داعش له موصله تر ننګرهاره(۲۷برخه)

قاري سعید خوستی

ابن أبي شیبة په خپل سند سره د عاصم بن شُمیخ څخه روایت کوي چې فرمایل یې: سمعت أبا سعید الخدريِّ یقول، ویداه هکذا یعني ترتعشان من الکِبر: لقتال الخوارج أحب اليَّ من قتال عُدَّتهم من اهل الشرک (ما له ابو سعید خدري رض څخه اوریدلي دي چې لاسونه یې د ډیر بوډاوالي له امله ریږدیدل : ماته د دې خوارجو سره جنګ د مشرکانو له جنګ څخه غوره دی) «مصنّف ابن أبي شیبة ج۷صـ۵۵۳»
حافظ ابن حجر له ابن هُبیرة څخه نقل کوي: وفي الحدیث أن قتال الخوارج أولی من قتال المشرکین والحکمة فیه أن في قتالهم حفظ رأس مال الاسلام، وفي قتال اهل الشرک طلب الربح وحفظ المال أولی (په حدیث کې د خوارجو سره جنګ د مشرکانو څخه غوره بلل شوی، چې حکمت پکې دا دی؛ د خوارجو سره په جنګ کې د اسلام د رأس المال (دتجارت سر) ساتنه ده، او د مشرکانو سره په جنګ کې د ګټې طلب دی او د رأس المال ساتنه د ګټې له طلب کولو غوره ده) «فتح الباري جـ۱۲صـ۳۰۱»

«دویمه شبهه»
سوال دا دی چې څنګه په دوی د خوارجو حکم کیدلی شي په داسې حال کې چې دوی ډیر عبادتګذار، د سنتو پابند، په عبادت حریص، په دوی کې داسې خلک په نسبت نورو جهادي ډلو ته ډیر کم دي چې منکرات او ګناهونه کوي. دوی په جنګ کې ډیر زړور دي. ډیرو یې استشهادي عملیات تر سره کړل چې له قوي ایمان پرته امکان نه لري، نو آیا دا د تګلارې د صحت دلیل نه دی؟
ځواب: لومړی خو دا خبره دلته زموږ د دواعشو په آړه سمه نه ده ځکه په دوی کې زیاتره یې بد اخلاقه، ګمراه، په نشو روږدي، کسان دي؛ هوکې ځینې یې رښتیا د سنتو پابند، عبادتګذار، او د خلافت غم اخیستي دي او که د عراق د خوارجو په آړه اویل شي نو دا خبره سمه ده خو……………….
لومړی خو عبادتګذاري او د سنتو پابندي د تګلارې د صحت دلیل نه شي کیدلی بلکې همدا عبادتګذاري د دوی هغه صفت دی چې په نبوي ص ارشاداتو کې یې یادونه شوي. د بخاري د اوږده حدیث یوه ټوټه: یَحْقِرُ أحَدُکُمْ صَلاتُه مَعَ صلاتِهم، وصِیامُه مَعَ صِیامِهم( تاسې به د دوی سره خپل لمونځونه او روژې ډیرې سپکې ګڼی ځکه د دوی لمونځ او روژه به په پوره طریقه وي) «صحیح البخاري ج۱صـ۲۰۰ حدیث رقم ۳۶۱۰، صحیح مسلم جـ۲صـ۷۴۳ »
حافظ ابن حجر د دې حدیث لاندې لیکي: کان یقال لهم القراء لشِدَّةِ اجتهادهم في التلاوة والعبادة الا انهم کانوا یتأوَّلون القرآن علی غیر المراد منه، ویستبدون برأیهم و یتنطعون في الزهدِ والخشوع و غیر ذالک (له دې امله چې دوی به په تلاوت او عبادت کې ډیر محنت کولو، دوی ته قاریان ویل کیدل. لیکن دوی د قران تأویل کولو بغیر د مراد نه، او دوی به جبراً خپله رأیه په نورو منله، په خشوع او نورو عباداتو کې ځان ښودنه کوله) «فتح الباري جـ۱۲صـ۲۹۱»
او د خوارجو جرأت او زړورتیا هم دلیل نه شي کیدلی ځکه د نهروان په جګړه خوارجو د حضرت علي رض د لښکر په وړاندې دومره په زړورتیا وجنګیدل چې هیڅ یو یې د جګړې له میدانه ونه تښتیده. یواځې لس کسان هله ژوندي ونیول شول چې وسله یې تمامه شوه نور ټول مقبلین(مخامخ) غیرمدبرین (نه په شا) اوژل شول چې دا دوی د لوی جرات او زړورتیا ثبوت ؤ. حافظ ابن حجر لیکي: مع ما عُرف من شدَّةِ الخوارج في القتال وثباتهم واقدامهم علی الموت، ومن تأمل ما ذُکر من اهل الاخبار من امورهم تحقق ذالک (سره له دې چې په جنګ کې د دوی سختي او ثابت قدمي او مرګ ته هرکلی ویل معلوم دي،څوګ چې د تاریخ د علماؤ ویناوې اوګوري دا به ورته واضحه شي.«فتح الباري جـ۹صـ۴۸»
که زړورتیا دلیل کیدلی نو د جاپان کامیکازیانو هم په نړیوال جنګ کې د ائتلاف په کشتیو د طیارو په توسط ځانمرګي بریدونه ترسره کړل، همدا ډول ویتنامیانو د امریکایانو سره په جنګ کې داسې میړانه ښکاره کړه چې امریکایان یې ګوته په غاښ کړل. دا مو له مشاهدې څخه یو څو مثالونه پیش کړل.
نوربیا…………ان شاءالله

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version