داعش له وحشت، ظلم او وژنې پرته بل څه وکړل؟

ډاکټر اسد

#image_title

د داعش خارجې ډلې اساس او بنسټ په وحشت، ظلم، بربريت او عامه وژنې باندې اېښودل شوی دی؛ داعش له کومې ورځې چې پيدا شوی، له وحشت خپرولو پرته يې بله کارنامه نه ده کړې.

داعش خوارجو همېشه د مسلمانانو خلاف په جګړه لاس پورې کړی او عام مسلمانان يې په ډېر وحشت سره په شهادت رسولي دي.

داعش خوارجو په خپلو وحشي کړنو سره په نړۍ کې د اسلامي امت د وحدت او يووالي مخه ونيوله، اسلام يې داغداره کړ، د خلافت مقدس شعار يې بدنام کړ، په نړۍ کې یې د مسلمانانو په زړونو او ذهنونو کې د يووالي شعار کم رنګه کړ او امت ته يې لوی زیان ورساوه.

داعش د خپلو غیر اسلامي او غیر انساني عملونو له لارې هڅه کوي، چې وېره او وحشت رامنځته کړي، خو په حقیقت کې دغه له اسلام او انسانيته لرې عملونه د دې سبب شوي چې د دغې ډلې په مقابل کې د مسلمانانو غوسه او کرکه راوپارېږي.

داعش ډلې په افغانستان کې هغه کړنې او وحشتونه وکړل، چې په یادولو يې د سړي زړه دردېږي، له سترګو يې اوښکې بهېږي او د دې وحشي ډلې د له منځه وړلو فکر يې په ذهن کې پيدا کېږي.

داعش وحشي ډلې په ۲۰۱۵ مېلادي کال کې، په ننګرهار ولایت کې، یو نوی پیدا شوی ماشوم د هغه د پلار په مخکې دوه ټوټې کړ، همداسې یې د نورو لسګونو وحشتونو او ظلمونو مثالونه شته، چې نه يې له اسلام سره اړخ لګاوه او نه له انسانيت سره.

داعش وحشي ډلې په هېواد کې تر ټولو بانفوذه طبقه علماء کرام خپله موخه وګرځول، هغوی يې په ډېرې ناځوانۍ سره په مقدسو ځايونه جوماتونو او مدارسو کې په شهادت ورسول، چې دې کړنو يې د دې وحشي ډلې څهره لا ښه ښکاره کړه؛ چې دوی څومره له اسلام او علماء کرامو سره ضد او عناد لري.

خو الحمدلله په دې وروستيو کې داعش وحشي ډله د اسلامي امارت د اتلو او زړورو مجاهدينو لخوا سخته ځپل شوې ده، مجاهدين يې پر وړاندې لکه د هندوکش او پامير غرونه ولاړ دي، د دوی ټول شوم پلانونه يې په نطفه کې خنثا کړي او هېواد او هېوادوال يې د دې ځناورو له منګولو او ظلمونو څخه ژغورلي دي.

ابو جلال
Exit mobile version