتنه په اول کې ډېر په شور سره ظهور کوي، خو په قرار قرار يې خداى جل جلاله ﺫليلوي، دبدبه او شوکت يې ختمېږي.

داعش هم په عراق کې ډېر په قوت سره راڅرګند شو، پريمانه وطنونه يې ونیول، لوى قوت يې لاس ته ولوېد آن تر دې چې له ډېرو اسلامي تنظيمونو خلک لاړل او په داعش کې یې شموليت اختيار کړ او په اخر کې دغه فتنه ﺯموږ پاکې خاورې ته هم راورسېده.

متأسفانه چې د اسلام او خلافت په نوم يې ډېر خلک ګمراه کړل او په ﺯرګونو ځوانان، ښځې، ماشومان یې په همدې نوم ووژل، خو په آخر کې حقيقت لکه سره ﺯر له ﺯنګونو جلا شو.

مخلص خلک له داعش واپس لاړل، اوس يواﺯې ماده پرستان بهرني جاسوسان د داعش په نوم يادېږي.

دلته په افغانستان کې لله الحمد داعش داسې وځپل شو، چې ټول آرمانونه يې له خاورو سره خاورې شول. وس په افغانستان کې داعش يو تنظيم ندى، بلکه يو څو بهرني جاسوسان يا د بهرنيو چند قرارداديان دي، چې کله نا کله يو نيم ځاى راڅرګند شي.

دوى د اسلامي امارت د ځواکونو سره د مخامخ کېدو توان په مکمل ډول له لاسه ورکړى، کوم چې موږ او تاسې يې شاهد يو، د دې لپاره چې په ميډيا يې نوم راڅرګند شي او د خبرونو برخه وګرځي په عامو غير مسلحو خلکو بريدونه کوي، خلک وژني تر څو يې څوک په فېسبوک، تويتر يا کوم تلويزون کې نوم واخلي. خو ﺯموږ کلک عزم او اراده او د ملت ملتيا به ډېر ژر دغه فتنه داسې نابوده کړي، چې د داسې برېدونو وړتيا به هم ونلري او دغه پاکه خاوره به تل له دې فتنې په آمان شي. اِن شاء الله

 

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version