داعش : موږ د انسانانو په وينه تغذیه کيږو…!

کله چي په 2017 ميلادي کال کي د داعش خود خوانده خلافت په عراق او سوریه کې له يوه طرف څخه د نړيوال ايتلافي ځواکونو په مټ او له بله اړخه د الله عزوجل په نصرت سره د اسلامي جهادي تنظیمونو په واسطه تضعیف او د پرمختګ لړۍ يې تارو مار رهبري سطحه يې هلاک افراد يي محوه او د حاکمیت مسافه يې کوتاه سول
دلته يي پاتي ژوندي غړو يا خو په ځانونو پورې بمونه وتړل او د خلګو په منځ کي يې خپل منفجره موادو ته چاودنې ورکړي او يا يي له مختلفو لارو تيښتې ته ملا وتړل
د تيښتې په لړۍ کي اکثره خپلو پخوانیو سازمانونو ته ورسيدل او يا د خپل اصلي استوګن هيوادونو د انټرپول پولیسو په واسطه د ذلت په مرګ ووژل سول
چي بلاخره په 2018 کال يو تونسي لاصله فرانسوي ابو جندل التونسي د عراق څخه د تيښتې پر مهال وه فرانسې هيواد ته د داخليدو پر مهال د فرانسې سرحدي ځواکونو په واسطه تشخیص او ونيول سوو
نوموړى چي اصلي ځاى يې تونس هيواد وو مګر له کلنو کلنو څخه را پدې خوا د فرانسې هيواد ته کډه سوى وو او د فرانسې هيواد تابيعت يې درلود عراق ته او داعش سره د يو ځاى کيدو کيسه داسي کوي هغه وايي چي زه په عراق کي د داعش ډلې د قناصانو سنايپر ډلې غړى ووم هلته مي په نښان ويشتونکي توپک خلک ويشتل او موږ ته به داسې ويل کيدل چي تاسو چي هر څومره خلک ووژنى هغومره تاسو تقویه کيږى هغومره ستاسو وجود نور د غيرت وينه اخلي څومره چي مو چړې سرې وي هغومره به ستاسو سترګې سرې وي هغومره به ستاسو د عام وژنې قوه قوې شي
نوموړى وايي ان تر دي چي موږ ته به وويل سول چي هر هغه څوک چي زموږ له ډلې سره نه وي ولو که سني او بيخي ستاسو ورور وي نو هم يې ووژنئ تر څو دوى زموږ تابع او زموږ غلامان شي
نوموړى تونسي اضافه کوي چي په داعش کې کار کول په مثال د هاليووډ د وحشي زامبي فلمونو کې د کار کولو په مثال دى چي انسانان خوري او د انسانانو په وينه تغدیه کيږي او چاغيږي

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version