داعش ولې له مالي ستونزو سره مخ شوي؟

قلب الاسد الافغاني

داعش چې په افغانستان کې څومره بریدونه وکړل، د امریکا په مالي مرسته او د هغوی په تقویې سره یې وکړل؛ امریکا هم دوی ته ځکه دومره فنډ ورکاوو چې دوی د ماشومانو په ګډون همېش دیني عالمان او ملکي وګړي په شهادت رسول. مګر دا چې په افغانستان کې اسلامي امارت حاکم شو، د داعش فتنه یې له منځه یووړه؛ نو امریکا هم پوه شوه چې نور د دوی دغه دسیسه کار نه ورکوي، نو یې په داعش باندې لومړی خپل فنډ کمزوری کړ او شاید په لنډه موده کې یې پرې مکمل قطع کړي.
اوس داعش دومره کمزوری شوی دی چې د ځانونو د ساتلو لپاره یې چنده شروع کړې ده. د العزایم له لوري څه موده وړاندې د چندې اعلان شوی وو.
خو مونږ له دوی څخه پوښتنه کوو: که چیرته رښتیا هم تاسو له لومړي سر څخه د امریکا د لاس آلې نه وی، نو بیا مو ولې مخکې چنده نه کوله؟

آیا مخکې در ته همداسې له آسمان څخه وسلې او نور جنګي وسایل راتلل؟ او کنه تاسو په خپله پیسې ګټلې وې او بیا مو په جنګ کې مصرفولې؟ یا مو د پلرونو نه په پاتې میراث جنګ کاوه؟
خو نه هیڅ کله داسې نه ده، بلکې تاسو ته امریکا د همدې جنګونو لپاره خپل فنډ مقرر کړی وو، مګر کله مو چې د اسلامي امارت د زړورو ځواکونو له لوري د الله تعالی په مرسته ټول پلانونه شنډ شول، تاسو د امریکا قرضداري هم شوی او کومې پیسې یې چې در کړې وې په هغوی هم پښیمانه شول. نور به مو ان شاء الله د زوال وخت وي او په شرمېدلو سترګو به له هېواد او آن له دې نړۍ څخه ورکیږئ.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version